دافغانستان ملي ترقي گوند دارالنشا اعلامېه

کابل – افغانستان
د ۱۳۹۹ کال د ورې ۲۷ مه

د ګوند دارالانشأ په ډيره خواشینۍ خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د کابل ښار ګوندې کمیټي غړی انجنیر عبدالرحیم د ورپيښې ناروغۍ له کبله له فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړي .
ارواښاد انجینیر عبدالرحیم یو سر سپارلی مبارز ، د خلکو سره په اړیکو کې تعهد لرونکی او زړه سواند شخصیت ؤ . تل یي له خلکو سره مرسته کوله ، په وطن مین ، د هېواد د ابادۍ او ښيرازۍ غوښتونکی ؤ . هغه تل هڅه کوله چې افغانان له فساد ، مافیا او زورواکو خلاصه ټولنه ولري . هر وخت به یي د هغو هېوادونو منفې رول ته ګوته نیغوله چې د بشر د حقوقو د دفاع ، له دموکراسۍ څخه د ملاتړ ډبره په سینه وهې ، خو په عمل کې له قانون ماتونکو ، د افغانستان له کمزورې کوونکو کړیو ملاتړ کوي . هغه به ویل چې د افغانستان د ارزښتونو د له مینځه وړلو په کمین کې له ناستو کړیو دفاع که له هرې پتې وي، د هېواد او خلکو په خیر نه تمامیږې . ځکه د دوې د اعمالو په وجه حالات د خرابۍ لور ته بیول کیږي ، د وطن مادي او معنوي ارزښتونونه په لوي لاس پيکه کیږي .
ارواښاد که زموږ مینځ کې نور نشته خو وړاند وینې یي سمې راخیژي .
د ګوند دارالانشأ د ارواښاد انجنیر عبدالرحیم ناببره مړینه د افغانستان ملي ترقی ګوند ، د هېواد دموکراتیک هېوادنې غورځنګ او ټولو روڼ اندو کتلو ته ستره ضایعه بولي ، مرحوم ته د خداي له دربار څخه د جنت الفردوس ارزو کوي او د هغه کورنۍ او دوستانو ته د زړه صبر او زغم غوښتنه کوي .
د انجنیر عبدالرحیم اروا دې ښاده اوسې !
انا لله و انا الیه راجعون .

عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.