افغانستان د ملي ترقي گوند د کادرونو غونډه

نېټه : د اپریل ۱۳ مه ۲۰۲۰ م کال

د افغانستان د اوسنې ستونزمن حالت، د کرونا ویروس ناروغتیا ، سوله، اقتصادي بد حالت د ولسمشر محمد اشرف غني او داکتر عبدالله تر مينځ د سياسي کړکيچ اونورو  مهمو مسألو اړوند بحثونه وشول.
په بحث کې جانان میرخیل ، محمداسماعيل غرنی، نور وهاب څپاند، داکتر شيرحسن حسن،داکتر صاحب نور  ځدران ، عبدالغفار نظرې او محمداقا شيرزاد برخه اخستې وه .
د ملگرو د بحث پاېله دا شوه چې : د کورونا ویروس د کنټرول په برخه کې د دولت اقدامات د پيل په توګه مناسب دي ، خو د افغانستان شرایطوته په کتو که نړیوالي نورې مرستې جلب نه شي ، دولتي او د خصوصي سکټور امکانات په سم ډول مدیریت نه شي ، د خلکو دمالوماتو کچه جګه نه شي ، خلک همکارې ونه کړي ، د مرګ او میر کچه به ډيره زیاته وي . ملګرو له ټولو سیاسي ، مدني ټولنو ، مستقلو شخصیتونو او ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د خوریدونکې وبا د مخنیوي په برخه کې بې دریغه همکارې وکړي .
د ولسمشر محمد اشرف غنې او عبدالله عبدالله تر منځ د کړکیچ د حل په برخه کې د افغانستان د لوړو ملي ګټو ، د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې د هلو ځلو کولو او ، یوي معقولې پریکړي ته د رسېدو په هکله چې بحران قابو او پخوانۍ کړاؤ زیږونکې تجربې تکرار نه شي ، هڅه او هاند وشي . همدارنګه د دولت ساز ټيم څخه چې ګوند په ټاکنو کې ورڅخه ملاتړ کړی ؤ ، وغوښتل شول چې د بهرنیو او کورنیو کړیو تر فشار لاندې رانه شي ، هغه معاملو ته د بلې سر ټيټ نه کړي چې قانون څنډي ته کوي او د ولس له هیلو سره ټکر کوي .
د هيواد دسولی اوټولو ستونزو د حل له پاره اوسنې واکمني بايد داساسي قانون د منل شوو اصولوپه رڼا کې عمل وکړي د سياسي ماملو د چوکې پرستانو د ناوړه غوښتنو ته تسليم نه شي .
د دولت ساز ټيم د مشرتابه رول ته ګوته نیغه شوه او له هغوي وغوښتل شول ، د ټيم د ټولو جمعې او انفرادې غړو سره په نورمال او بحرانې شرایطو کې د مشورو کولو لړۍ جارې وساتې او د هغوي وړاندیزونو ته په درنه سترګه وګورې او د هغوي له اغیز او امکاناتو څخه د مسألو په حل کې ګټه واخلې .

په درناوي

محمد ااقا کوچی

Comments are closed.