د روسیی اوبیلاروسیی سرتاسری شورا

دافغانستان ملی ګوند

د روسیی اوبیلاروسیی سرتاسری شورا

اجندآ  د  دریمی مادی (وړاندیزونو او نظریو)

په هکله دفعالینومشورتی غونډی پریکړه لیک

نیټه ۲۰۱۰ کال داګست ۲۱ مه

په روسیه او بیلاروسیه کی د افغانستان ملی ګوند دفعالینو مشورتی غونډی دملی ګوند دکارونو دښه پرمختګ اود نیمګړتیاو دلری کولو په خاطر ګډون کوونکو خپل هراړخیزه وړاندیزونه ، نظرونه او انتقادونه په لاندی ډول طرحه او پریکړه وشوه چی هغه وړاندیزونه چی دافغانستان ملی ګوند مرکزی شورا او اجراییه شورا پوری اړه لری رسمآ دګوند مشرتابه ته وسپارل شی  :

وړاندیزونه :

۱ – داچی د (افغانستان ملی وحدت دولسی تحریک،دافغاستان ملی یووالی ګوند او ملی ګوند دیوځای کیدودپاره دانسجام د واکمن کمیسون له خوا د ۱۳۸۹ کال دچنګاښ په ۱۴ نیټه ) د افغانستان په دی حساسو شرایطو کی د واحد ګوند دجوړیدو ګډه اعلامیه د دری واړو ګوندو د مشرتابه هیآتونو له خوا لاسلیک شوه . وړاندیزکیږی چی ددی ګډی اعلامیی او ددی اعلامیی دمکانیزم دپلی کولو دټاکلی وخت پوری د افغانستان دسولی غورځنګ ګوند، دتفاهم نهضت او د یووالی دپوهاوی ( بلندویانو) دمشرتابه هیآتونو سره اړیکی پراخه ترڅو د نوی واحد ګوند کنګری دجوړیدو پوری پروسه کی شامل شی .

۲ – الف : په  ټولنه کی هـر سیاسی ګوند دخپلی کړنلاری دموخو دترلاسه کولو له پاره پراخ سیاسی – تبلیغاتی کارته ضرورت لری اود هرسیاسی ګوند نشراتی ارګان (ورځپاڼه) دهغه ګوند ژبه ګڼل کیږی . دافغانستان ملی ګوند مشرتابه ته وړاندیز کیږی چی د واحد ګوند دکنګری دجوړیدو پوری دافغانستان ملی ګوند نشراتی ارګان (ملی پیام ) چی تراوسه په غیر منظم ډول اویا په دی ورستیو کی د ځینو ګوندی ملګرو په وینا په حق سپارل شوی فعال او په افغانستان کی تیریدونکو پیښو ته پراخ انعکاس ورکړل شی .

ب : نژدی یوکال په موده کی دانترنیت په نړیوال جال کی دافغانستان ملی ګوند دملی پیام په نوم ویب پاڼی (www.millipayam.com) په کار پیل کړی دی. لکه څرنګه چی لیدل کیږی زمونږ دویب پاڼی خپرونی د نورو افغانی ویب پاڼو په پرتله ډیری کمزوری اود افغانستان اونړی په هکله روانو پیښو ته کمه پاملرنه کیږی . په اروپاکی دافغانستان ملی ګوند شورا ته وړاندیز کیږی چی د ملی ګوند ویب پاڼی غنی کولو ته جدی پاملرنه وکړی ترڅو وکولای شو په افغانستان کی د روانو پیښو په باب دهیواد څخه بهر استوګنو افغانانو او نړیوالو ته د حالاتو په برخه کی  پوره معلومات په لاس ورکړو.

۳ – په دی ورستیو وختونو کی دافغانستان دسیاسی – نظامی وضعی په برخه کی دهیواد په دننه او بهرنیو ډله ییزه رسنیو کی دامنیتی حالاتو لاخربوالی، د دولتی ځواکونو ،  دولت دمخالفینو او نړیوالو ځواکونوپه پوځی عملیاتوکی دملکی بی ګناه وکړو د تلفاتو زیاتوالی ،د اداری فساد او بشردحقوقو څخه سرغړونو پراخوالی ، دافغانستان دځمکنی بشپړتیا په برخه کی دځینو کورنیو او بهرنیو کړیو له خوا په خاص ډول په هند کی د امریکا دمتحده ایالتونو پخوانی سفیر ،امریکایی دیپلومات اوپه افغانستان کی دملګروملتونو داداری پخوانی مرستیال پیترګالبیرت  له خوا دهیواد ویشنی(تجزیی) په باب څرګندونو، اوپه دی وروستیو وختونوکی دافغانستان د ۹کلنی جګړی په باب د ویکی لکس انترنیت ویب پاڼی له خوا د۹۰ زرو څخه زیاتو جنګی اسرارو خپریدل دافغانستان په دننه اوبهرکی میشتو کډوالو افغانانو په مینځ کی اندیښنی را پورته کړی . په همدی ډول د۱۳۸۹ کال دجوزا په میاشت کی دسولی مشورتی جرګی دایریدل، په کابل کی دنړیوال کنفرانس جوړیدنه او داسی ورته پیښی .

دافغانستان ملی ګوند مشرتابه ته وړاندیز کیږی چی د داسی پیښو په باب د ګوند دریځ روښانه اود ګوندی سازمانونو او ګوندی غړو ته  دندی وټاکی .

۵ – په روسیه اوبیلاروسیه کی دافغانستان ملی ګوند دفعالینومشورتی غونډه سرتاسری شوراته دنده سپاری چی پورتنی وړاندیزونه دافغانستان ملی ګونداجراییه شورا ته په خپل وخت وسپا ری .

په روسیه اوبیلاروسیه کی د (ا.م.ګ)

دسرتاسری شورا رییس

نجم الدین شـــــــــــــیرزاد

Leave a Reply