ګوندي یووالی

ليکونکې نور وهاب څپاند14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n 

یوه تاکتیکې ستراتیژیکه کړنه ده، چې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د فکري تشکیلاتې پوهاوي او موافقت په پایله کې شکل مومې . ګوندی یووالی د سیاسي ګوندونو، سازمانونو ، ډلو ،  ګروپونو او ځانګړو سیاسي شخصیتونو د راټولېدو او د ټاکلو موخو د لاسته راوړلو په لور د لیدو وړ ټولګي د رهي کېدو لامل ګرځي . ګوندي یووالی هغه وخت امکان پيدا کوي چې د وحدت کوونکو خواؤ تر منځ په فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخو کې ورته یا واحد نظر د پوخوالي بهیر خپل کړي . په یادو برخو کې د اختلافونو لیرې کېدل ګوندي یووالي ته د یوې ټولګي په رسېدو کې ستر رول لوبوي . په دې توکه د یووالي بهیر ، د هغې بریا ، د پلې کېدو څرنګوالی ، پایښت او تجربې یي د ارزښت وړ دي . له دې کبله د ګوندي یووالي بهیر له پیل کېدو ړومبی په فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخو کې د موافقت موارد زیاتول او له دې لارې د خواشینونکو ماتو څخه د یووالي پروسه ژغورل ډیر اهمیت لري ! د نیږدې یا ورته موخو لرونکو ډیرو ګوندونو او سازمانونو ، پر ځاي له هغوئ تشکیل شوي سیاسي ټولګه چې په فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخو کې د توافق له مخې ګډې همکارۍ او شریک کار ته زړه ښه کړي او د واحد ګوند په جوړولو سلا شي ، د ډیرې پاملرنې وړ ګڼل کیږي . د ګوندي یووالي په بهیر کې فکري ، تشکیلاتي او تبلیغاتي برخې د نورو په پرتله جوت ځاي لري . یانې که د ګډ ګوند د موخو په ټاکلو ، د لارښوونې په مرکزي او سیمه ایزو ارګانونو او شوراګانو جوړولو ، د ګډې سیاسي پالیسۍ په تبلیغولو موافقه او د هغې د کنترول په میکانیزم هوکړه ونه شي او پلې کېدل یي ضمانت نه شي ، ګوندې یووالی نه کیږي . د وحدت خواشینونکې بیلګو هغه وخت وحدت پلوي خواوې د ګواښ سره مخامخ کړي چې د نیول شوي تصمیمونو له پلې کېدو څخه پښې اړول شوي . تجربو ښودلې چې د یووالي په بهیرونو کې ډیرئ وختونه په فکري لېد لورې د توافق پر ځاي په ګډ تشکیلاتې جوړښت کې د حساسو موقفونو د تر لاسه کولو په موخه په تشکیلاتي توافق ټینګار شوی او ورسره سم په تبلیغاتي ساحه کې د اغیز ښیندلو هڅو ته هم ادامه ورکړل شوي چې په پایله کې له لږې مودې ګوندې کار وروسته ، فکري اختلافونو په تبلیغاتي او د ګوندې سیاسي پالیسۍ د وړاندې کولو په برخو کې سر راپورته کړی چې د یووالي پر ځاي یي د ګوندي جلاوالي دګر پرانیستۍ . له دې کبله د وحدت کوونکو خواؤ له لورې د فکري ګوندي اډانې د پخیدو نه مخکې هر ډول لنډمهالو تشکیلاتي میکانیزمونو کې ننوتل ښایي د یووالي خواوي د جلاوالي په لور بوزي . هر وخت چې ټولنه د ژور بحران او جنګ جګړو په ګرداب کې پریوتي هېوادنی سیاسي کتلې د انقطاب په اوږدې ناروغۍ اخته شوي . ځکه بحران او جګړه زیږونکې ګړۍ د لوي ګوندونو چې ملي سراسري کرکتر ولري د جوړیدو مخنیوی کوي . هغوئ دموکراتیک او هېوادنې ګوندونه د خپلو شومو پلانونو د پلې کولو د لارې غټ خنډ بولي . په داسې شرایطو کې چې د ملي سراسرې ګوند د جوړولو په ترځ کې ، څرګندې کړۍ له بربنډې لاسوهنې نیولې د ګوندې سیاست په ډګر کې د ګوندونو د بدنامولو او د هغو سیاسي سوداګرو کړیو چې ګوندي اکټونه کوي د رامخته کولو هڅې جارې ساتي ، د پرله پسې کلکې مبارزې د جارې ساتلو تر څنګ د شته دموکراتیکو هېوادنیو ګوندونو او سازمانونو په منځ کې د فعال سیاسي کار د مخته بیولو له پاره د منظمو هلو ځلو کول اړین بلل کیږي . که هر څومره د یاد شوي ګوندونو او سازمانونو په منځ کې سیاسي کار پیاوړی وي ، له یوې خوا هغوي په ټولنه هېوادنی اغیز ښیندي او له بلې خوا په خپلو کې د سیاسي ګوندې کار د تجربو راکړه ورکړه کوي او په دې توګه د دوي تر منځ د اتحادونو د جوړیدو او د واحدې فکري اډانې د رامنځته کېدو او پوخوالي اړینې زمینې برابریږي . لېدل شوي چې د یووالي له پاره د تیاریدو د لیږد په مرحله کې ګوندي سیاسي کارونو ته لږ شا اړول شوي ، دې چلن له یوه پلوه ګوندې یووالي ته کومه ګټه نه ده رسولې او له بلې خوا یي د ګوندي شورا ګانو د غیر فعال کېدو او د یو شمیر ګوندي غړو د مورال د لویدو زمینه برابره کړي ده . په داسې شرایطو کې د واقع کېدو له امله چې کله ګوندي بهیر د ستونزو ښکار شوی او له بلې خوا په بهیر کې شاملې خواوي له عادې ورځنیو ګوندي فعالیتونو څټ ته لویدلې ، د ډیرئ ګوندي غړو د نیمه خوا کېدو او د ځینو سازمانونو د پاشل کېدو لامل شوي . په دې اساس دا به غوره وي چې لمړی تر هر څه د ګوندي یووالي اړتیا په پوره ځیرتیا وارزول شي ، له هر څه وړاندې د یووالي په فکري اړخ موافقه حاصله شي او له هغې وروسته په دموکراتیک ډول د لنډمهالو تشکیلاتو په بڼه کار وشي او د ګوندي بهیرد وړاندي تګ د مالوماتو خپرولو واحده تبلیغاتې ژبه وکارول شي . په هغو ټولنو کې چې جګړو او بحرانونو یی بدنې جړکولې ، خلک یي په اندیښنو، نا هیلۍ ، بې باورۍ اخته کړي ، په طبیعي ډول یي د سیاسي ګوندونو اډانې پیاوړې نه بریښې . په دې حالاتو کې د ګوندونوغړې لږیږي او د خپلواکو سیاستوالو شمیر چې زیمه وارۍ او دندې یي کمې وي ډیریږي . هغوئ ګوندي کار او فعالیت ته د ګوتې نیغونې په ترځ کې د نیږدې کېدو او یووالي بیلا بیل وړاندیزونه مطرح کوي . دا طبیعي خبره ده ، خو د ګوندي کار او فعالیت بهیر کې ګډون نه کوونکې ، ښایي د ټولو هغو ستونزو سره دومره بلد نه وي ، څومره چې ګوندي غړي ورسره لاس او ګریوان دي ! له بلې خوا د ګوندي تشکیلاتو څخه د باندې کسان د ګوندي فعالیت د پرله پسې جریان او د ګوندي مسآلو او پیښو د ظهور او حل له څرنګوالې لږه خبرتیا تر لاسه کولی شي . له دې امله د ګوندې بهیر د پیل او مخته بیولو په چارو کې د ګوندونو عینې ستونزې درک کول ، د هغوئ په وړاندې د پرتو مسآلو حل ته په معقول ډول او له احساساتو پرته د لارو موندلو فرصت ورکول اهمیت مومي .

 په لنډیر سره ، ویلی شو چې ګوندي یووالی زیات ارزښت او اهمیت لري . د ګوندي یووالي بنسټ د هغې د فکري اړخ د توافق په پایله کې ایښودل کیږي چې تشکیلاتي او تبلیغاتي اړخونه د یووالي بهیر په بشپړیدو کې ځانګړی رول لري . ترڅو په فکري اړخ توافق نه وي شوی ، لنډمهالو تشکیلاتو ته ننوتل، د ځینو هوکړو کول ډاډمن نه ښکاري . یووالي بهیر ته له ننوتو د مخه د فکرې او تشکیلاتې تیارۍ په موخه د اتحادونو په نورو بڼو تمرین کول یو د بل په نظریو او موقفونو پوهېدل بې ګټې کار نه دی . په پوره ځیرتیا او تیارۍ یووالی کول پایله لري . پایداره یووالی واحد ګوند او ګوندې سیاست ته اعتبار بښې . یووالي بهیر ته د کار په موقه ، ګوندې فعالیت ته اړینه پاملرنه کول، ګوندي مرکزې ارګانونه او شوراګانې فعال ساتل ، له ټولو پرمختیاؤ ګوندي غړې خبرول د ډیرې پاملرنې وړ دي .

Comments are closed.