ګوندي یووالی

ليکونکې نور وهاب څپاند14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n 

یوه تاکتیکې ستراتیژیکه کړنه ده، چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د فکري تشکیلاتې پوهاوي او موافقت په پایله کې شکل مومې . ګوندی یووالی د سیاسي ګوندونو، سازمانونو ، ډلو ،  ګروپونو او ځانګړو سیاسي شخصیتونو د راټولېدو او د ټاکلو موخو د لاسته راوړلو په لور د لیدو وړ ټولګي د رهي کېدو لامل ګرځي . ګوندي یووالی هغه وخت امکان پيدا کوي چې د وحدت کوونکو خواؤ تر منځ په فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخو کې ورته یا واحد نظر د پوخوالي بهیر خپل کړي . په یادو برخو کې د اختلافونو لیرې کېدل ګوندي یووالي ته د یوې ټولګي په رسېدو کې ستر رول لوبوي . په دې توکه د یووالي بهیر ، د هغې بریا ، د پلې کېدو څرنګوالی ، پایښت او تجربې یي د ارزښت وړ دي . له دې کبله د ګوندي یووالي بهیر له پیل کېدو ړومبی په فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخو کې د موافقت موارد زیاتول او له دې لارې د خواشینونکو ماتو څخه د یووالي پروسه ژغورل ډیر اهمیت لري ! د نیږدې یا ورته موخو لرونکو ډیرو ګوندونو او سازمانونو ، پر ځاي له هغوئ تشکیل شوي سیاسي ټولګه چې په فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخو کې د توافق له مخې ګډې همکارۍ او شریک کار ته زړه ښه کړي او د واحد ګوند په جوړولو سلا شي ، د ډیرې پاملرنې وړ ګڼل کیږي . د ګوندي یووالي په بهیر کې فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخې د نورو په پرتله جوت ځاي لري . یانې که د ګډ ګوند د موخو په ټاکلو ، د لارښوونې په مرکزي او سیمه ایزو ارګانونو او شوراګانو جوړولو ، د ګډې سیاسي پالیسۍ په تبلیغولو موافقه او د هغې د کنترول په میکانیزم هوکړه ونه شي او پلې کېدل یي ضمانت نه شي ، ګوندې یووالی نه کیږي . د وحدت خواشینونکې بیلګو هغه وخت وحدت پلوي خواوې د ګواښ سره مخامخ کړي چې د نیول شوي تصمیمونو له پلې کېدو څخه پښې اړول شوي . تجربو ښودلې چې د یووالي په بهیرونو کې ډیرئ وختونه په فکري لېد لورې د توافق پر ځاي په ګډ تشکیلاتې جوړښت کې د حساسو موقفونو د تر لاسه کولو په موخه په تشکیلاتي توافق ټینګار شوی او ورسره سم په تبلیغاتي ساحه کې د اغیز ښیندلو هڅو ته هم ادامه ورکړل شوي چې په پایله کې له لږې مودې ګوندې کار وروسته ، فکري اختلافونو په تبلیغاتي او د ګوندې سیاسي پالیسۍ د وړاندې کولو په برخو کې سر راپورته کړی چې د یووالي پر ځاي یي د ګوندي جلاوالي دګر پرانیستۍ . له دې کبله د وحدت کوونکو خواؤ له لورې د فکري ګوندي اډانې د پخیدو نه مخکې هر ډول لنډمهالو تشکیلاتي میکانیزمونو کې ننوتل ښایي د یووالي خواوي د جلاوالي په لور بوزي . هر وخت چې ټولنه د ژور بحران او جنګ جګړو په ګرداب کې پریوتي هېوادنی سیاسي کتلې د انقطاب په اوږدې ناروغۍ اخته شوي . ځکه بحران او جګړه زیږونکې ګړۍ د لوي ګوندونو چې ملي سراسري کرکتر ولري د جوړیدو مخنیوی کوي . هغوئ دموکراتیک او هېوادنې ګوندونه د خپلو شومو پلانونو د پلې کولو د لارې غټ خنډ بولي . په داسې شرایطو کې چې د ملي سراسرې ګوند د جوړولو په ترځ کې ، څرګندې کړۍ له بربنډې لاسوهنې نیولې د ګوندې سیاست په ډګر کې د ګوندونو د بدنامولو او د هغو سیاسي سوداګرو کړیو چې ګوندي اکټونه کوي د رامخته کولو هڅې جارې ساتي ، د پرله پسې کلکې مبارزې د جارې ساتلو تر څنګ د شته دموکراتیکو هېوادنیو ګوندونو او سازمانونو په منځ کې د فعال سیاسي کار د مخته بیولو له پاره د منظمو هلو ځلو کول اړین بلل کیږي . که هر څومره د یاد شوي ګوندونو او سازمانونو په منځ کې سیاسي کار پیاوړی وي ، له یوې خوا هغوي په ټولنه هېوادنی اغیز ښیندي او له بلې خوا په خپلو کې د سیاسي ګوندې کار د تجربو راکړه ورکړه کوي او په دې توګه د دوي تر منځ د اتحادونو د جوړیدو او د واحدې فکري اډانې د رامنځته کېدو او پوخوالي اړینې زمینې برابریږي . لېدل شوي چې د یووالي له پاره د تیاریدو د لیږد په مرحله کې ګوندي سیاسي کارونو ته لږ شا اړول شوي ، دې چلن له یوه پلوه ګوندې یووالي ته کومه ګټه نه ده رسولې او له بلې خوا یي د ګوندي شورا ګانو د غیر فعال کېدو او د یو شمیر ګوندي غړو د مورال د لویدو زمینه برابره کړي ده . په داسې شرایطو کې د واقع کېدو له امله چې کله ګوندي بهیر د ستونزو ښکار شوی او له بلې خوا په بهیر کې شاملې خواوي له عادې ورځنیو ګوندي فعالیتونو څټ ته لویدلې ، د ډیرئ ګوندي غړو د نیمه خوا کېدو او د ځینو سازمانونو د پاشل کېدو لامل شوي . په دې اساس دا به غوره وي چې لمړی تر هر څه د ګوندي یووالي اړتیا په پوره ځیرتیا وارزول شي ، له هر څه وړاندې د یووالي په فکري اړخ موافقه حاصله شي او له هغې وروسته په دموکراتیک ډول د لنډمهالو تشکیلاتو په بڼه کار وشي او د ګوندي بهیرد وړاندي تګ د مالوماتو خپرولو واحده تبلیغاتې ژبه وکارول شي . په هغو ټولنو کې چې جګړو او بحرانونو یی بدنې جړکولې ، خلک یي په اندیښنو، نا هیلۍ ، بې باورۍ اخته کړي ، په طبیعي ډول یي د سیاسي ګوندونو اډانې پیاوړې نه بریښې . په دې حالاتو کې د ګوندونوغړې لږیږي او د خپلواکو سیاستوالو شمیر چې زیمه وارۍ او دندې یي کمې وي ډیریږي . هغوئ ګوندي کار او فعالیت ته د ګوتې نیغونې په ترځ کې د نیږدې کېدو او یووالي بیلا بیل وړاندیزونه مطرح کوي . دا طبیعي خبره ده ، خو د ګوندي کار او فعالیت بهیر کې ګډون نه کوونکې ، ښایي د ټولو هغو ستونزو سره دومره بلد نه وي ، څومره چې ګوندي غړي ورسره لاس او ګریوان دي ! له بلې خوا د ګوندي تشکیلاتو څخه د باندې کسان د ګوندي فعالیت د پرله پسې جریان او د ګوندي مسآلو او پیښو د ظهور او حل له څرنګوالې لږه خبرتیا تر لاسه کولی شي . له دې امله د ګوندې بهیر د پیل او مخته بیولو په چارو کې د ګوندونو عینې ستونزې درک کول ، د هغوئ په وړاندې د پرتو مسآلو حل ته په معقول ډول او له احساساتو پرته د لارو موندلو فرصت ورکول اهمیت مومي .

 په لنډیر سره ، ویلی شو چې ګوندي یووالی زیات ارزښت او اهمیت لري . د ګوندي یووالي بنسټ د هغې د فکري اړخ د توافق په پایله کې ایښودل کیږي چې تشکیلاتي او تبلیغاتي اړخونه د یووالي بهیر په بشپړیدو کې ځانګړی رول لري . ترڅو په فکري اړخ توافق نه وي شوی ، لنډمهالو تشکیلاتو ته ننوتل، د ځینو هوکړو کول ډاډمن نه ښکاري . یووالي بهیر ته له ننوتو د مخه د فکرې او تشکیلاتې تیارۍ په موخه د اتحادونو په نورو بڼو تمرین کول یو د بل په نظریو او موقفونو پوهېدل بې ګټې کار نه دی . په پوره ځیرتیا او تیارۍ یووالی کول پایله لري . پایداره یووالی واحد ګوند او ګوندې سیاست ته اعتبار بښې . یووالي بهیر ته د کار په موقه ، ګوندې فعالیت ته اړینه پاملرنه کول، ګوندي مرکزې ارګانونه او شوراګانې فعال ساتل ، له ټولو پرمختیاؤ ګوندي غړې خبرول د ډیرې پاملرنې وړ دي .

غونډه

m agha (2)

دافغانستا ن ملي ترقي گوند

نېټه 2020406

په غونډه کې محمداسماعيل غرنی دگوند داروپايي برخې مسول مشر،نور وهاب څپاند د لندن،محمدالله صاپی دفرانسی،داکتر صاحب نور له فرانسی،عبدالخالق صاپی د اتريش،حکيم روان د هالنډ،امير محمد گران دالمان،غفارخان نظري ډنمارک ،داکتر شيرحسن حسن له مسکو نه  ،جانان ميرخيل دگوند مرستيال ،ژعبد لقيوم استاد امريکا،ميرزمان وفادار د گوند ددارلانشا غړی له کابله،گډون درلوده.

يادونه دگوند  ريس محترم عبدد الحیمالک زيا ت کوښښ وکړ چی د سکايپ له لاری غونډه کې گډون وکړي خو تخنيکي ستونزه وه گډون يې ونشو کړای.

 دغونډې اجندا او پرانستونکی وينا محمداسماعيل غرني وکړه

اجندا د ملگرتوب په پوره فضا کې تاييد شوه.

گران صاحب د نړېوالو،سيمې پر حالاتو، کرونا، دافغانستان پر سياسي ستونزود گوند پر اړوند اوږد ه ارزونه درلوده .

د گوند مرستېال جانان ميرخيل د گوند په راجستريشن اود هېواد پر نورو حساسو ستونزو ارزونه درلوده.

وفادار صاحب د گوند د مشرتابه په استازوز ولی د گوند راجستر،کارفعاليتو،د کرونا بد حالت،په اړوند، د يو شمير نورو گوندونو او حلقو سره د گوند ي يوالی رپوټ ملگرو ته وړاندی کړ د وفادار صاحب نه ملگرو زياتی پوښتنی درلوده گوندي مشرتابه ته وړاندوينې درلودی چی وفادار صاحب ټول اړوند وړانديزونه د ځان سره ياداشت کړه چی گوندي مشرتابه ته وړاندی کړي.

پوښتني وړانديزونه !

دگوند  په راجستريشن د وخت او حالاتو سره سم کار ونه شو  زيات وخت ونيوه دا زموږ له پاره تر هر څه اړينه ده، دنورو سره يوالی د گوند له پاره مهم دی خو د تيرو تجربو نه په استفادی بايد وحدتونه دسمواصولو، باورمندی، فکري يوالي متمرکز وي.نور وهاب څپاند د گوند ي ملگروپردندو دريځ اوسنيو حالاتو، ستونزو اوږ مالومات وړاندی کړل، داکتر شير حسن وويل د گوندي ملگرو کار فعاليت د منلو دی ولی د مخکني زاړه سيستم نه بايد راوزو گوند بايد ميډيا او ولس ته داخل شي.استاد قيوم هم د اوسنی حالاتو ارزونه درلوده.محمدالله صاپي دگوند او ټولنې په هيواد کې کړ کړکيچنو بدو حالاتو علمي ارزونه وکړه.

عبدالخالق  صاپي هم د نورو ملگرو په شان ټينگار کاوه چی گوند بايد ميډيايي شي چی ټول وپيژني.

غفارخان  ورته نظر درلوده د گوند د پياوړتېا د هر ملگري دنده وبلله د ټولو ملگرو د جدي کار فعاليت غوښتنه کوله،ما محمداقا شيرزاد هم د ټولو ملگرو د وړانديزونو تر څنگ وويل چی زموږ اوسنی حالت دوخت غوښتنو سره قانع کونکې نه دی ارماني مبارزی کول پکار نه دي عملي کار ته راووزي يوازی د گوند مشران يا مشر معجزه نشي کولای ټول بايد اکتيف شو ميډېا ته راووزو ليکنې وکړو په گوند کې ننداره کول د بل معجزی ته کېناستل د وخت تيرولو په مانا ده هر مشر يابل گوندي دنده لري چی گوندي کار فعاليت ته وخت ور کړي تر څو گوند ديو مطرح گوند په توگه ټولنې نړی سره سيال شي او خپلو موخو ته رسيدل قرباني غواړي.

ملگري محمد اسماعيل غرني د غونډې پر ټولو مهمو مسايلو بحث وکړ او له ملگرو يي غوښتنه درلوده چی گوندي کار فعاليتونه د خپلو شخصي کارونو څخه غوره وشميری گوند د ټولو همفکره ملگرو مجموعی ته وايي اودا موخی هله سرته رسي چی ټول فعال او نه ستړي کيدونکې هلې ځلې وکړو.

 د غونډې کار حکيم روان وارزولو د ټولو ملگرو يي وغوښتل چی په هر برخه کې فعال شو يو بل ته انتظار نشو چی گويا د گوند مشران به معجزه راسا کارونه وکړي گوند بايد ديوه تن وجود په توگه فعال شي وړانديز يې درلود چی که ملگري دوستان دی ته وهڅو چی د هيواد بی وزلو ته د کرونا ناورين په موجوديت کې مرستی را جلب او خلکو ته واستوو.

په درنښت محمد اقا شيرزاد

 

 

ګوندې ژوند

نوروهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

سیاسي ګوند یوه داسې سیاسي ټولنیزه ټولګه ده چې همفکره خلک د هغې لیکې او د مشرتابه ډلګۍ جوړوي . په ګوند کې ګډون او غړیتوب د خپلې خوښي کار دی . خو ګوندي کار او فعالیت د ټاکلې نظم اخیستو او د کوټلو پایلو د ورکولو په موخه د برنامې ، اساسنامې او د سیاسي پالیسۍ د لرلو ایجاب کوي . برنامه د ګوند هدفونه ، اساسنامه د ګوندې فعالیت چوکاټ او د تنظيم څرنګوالی او سیاسي پالیسې د مسألو په وړاندې د ګوندې چلن طرز ټاکې . له دې کبله هر ګوندې غړی باید له پورتنیو درې ګوندي سندونو سره اړینه اشنایي ولري . د ګوندي مشرتابه ډلګۍ پریکړې د یاد شوي اسنادو په رڼا کې صورت مومې . نو ځکه د ګوندي مشرتابه پریکړي هم د ګوندي اسنادو بله مهمه برخه جوړوي چې د هغې د منځپانګې سره بلدتیا هم زیات اهمیت پيدا کوي . د ګوندي اسنادو یوه جوته ځانګړنه داده چې څومره د ټولني د واقعیتونو او روانې وضعې سره سم جوړ شوي دي . ځکه بې له دې د پلې کېدو چانسونه یي لږیږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي . ګوندي اسناد پر له پسې لوستنې او په ذهن کې د هغې د منځپانګې ساتنې ته اړتیا لري . که دا کار ونه شي ، د ګوندي اسنادو د نوي کېدو په اړتیا د پوهېدو زمینې لږیږي . تر څو په ګوندي اسنادو کې اړین بدلونونه رامنځته نه شي ، د ګوندي کار او فعالیت د انجماد کچې د راټيټولو چارې به ټکنۍ وي . د ګوندي اسنادو نوي کول د ګوندي غړو د لا هڅېدو او د هغوي د فعالیتونو د هر اړخیز کېدو سره نه شلېدونکې اړیکه لري . يانې د ګوندي اسنادو اړین بدلون د ګوندي غړو او شوراګانو د ویښتیا او د مخته پرتو ستونزو څخه د سم درک څرګندونه کوي چې د ټولني په وړاندې پرتو مسألو ته د شرایطو مطابق حل لاري لټوي . هغه ګوند زیات فعاله وي چې د مشرتابه ډلګۍ ، شوراګانې او غړي يي په خپلو پوړیو کې خوځند ، دندې پلې کوونکې او رپوټ ورکوونکې وي . همدارنګه په لږو لګښتونو د مهمو چارو د مخته بیولو وړتیا او نوښت ولري . د دندو پلې کېدل په ګوندي ګړندیو اړیکو ټينګولو پورې اړه نیسې . که هر څومره ګوندې اړیکې فعاله وي په هماغه اندازه ګوند د ژوندي ارګانیزم په څير په هڅه او هاند کې مالومیږي . که اړیکې سستې وي ګوند مړژواندی ښکارې او ګوندي غړي يي سرګردانه او ګیله من تر سترګو کیږي . یو په بل شک ، په دندو کې تداخل او دوبلیکیشن د ګوندي کمزورې اړیکو غوره مشخصې دي . ډير غښتلې ګوندونه د اړیکو د کمزورتیا له امله پر مځکه راپریوتې . له دې کبله د ګوندي فعالو اړیکو د سیستم جوړل ضرورې دي . د لاس په لاس ګوندي پيغامونو څخه نیولې بیا ، د پوستې ، تیلفون ، مبایل ، رسنیو ، د معلو ماتې تکنالوژۍ پر مټ د بریښنا لیکونو ، پيغامونو د لیږلو رالیږلو او د مخامخ انفرادې او ډله ایزو کتنو په دایره کې ګوندې اړیکې ټينګول او وده ورکول د ګوندې سیاسي فرهنګ برخه ګرځيدلې ده . هغه ګوندونه چې په دې برخه کې ځانونه ډير پياوړی کړی ، په حقیقت کې یي د ګوندې فرهنګ کچه لوړه بیولې ده . د اړیکو ټينګولو له وسایلو څخه ګټه اخیستونکې ګوندونه خپل اهداف ، د پالیسۍ غټ ټکې د خلکو په منځ کې ښه څرګندولی او روښانولی شي . د روښانه موخو پلې کولو ته د ګوندي غړو شوق او علاقه ، اراده او عزم ډير وي او خلک هم په روښانه هدفونو او پالیسیو پسې په اسانۍ د تګ هوډ کوي . د معاصرې دموکراسۍ د وخت ګوندونه ، روښانو هدفونو ، د معیارې سیاسي پالیسۍ لرلو ته زیات اهمیت ورکوي . ځکه پلې کېدل یي اسانه او ارزانه وي . له رسنیو سره د ګوند دوامداره رابطې د ګوند په ښه پيژندنه کې زیاته مرسته کوي ، په ګوندي کادرونو کې د ګوند او ټولني په منځ کې د مطرح کېدو سالمه سیالې هڅوي او د ګوندي کادرونو د کمیت او کیفیت د ډيروالې سبب کیږي . له همدې کبله نن سبا د ډله ایزو اړیکو او اطلاعاتو وسایل ، په ټوله نړۍ کې خوځښتونه او اوښتونونه هڅوي . په داسې بهیرونو کې هغه ګوندونه د حرکتونو او انقلابونو په سر کې واقع کیږي چې لا له وړاندې د همدې وسایلو او د ګوندي اهدافو او پالیسۍ د ښه توضیح په مټ مشهور شوي وي .

ګوندي ژوند ډير په زړه پورې ، خو په ځينو کچو کې پيچلی او خواشینونکی دی . له دې کبله ګوندې پوهه او هنر غواړي چې په سم ډول سمبال شي . د ګوندې ژوند د لوړو ژورو سره اموخت د ګوندې ژوند په بهیر کې د بریا لور ته د کړکۍ پرانیستل ګڼل کیږي . ګوندې کار د یو شمیر نورو کارونو په څير تل فعاله کار او فعالیت دی چې په تودوخه کې یي ساتل بقا ډاډمنه وې او د سوړوالې لور ته یي رهې کول ستر زیانونه اړوي !

 

دګوندی غونډی راپور!

 په دنمارک کی دافغانستان د ترقی دملي ګوند حزبی سازمان دروان کال د مارچ د مياشتې په پنځمه نيټه دارهوس په ښار کې غونډه وکړه. دغونډې په کار کې ملګرو جان محمد دوړ ، عبدالله سلیمانخیل ، جنرال عبداستار غفوري، انجنیر محمد نعيم قیومی ، شیرآقا ترین او عبدالغفار نظری برخه درلوده.
داجندا سره سم په ډنمارک کې د ګوندی سازمان د فعالیتونو په اړوند غونډی ته راپور وړاندې سو. دحق العضویتونو دراغونډولو په هکله عملی کړنی وسوی او همداډول دګوندی سازمان دکارونو دلاښه تنظیم په اړوند پريکړه وسوه چه په نژدې راتلونکي کې یوه عمومي غونډه راوبلل سی.
دغونډې په جریان کی دقدرمن محمد آقا شېرزاد سره تیلفوني اړيکه تنظیم اوهغوی دملګرو يو لړ پوښتنو او انديښنو ته دقناعت وړ توضیحات ورکړل .
همدارنګه دغونډې په جریان کې دوستانو دمرحوم پير محمد ناصري دمړيني له کبله یوه دقیقه سکوت اختیار او د مرحومی روح ته یی دعاوکړه . دغونډې کار دګوند په دننه کي داعتماد او باور دفضا دلا پیاوړتیا په هیله پای ته ورسېده.
په درنښت
په دنمارک کی دافغانستان د ترقی دملي ګوند د رهبري شورا مرستیال
شیر آقا ترين.

دافغانستان ملي ترقي گوند دارالنشا اعلامېه

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۸ م د سلواغې ۲۹ مه

 ◦ د افغانستان د  ملي ترقۍګوند په خوښۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو کې دولت ساز ټيم ، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې د نهایي پایلو د اعلان له مخې  محمد اشرف غنې د دویم ځل له پاره د افغانستان د اسلامې جمهوریت د ولسمشر په توګه وټاکل شو .

زموږ ګوند چې د ګوندي غړو ، کادرونو او مشرتابه په شریکه پریکړه د دولت ساز ټيم ملاتړ کړی ویاړې چې د هېواد ستونزمنو حالاتو ته په کتو ، د سولي د روان بهیر د اړین مدیریت ، د دفاعې او امنیتې ځواکونو د پياوړي کولو ، په خپلو زیرمو د هېواد د متکې کېدو او په ټوله کې د افغان ولس په ګټه ، د ټاکنیزو ټيمونو له مینځه دولت ساز ټيم په سر کې محمد اشرف غنې د ملاتړ وړ  ګڼلی دی .

که څه هم چې د افغانستان خلکو په خورا پيچلو شرایطو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو صندقونو ته د رایې اچونې زړه ښه کړ ، مرګ ژوبله یي په ځانونو منلې ، خو د یو شمیر کړیو او عناصرو د دموکراتیک ضد چلند ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د یو لړ غیر مسلکې برخوردونو له وجې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان نه شوي ، په خلکو کې د شک او ویرې د پيداکولو هڅې وشوي ، بهرنیو څرګندو کړیو د یو شمیر عناصرو د تشویقولو په ترځ کې د افغانستان د خلکو د ملي يووالي او جغرافیې د کمزورې کولو او ماتولو ګواښونه وکړل ، خو د هېواد د خلکو ، سیاسي مدني وطنپالونکو ټولنو ، ملي وطنې شخصیتونو د زور اچونې په پایله کې د افغانستان د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواکو کمیسیونونو د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو نتایجو د اعلانولو پریکړه پلې کړه .

د ګوند د دارالانشأ له نظره ، اړتیا ده چې د پایلو د اعلان اخستل شوی ګام ملاتړ وشي ، ملت په تیره بیا وطنپالونکې روڼ اندې د افغاني تنکۍ دموکراسۍ د نهادینه کولو ، د هېواد بیا جوړولو ، قانون پلې کولو ، د ښاروندې په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو د خوندې ساتلو د فساد د ټولو بڼو پر ضد مبارزې کولو او د سولي د روان بهیر د بریالې کولو له پاره مټې رابډ وهل شي .

همدارنګه نړیواله ټولنه ، د افغانانو د دموکراتیکو ارزښتونو د ساتلو اخلاقې مرستې او د هېواد د بیا جوړونې په کار کې مثمرو  همکاریو کولو ته هڅول کیږي .

د ګوند دارالانشأ هغه سیالو ټيمونو څخه چې په ټاکنیزو سیالیو کې  بریالي نه شول، غوښتنه کوي، چې د افغانستان د اساسي قانون ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د لوایحو او پریکړو له مخې د وروستیو  پایلو منل ونه ځنډوي او له هغه حرکتونو او غبرګونونو څرګندولو ډډه وکړي چې هېواد د بحران په لور بیایي .

عبدالحی مالک

 د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس