ځوان شخصيت، اراده او پريکړي
دوهمه برخه – د بشر د پرمختگ نه چا گټه وکړه؟
په اروپا کي د رينسانس، “ريبرت” يا بېا زېږندي په مرحلې کې ډېر پرمختگونه راغلل، خود بشر …دغه پرمختګونه يوازي د غربي هيوادونو په نصيب وه ځکه، اروپايي استعمارچيانو، افريقا او اسيا هيوادونو ته د رينسانس د اغيزو د رسيدلو نه يوازي مخه ونيوله ، بلکي هغوي يې د رينسان په زور د نويو اوږدو سفر کونکو کښتيو او وسلو په مرسته تر خپل استعمار لاندي را وستل. د اسيا، په تيره بېا د افريقا زيات هيوادونه او د هغوي خلګ يې د نويو وسلو په زور نيول، مرېان کول او يا يې په نورو هيوادونو په تېره په امريکا کي پلورل.
استعمار چيانو، نورو هيوادونو ته د رينسانس د اغيزو د لارو تر بندولو سربېره، تر خپله وسه د ټولو هيوادونو د طبعي ودي امکانات هم له منځه وړل او د نوي وسلو په زور يې د ځان غلامان کول، چي په ډيرو ځايونو کي يې اغيزې تر اوسه ادامه لري.
دغه خبره بايد روښانه وي چي د اروپا خلگو ، پوهانو او پرګنو نړۍ ته د علمي، اقتصادي او اجتماعي ودي لپاره د رينسانس په نامه نوۍ انقلاب را ووړ ، خو اروپايي استعمارچيانو او استثمار چيانو، چي لکه نن د ټولنې ېوه سلنه ده ، د هم دغه نوي علم په مرسته د افريقا او اسيا د ګڼو خلګو د وژلو لپاره وسلې او وسايل جوړ کړل چي د هغوي په مرسته يې د نړۍ خلګ د ځان غلامان کول او د خپلو هيوادونوخلګ اوزيار ايستونکي يې هم په نه څه امتيازونو،او نورو وسيلو د ځان نوکران کول چي دغه کار يې تر ننۍ ورځي ادامه لري. سربيره پر هغه استعمار چيانو نورو هيوادونوته د رينسانس د اغيزو د رسيدلو مخه بنده کړله. ليکن په افغانستان د انګريزي استمار زور ونه رسيدۍ نو يې د امان الله خان ملي دموکراتيک دولت د افغاني فيوډالانوپه تېرايستلو او نورو لاسپوڅو په مرسته را وپرزاوه او سخت استبدادي دولت يې ټينګ کړ او خلګ يې په زور او غولونو داسي وځپل، چي اغيزې يې تر اوسه پاتي دي، ان نن هم د هيواد بشپړ اکثريت بې سواده او هر قوم، که په ظاهره هم ونه وايي خو په زړه کي فکر کوي چي د دوي د قوم غړي د نړۍ ممتاز انسانان دي.
سربېره پر هغه بايد ووايم چي په افغانستان کي د انګريز پلوي حکومت د کارونو له شامته ان په ۱۳۲۰ کال کي لا زموږ خلګ د پوهني د سويې له مخي، د ماقبل تاريخ په زمانه کي واقع وه.
مثلا زه نه پوهيږم چي د کيميا، بيولوجۍ، جغرافيې او نورو څخه به کوم مضمون د امير حبيب الله خان او شاه امان الله خان په دوره کي د افغانستان د معارف په درسي نصاب کي شامل سوي وي، خو دغه مضمونونه د محمد ظاهر شاه خان د دورې په سر کي د معارف په درسي نصاب کي شامل وه ، درسونه يې ورکول کېدل او ازموينې يې اخيستل کېدلې. لېکن په هم دغه وخت کي لا دغه مضمونونه په افغاني ټولنه کي د منلو وړ نه وه، ځکه نو خلګو خپل زامن مکتب ته نه ورکول وېل به يې مکتب هلکان کافر او بې غيرته کوي. په ښارونو کي خو لا نه، لېکن په کليو کي وېل کېدل: “که هلک مکتب ووايه بيا ټک ولله که په وکې اوموږ ټوله قومي دښمنئ لرو.” د کيسو وخت نه لرۍ که نه ما به د ډيرو کسانو کيسې درته کړي واي. ځکه خلګو، ان د هغه وخت منورينو، د نورو بيرته پاتي هيوادونو غوندی د مځکي او ټول طبعت په اړه د ماقبل التاريخ، د پخوانيو زمانو پوهني او مالوماتونو ته عقيده لرله. د بېلګې په توګه د تاريخ پخوا د زمانو د پوهني له مخي اسمان همداسي چي مالوميږي، پر خپل ځاي ولاړ او نيلي رنګ لري. خو مځکه د غوايي پر ښکر پر خپل ځاي ولاړه ده، ښور نه خوري، خو کله چي غوايی ستړئ سي، نو مځکه له يوه ښکره بل ښکر ته اړوي او د غوايي دغه کار د مځکي د زلزلې لامل ګرځي.
اروپايانو هم تر رينسانسه پوري همداغه شان عقيده لرله چی مځکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده، خو د هغوي غوايی د ماهي پر ملا ولاړ و.
د خلګو پوهني همدا ډول، څلورعناصر لکه خاوره، اوبه اور او هوا ، هغه اصلي توکي گنل چې نور هر څه ځني جوړ دي . په داسي حال کي چي په هغه وخت،۹۶ عنصرونه ، لکه سره زر اکسيجن هايد روجن، اوسپنه او نورکشف سوي وه.
کله چي به لمر يا سپوږمۍ تندري ونيول، نو خګو به وېل چي په دنيا کي ګناوي زياتي سوي دي او خداي زموږ په ګنا وو لمر يا سپوږمۍ خوارکۍ نيولې ده. ، نو به موږ د خلګو سره د کندهار د عيدګاه لوي مسجد ته تلو او هلته به مو صلواتونه ويل، چي موږ اسلاتونه بلل.
دغه صلواتونو به تر هغه وخت پوري دوام کاوه چي لمر يا سپوږمۍ به ورو، ورو تندري ايله کوله او روښانه کيدله به. په دغه کار به ټول خلګ خوښ سول چي خداي مو دوعا قبوله کړه، هغه دۍ لمر يا سپوږمۍيې وبخښله چي زموږ په ګناه يې نيولې وه. ځکه به نو خوښه خوشالي سوه. وروسته به ملايانو او لويانو دوعاوي وويلې او موږ به څو امينونه ور سره وويل، زياتي به ټول خوښ خوشال د کورونو پرخوا روان سوو، خو وروسته مود جغرافيې په مضمون کي ولوستل چي د غه د لمر او سپوږمۍ خسوف او کسوف دى. خلګو به نو خود حق درلود چي ووايي ، مکتب هلکان خراپوي. همدا ډول ټولو خلګو فکر کاوه چي مځکه هواره پرته ده، لمر او اسمان پر را خيژي، جهان روښانه کوي، ورو، ورو ځي، پر مځکه راګرزي او ماځګر بيرته لويږي او دغه کار تل ادامه لري. البته څوک نه پوهيدل چي لمر چيرته لويږي، خو هغه به سهار بيا را پورته کيدۍ او ورځي او شپې به يوه په بلي پسې راتلي. ځکه نو دغه خبره ناروا او نوې وه چي لمر ځاي پر ځاي ولاړدى اومځکه پر را ګرځي. په پخوا زمانو کي د نړۍ عالمانو هم فکر کاوه چي مځکه د کايناتو مرکز دي، خو نننی علم بل څه وايي چي تاسو تر ما ښه په پوهيږئ .
د انځور بېان: په اروپا کې د هوارې مځکي تصور،١٨٩٣ کال.
نور بيا