يوه بل سرتېری ميړنی او د ډګرونو اتل
له ژوند سره وداع وکړه
د جون شلمه ۲۰۱۵ کال
تل به نه وي شګفته ګلزار د عمر ـ نه به جوړ وی هميشه بازار د عمر
لکه سيند د آباسيند په غورزی درومی ـ هسی يون دی په تلوارتلوار دعمر
سرکشی لری تر هسې حده پورې ـ چې نيوئ نه شی هيڅوک مهار د عمر
په ساعت د سلو کالو ياری پرې کا ـ بی وفا په هسې رنګ دی يار د عمر
زمونږ د مورچلونو او غورځنګونو يار، د سنګرونو او رزمونو اتل د ايمان او آرمان له يارانو سره مخه ښه وکړه او د تلپاتې ابديت سره غاړه غړئ شو .
ګل رحمن « وفا » يادوو ، هغه د څيرو ګريوانونو ، پښو ابلو ببرسرو، خيرنو او په ژړاګانو او فريادونو د ستړو ماشومانو عاشق ، د بی اسرو ، بی شتو او بی هيلو افغانو کونډو او رنډو د اسويلو ترجمان يادوو. هغه چې د پرهر پرهر هيواد او ربړيدلی ولس نه د دفاع په سنګرونو کې يې د سود او زيان څخه بی خياله سر په ورغوی کې ګرځاوه . هغه « وفا » يادوو چې غوښتل يې تيارې په رڼا، نا اميدی په اميد ، ژړا په خندا او موسکا او زاړه زبيښلی دنيا په نوی غوړيدلی او بسيا نړۍ واړوی . هغه نر او ميړنئ يادوو چې د انسانيت او عدالت څخه د دفاع توغ يې تر وروستی دمه پر مځکه کښېنښود .
ګل رحمن « وفا » په بی ساری ميړانې سره خپله چټه ځوانی او ټول شته د لوړو انسانی آرمانونو د تحقق لارې ته وقف کړل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې د منځنيو پېړيو د جهالت تيارې تعقيب کړې او د ورسره مشعل د رڼا په پوپنا کوونکو وړانګو يې تری تم کړې . « وفا » د بيدار شئ ! را ويښ شئ ! راپاڅئ ! په چيغو سره د پيړيو خوبولی را ويښ کړل او د انسان او انسانيت څخه د دفاع د سوبمنو پلتنو سره يې يو ځای کړل .
ګل رحمن « وفا » د لوړو انسانی فضائلو ، اخلاقو او سجاياؤ خاوند وو . د ټولنيزو بې عدالتيو د مختلفو ډولونو سره نا پخلاکيدونکی دښمن وو.
په ګران هېواد افغانستان کې يې د روان ناورين په وړاندې خپله کرکه او غوسه نه شوای پټولای او لکه زمرئ به پر بی عدالتيو او قانون ماتونو بلوسيده.
ګل رحمن « وفا » د خپلو يارانو او خلکو په منځ کې ، مهرابانه ملګری ژمن دوست ، ملاتړۍ او غمشريک وو . د تقواء او پرهېزګارئ ، ايمان او باور هڅو او هاند ، ايثار او سرښندنې له پلوه نمونه او مثال وو .
ګل رحمن « وفا » د خوست ولايت په متون کې په يوه وطنپاله کورنۍ کې زيږيدلی ، لومړنی زده کړې يې د غرغښت په ليسه او د خوست په ميخانيکی ليسه کې تر سره کړی وې . « وفا » د برېښنا په رشته کې زده کړې کړی او په وياړلی کابل کې يې د ټولنيزو او سياسی علومو له انستيتوت څخه برئ ليک تر لاسه کړی دی .
مرحوم ګل رحمان « وفا » په ۱۳۵۷ کال کې د بلخ ولايت د کود او بريښنا د رئيس وروسته د کابل ښار د سب ستيشنونو د لوی آمر په توګه دندې سر ته رسولی دی . د ګران هېواد څخه د جلا کيدو او پرديسی ته د اوښتون په موکه د برېښنا مؤسسې د مرستيال په دنده بوخت وو .
مرحوم « وفا » د ۱۳۴۷ کال را په دې خوا سياسی هلې ځلی پيل کړی ، د پخوانی د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند د بلخ د ولايتی کميټې غړی او د اوبو او برېښنا وزارت د لومړنی ګوندی سازمان د منشی په توګه پاتې شوی دئ .
« وفا » د افغانستان ملی ګوند په تأسيس ، غښتلتيا او پراختيا کې نه هېريدونکی ونډه درلوده او په بيساری ميړانه سره يې د دې ګوند د ټولنيز بنسټ د پراخيدو په لاره کې جوړوونکی هڅې او هاند وکړ. مرحوم « وفا » د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا او د دې ګوند د برتانيا د شورا غړی هم وو . برسېره پر دې ارواښاد « وفا » په برتانيا کې د افغانانو د مشورتی بورد مالی مسؤل هم پاتې شوی دئ . مرحوم « وفا » په پرديسی کې د هېواد سره تاوده مينه پاللی او ګاللی ده او په برتانيا کې يې د مهاجرو افغانانو په ټولو سياسی فرهنګی او ټولنيزو هڅو کې فعاله او آغيزمنه برخه لرلی ده .
ارواښاد «وفا» د هېواد د نږدې څلوېښت کلن ناورين د ناوړه پېښو تر آغېز لاندې د خپل ولس په دردونو کړيدلی دی ، په ځانګړی توګه د هيواد د مليونونو مهاجرينو د ستونزو او کړاؤونو سره يې له نږدې اړيکې درلودې او تل د هېواد د راتلونکی په اړه انديښمن وو .
خدای بښلی ګل رحمان « وفا » د روان کال د جون د مياشتې په ۱۹ نېټه د جمعې ورځې د ماسپيښين په ۱۵:۰۰ بجو د لندن د کوينز اليزابت په روغتون کې د ور پېښې شوی اوږدې ناروغۍ له امله د ۶۴ کالو په عمر له فانی نړئ سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون .
د ارواښاد ګل رحمن « وفا » مړينه د هغه درنې کورنی ، د وطن د ترقی ملی ګوند او د هېواد د روڼ آندې نهضت له پاره نه جبران کيدونکی ضايعه بلل کيږی .
د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا ددې درنی ضايعې له امله په درنښت سره د خپلې بيساری خواشينۍ او تسليت تاوده مراتب د مرحوم «وفا » درنې کورنئ ، د وطن د ترقی ملی ګوند مشرتابه ډلې او ددې ګوند ټولو وطنپالونکو غړو ، د هيواد رون آندی نهضت او اتل افغان ولس ته وړاندې کوي او د مرحوم روح ته د دعا لاسونه لپه کوی .
روح دې ښاد وی ، تل دې ياد وی .