د وطن د ترقی ملی ګوند د دارالانشاء د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دوطن دترقی ملی ګوند

ددارالانشا

د غم شریکی او تسلیت پیغام

 

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواددسیاسی نهضت ځلانده ستوری ،تاریخی شخصیت ، دوطن دنا خوالو ،بی عدالتیو په وړاندی ،متین اونه ستړی کیدونکی مبارز دوطن دترقی ملی ګوند فعاله ،با دسپلینه سازمان ورکونکی او دخپل تخلص سره سم وفادار غړی ووچی دخپل ګران ژوند دځوانی ښی ورځی داستبداد او ټولنیزو بی عدالتیو پر ضد دمبارزی په لاره کی تیری کړی اوخپلی وروستی سلګی هم ددی لاری سره یو ځای کړی دتل لپاره په خپل ابدی خوب ویده شو .انجینر ګلرحمن وفا یوه تکړه مسلکی ماهر، د هېواد د پرمختګ او سمسورتیا د لارې نه ستړی کیدونکی مبارز او د وطن ترقی ملی ګوند د لوړو مرامی اهدافو د تحقق  د لارې غښتلی لاروی له دې فانی نړۍ څخه سترګې پټې کړې.. دوطن دترقی ملی ګوند غړی اودهیواد ټول وطندوستان به دملګری وفا دغه لوړ شخصیت هیڅکله له یاده ونه باسی اودتل لپاره به دده دویاړه ډکی لاری لارویان اوسی او ګام په ګام به یی دټولو قربانیو په منلو سره تعقیبوی او پر مخ به ځی ،دملګری وفا مړینه دوطن دترقی ملی ګوند ، دسیاسی نهضت او داروپایی سازمان اوپه ځانګړی توګه دبریتانیا سازمان لپاره درنه ضایعه بولی او ددی ګوند ټول غړی ، اجرائیه شورا ،دارالانشا او شخصا دګوند رئیس ، دخوږملګر ی مرحوم وفا درنی کورنی ته تسلیت وړاندی کوی او ده ته دبرین جنت ارزو کوی دمرحوم وفا روح دی تل ښاد وی.

     انالله و انا الیه راجعون  

             مرحوم ګل رحمان وفا د جون د میاشتي په ۱۹ مه نیټه د جمعي د ورځې د ماسپښین په ۳ بجو د لندن ښار د کوینز الیزابت په ښارکی د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپیښه شوی وه  د ۶۴ کلونو په عمر وفات شو . ارواښادوفا د خوست ولایت د متون په کلي کې دنیا ته سترګې غړولي او لمړنی زده کړي ئی د غرښت په ابتدایه  ښوونځې کې سرته رسولی وی  . هغه د بریښنا په رشته کې د خوست په میخانیکي لیسه او هم نورو تعلیمي موسسو ،  او په کابل کې یي د ټولنیزو او سیاسي علومو په انستیتیوت کې هم زده کړي وی . مرحوم کل رحمان وفا په ۱۳۵۷ کال کې د بلخ ولایت د کود او برینښا د رئیس په توګه او له هغې وروسته د کابل ښار د سب سټشنونو د لوي امر په توګه دندي سرته رسولي دی . ارواښاد وفا د افغانستان څخه د وتلو په وخت کې د بریښنا موسسي د مرستیالی په دنده بوخت ؤ . مرحوم وفا په ۱۳۴۷ کال کې ګوندي فعالیتونه پیل کړي ، هغه د پخوانې ډموکراتیک خلک ګوند د بلخ د ولایتي کمیټي غړی او هم د بريښنا وزارت د لمړنې سازمان منشي پاتې شوی دی . هغه د افغانستان د ملي ګوند په جوړولو کې زیاتې هڅې کړي او د وطن د ترقۍ د ملي ګوند د برتانیا د شورا او د هغه ګوند د اروپا د شورا غړی ؤ . برسیره پردي ارواښاد وفا په برتانیا کې د افغانانو د مشورتې بورد مالي مسول هم پاتې شوی دی. مرحوم وفا  په ۱۳۷۳ کال کې وطن پریښودو ته اړ او برتانیا ته کډوال شو  ، مرحوم وفا په لندن  کی د افغاني ټولني په ټولو سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده . هغه په افغانانو او انسانیت ډیر مهربانه وو ، میلمه پاله او مرستندویه انسان ؤ . هغه دوه ودونه کړي وه ۴ زامن او ۲ لوڼې لري . د هغه ناببره مړینه د افغانستان روڼ اندي نهضت او د وطن د ترقۍ ملي ګوند ته لویه ضایعه ده .                              

 روح دي تل ښاد وي                      

 

 

عبدالحی مالک

دوطن دترقی ملی گوند رئیس

Comments are closed.