په افغانستان کې د مشروطيت د پاره مبارزه

په افغانستان کي د مشروطېت لپاره مبارزه
( دليکنې د دغه لړۍ درېمه برخه)
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره مشروطه اول منزل است
——————————–…—-
د نولسمي پېړۍ څخه د شلمي پېړې تر پېل پوري په افغانستان کي د ملوک الطوايفۍ شکل بدلون وموندۍ، ځکه د امير شېرعلي خان په وخت کي د فيوډالي اقتصاد په بهير کي، تجارتي پانګه هم را منځته سوې وه او د هغې له څنګه د نوي فرهنګ او صنعت نښي هم ليدل کېدلې.
د سيد جمال الدين افغان او دامير شيرعلي خان اصلاحاتي پروګرامونه د اتلسوه دريشپېتم کاله نه تر اتلسوه دوه اويايم کاله پورې دوام وکړ. بېلگې ېې د “شمس النهار” دجريدې خپرول اود “حربيې ښوونځى” پرايستل وو. خو انګريزانو په بېرته پاتي هيوادونو کي د مشروطيت او ډموکراسئ سره سخته دښمني کوله او د هر ډول پوهي او پر مختګ پر ضد وه، ځکه يې نو پر افغانستان د دوهم ځل لپاره تېرى وکړاو په دې توګه يې دخپلو نورو اهدافو سره د مشروطه اصلاحاتو کمبله هم ټوله کړه.
خو د حبيب الله خان په وخت کي له ۱۹۰۱څخه تر ۱۹۱۸ پوري په افغانستان کي بېلا بېل ا اصلاحات بيا پېل سول، شخصي مدرسې، کتابتونونه او جريدې منځته راغلې. سربيره پر هغه څرنګه چي د امير عبدالرحمن په وخت کي د دولت مرکزيت او سر تا سري امنيت د کرني د اضافي محصولاتو تجارت پراخ کړۍ و ، نو يې په ملي کچ د تجارتي پانګي د منځته راتلو زمينه هم برابره کړې وه او تجارت نور هم مخ په وړاندي تلئ، نو په مرکز او ځىنو ښارونو کي داسي ډير کسان را پيدا سوي وه، چي خارجي اخبارونه په لاس ور تلل، هغه يې مطالعه کول او د بيلو ورځپاڼو مالو مات يې يو له بله مبادله کول.
د روښنفکرانو دغه ډول وړو ډلو چي په شرو کي يې د تجارتي ملي پانګوالو او ازاد فکرو مځکه لرونکو استازىتوب کوى، وروسته د پاچا د بې پولې واک د را کمولو، خپلواکئ ګټلو او د اساسي قانون د منځته را وړلو لپاره مبارزه پېل کړه. علامه عبدلحي حبيبي د مشروطه غوښتونکو دغه مبارزه پر اول او دوهم مشروطيت ويشلې او سراج الاخبار د هغه لمړنی فکري جنبش بولي.
حبيبي وايي: “د شاهي ديني مدرسې او د حبيبې د دار العلوم ( د حبيبې ليسه) يو شمير پوهانو د حبيب الله خان دربار ته يو وړانديز کړئ و، چې د پوهانو يو انجمن جوړ کي او هغوي په کابل کي د سراج الاخبار په نامه يوه جريده خپره کړې. د سراج الاخبار دغه انجمن د مشروطيت لمړنی فکري جنبش ګڼل کيدلاي سي .”
د دغه انجمن ريس مولوي عبدالروف خان “خاکي کندهاری” وو او منشي يا محرر يې محمد سرور خان “واصف “، د مولوي احمد خان الوکوزي زوي وو. ليکن ددغه اخبار ېوازې يوه گڼه په ۱۹۰۵ کال کي خپره سوه
خو انګريزانو د هغه پر ضد سخت غبرګون وښود او امير حبيب هغه منعه کړ ه.
په دغه وخت کي په کابل کي بېلا بېلي ډلي منځته راغلي وې،لمړۍ يې د دربار “لبرالان” وه چي د رژيم په دننه کي يې اصلاحات غوښتل.
دوهمه ډله “پټ ملي جمعيت” وو چي په ۱۹۰۹ کال کي منځته راغئ، په هغه کي د حبيبې د مدرسې د کورنيو او هندي مسلمانانوښوونکو او تر مدرسې دباندي منورينو او ان د دربار ځنوي کسانو برخه لرله.
دريمه ډله يې يو شمير روښنفکران وه چي خپل مستقيل فعاليت يې کاوه او د نورو ډلو سره يې هم اړيکي لرلې. د پټ ملي جمعيت اهداف او غوښتئ د دولت په دننه کي تر اصلاحاتو سربيره د خپلسري دولت پر ځاي ډيموکراتيک دولت، د ملي خپلواکي ګټل او د نوي فرهنګ خپرول وه. په دغو کي داسي کسان هم وه چي د کودتا له لاري يې د رژيم بدلول غوښتل. د دوي د حزب تشکل د پټ ګوند پر بنسټ جوړ سوې وو. د جمعيت د مو سيسانو هر غړي لس کسان له ځان سره متشکل کول چې يوازي يې له ده سره غونډي کولې او غونډي يې هم د ميلې او ميلمستيا وو په شکل وې. د کښتو سازمانو غړو يوازي خپل انډيوالان او د رهبرئ هماغه يو مشر پيژندئ، هغوي تقريبا د جمعيت نور غړي نه پيژندل.
د جمعيت لارښوونکې ډله هماغه د وړو سازمانونو لارښونکې وه.
په پاي کي جمعيت يوه پريکړه کړې وه چي ټول غړي ېې بايد توپنچه(تفنگچه) له ځانه سره وګرځوي.
ليکن کله چي د ۱۹۰۹ کال په ژمي کي په جلال اباد کي د امير حبيب الله خان، د وژلو هڅه وسوه نو کوم پټ لاس د جمعيت ليست د ټولو پريکړو سره امير حبيب الله خان ته ورسوئ، چي په هغه کي د جمعيت د ډيرو غړو نومونه شامل وه.
کله چي امير هغه وليدئ نويې د هغوي د وژلو او يا بندي کولو فرمان ورکړ خو امير دا خبره هم کړې وه چي
فهرست ډير لوي وو، اوهغه په اور کي واچاوه، که نه ډير نور خلگ به هم برباد سوي واي.
په دې توګه د هغه غورځنګ مشران چي “سراج الاخبار” يې پېل کړئ او د لمړی مشروطېت غوښتونکو غورځنګ يې مخ په وړاندي بيوئ يا له خپلو هيلو سره په توپ کي والوزول سول او يا هم په زندانو کي ځنځير او زولانه سول.
خو مشروطه غوښتونکي د توپ مخي ته په زړه ورتيا دريدل او خپل ځانونه يې د مشروطېت په لاري کي قربانول. يوه له اعداميانو څخه د توپ له اړخه له سپايانو وغوښتل چي يو قلم او کاغذ ورکړي، هغوي ور کړ، او ده په ارامو اعصابو په ښکلي خط وليکل:
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره مشروطه اول منزل است
دغه د حبيبيې د مدرسې معلم ملا محمد سرور خان د مولوي محمد خان الکوزي زوي وو.
نور بېا….

Comments are closed.