سردارمحمدداودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷) ه،ش

سردارمحمدداودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷) ه،ش
دوهمه برخه
سردارمحمد داؤدخان رښتیا ویل دادده زمامداري،حکومت یا جمهوریت نه ؤ،بلکې  دسلطنت بل مخ
دی ، داکورنۍ دآزادۍ اودیمکراسۍ سره جوړ نه راتله، ځکه ددوی،نیکه ګا ن او پلرونه ټول دانګرانو په فوځ کي افسران وه. دوی هرڅه  دځان بلل اوهرڅه ئې هم دځان دپاره کول اوخوښ ؤ.هوښیارانو هرڅه لڅ کړیدي .( ترټولوبده خبره چي هوښیاران بد ځني وړي هغه له دوستانوسره بې وفایی اوخیانت دئ.) کلیله اودمنه ص۱۸۵

.
ښاغلې سلطان علي کشتمند په خپل (یاداشت هاي سیاسی رویدادهاي تاریخي، خاطرات شخصي…..) په ۲۷۰ ص کي لیکي:(سحرګاه ۲۶ سرطان من نیز مطلع شدم که بساعت ۵صبح بمنزل مير اکبر خیبر واقع مکرویان کابل درجلسه هیأت اجرائیه کميته مرکزی حزب اشتراک نما یم،هنګاميکه لحظاتي قبل از ساعت( ۵ )من وارد دشدم.درآنجا ببرک ،مير اکبرخیبر و نور احمد نور حضور داشتند وپس ازدقایقي اعضائ دیګر نیز وارد شدند. خیبر ګزارش داد که ازنیمه شب به بعد فعالیتهاي نظامي کودتایي درکابل به رهبري داؤد انجام ګرفته است. وي اظهار داشت که بوسیله یکتن از رفقا که دوکتورحسن شرق را سواري بر زهری پوش دیده است ساعت قبل ازموضوع مطلع ګردیده است ووي بلا فاصله کارمل را درجریان ګذاشته بود وقراربرآن شد که جلسه هیأت اجرائیه دایر ګردد.) ګرانولوستونکو دا خبره ډېردفهم وړخبره ده.ولي سلطان علي کشتمند دداؤدخان دچنګاښ د۲۶ مي دکوتاه جریان بل لورته بیائې.د ښاغلې کشتمند کور په چندول کي شپه ده کودتایې فعالیتونه، نیول،نیول روان دي دښار ټولي لاري بندې،بیله دشپې له نامه لرلوڅخه تګ اوراتګ په ښارکي هغه هم تر یوي بجي وروسته څه آسانه خبره نه وه.دکودتا شروع هم تردولسوبجودشپې ورسته سوېده. ښاغلې نبي عظیمي په خپل (اودواوسیاست نومي کتاب ) کي لیکي: چي حسن شرق او غوث الدین ماته را غله ما مسلح کړل. مګرښاغلې کشتمند صاحب لیکۍ چي خیبرموږ ته راپورراکړې چي حسن شرق په زهري پوښ کي سپوروو،بیا بل ځای ښاغلې نبي عظمي لیکي :دکودتا په شروع کي کله چي ما وزیرد دفاع ونیوی اوداؤد خان ته مي ورساوه حسن شرق له دا ودخان سره ولاړ وو.اودکودتا له شروع څخه یوساعت تیرسوی وو.نوله دې خبروخو داسي معلوميږي چي سردار داؤد خان، حسن شرق ، ببرک کار مل اودشوروي سره په رابط کي دا کودتا بریالی کړې وي. خوسلطان علي کشتمند لیکي ،چي میر اکبرخیبرګزاش ورکړې،وائې چي حسن شرق په ټانګ کي سپورووزموږ یوملګري ته دریږي اوهغه ته ټول حال وائې، هغه ملګرئې بیا ځان دمیراکبرخیبرترکوره ځي اومیراکبرخیبرخبروي ،میراکبرخیبربیا کارمل خبروي ،نوراحمد نورراځي، کشتمند اونورټول په دغه شپه کي خبریږي،په منظمه توګه سره راټولیږي یوهم غیرحاضرنه ؤ، راځي جلسه کوي لا سهارسوی نه دئ.دا بی پدره شپه نا آعوذب الله دشبی قدر دشپې په شان اوږده وه اود پرچم رهبری ته ملأیکو ټوله اسانتیاوي برابر ي اوموانع ددوی دراجمعه کیدوپه وخت کي لیري کولۍ اودوی په دغه شپه بیله دې چي خطر احساس کړي خپله غوڼده کوي.
هغه څه چي هوښیار خلګ يې په زړونو لیدلای سي ساده خلګ ئې په خدای (ج) ورکړو،جوړو دوو سترګو نسي لیدلای. کلیله اودمنه.
ښاغلې عبدالقدوس غوربندی په خپل اثر(نګاهی به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان) کي لیکي:(آقای حسن شرق خلاف آنچه که امروزریا کارانه وجبونانه انکارميکندراپوراولین تمایل محمدداؤ د رادر ارتباط په ضرورت تغیر نظام که باوي روي اعتماددرميان ګذاشته بود درهنګام ديدوبازدید مخفیانه به ببرک کارمل انتقال دادوحزب په آقای شرق وفیض محمد که هردونسبت حساسيت وظیفوي ایشان اعضای مخفی ودرارتبا ط انفرادي بودند رهنمودهای لازم سپردکه بادقت همه جانبه وبشکل طبیعي اجراګردد.) ص۳۵ .په دوام ئې بیا عبدالقدوس غوربندی لیکي:(حسن شرق بعدازپیروزی کودتاازسلیمان لایق که درهمسایه ګی نزدیک وي بودرخواست تارهبری پرچميها((بیانیه خطاب بمردم))راکه مي باېد محمددا ؤدبعنوان خط مشي خودارایه نماید، بنو يسد تاحسن شرق ازنام خودآنراپه کميته مرکزی محمدداؤد بدیهد. این بیانیه بوسيله اعضای بیروسياسي پرچمي هابصورت اشد محرم تهیه وتوسط سلیمان لایق په حسن شرق که معاون صدراعظم بودتسلیم داده شد،وعلاوه برآن بوسيله فیض محمدوزیرداخله ورهنمای حسن شرق ومنظوري سردا ر داودخان درحدود (۸۴)تن ولسوال وچندوالی ازجمله اعضا وعلا قمندان پرچم ح د خ تعین ومقررګردیدند.) داکترګوستاولوبون فرانسوي مورخ وائی:(په هر ټولنه کي سړی باېدخپل مقام وساتي ،لیکين نباېد دهغو نفوذترمعین حد تیرسي.ولۍ چي په دې صورت سره هرډول ترقی او پرمختګ ته فالج پیښوي.) دکلیله اودمنه کتاب په ۱۷۳صفحه کي لیکل سويدئ :« له ظالم پاچا څخه چي کمزورۍ رایه ورکونکي وزیران لري باېد دملک اوخلګو دټینګښت اوسولۍ توقع و نه سي». په رښتیا سرمحمدداؤدخان حاکم سو. دکاکادزوی کورنۍ ئې ایتالیاته دلویوډکوبکسو سره په خیرسره وروه لیږل، محمدظاهرشاه خان هم خپله استعفاء ورته راواستول.دشاهی دنوم په عوض جمهوری نوم وکار ول سوو.شاهی ارګ،شاهی ګارد،اوس جمهوری نوم کمائی کړې.داصلاح ورځ پاڼه ،جمهوری ورځپاڼه سول.په بیرق کي باښه یاټپوس علاوه سوؤ.۸۴نفره پرچميان ولسوالان مقررسول، زیاتي مهمي امنیتی چوکي نورې هم پرچم ته ورکړل سوی،مثلاً غلام فاروق یعقوبی چه دداکتر نجیب الله دخاد دریاست پر وخت دخاد مرستیال او کله چی داکتر نجیب الله ریس جمهور سوغلام فاروق یعقوبې ئې دخاد وزیر ؤ. قطره،صمد ازهر،محمدنبی مياخیل،عبدالله همکار،عبدالباقی اتمر،حاجي محمد څکمنی جلیل نورستانې اونور. حتی پر کورناست ،تقاعد سوي دیوشمیرپرچميانوپلرونه ئې هم پروظیفو وګمارل.لکه د ببرک کارمل صاحب پلارجنرال محمد حسین خان دپکتیا دقول اوردو قوماندان سو،دداکترصاحب نجیب الله خان پلار اخترمحمد په پیښاورکي دتجارووکيل سو،دعبدالصمد ازهرپلار عبدالکریم عمر خیل دپروان والی سو.امکان لري نورزیات چي ما نه پیژندل. نوداو جمهوریت،داوو داؤد خان، داټول کارونه ئې دشوروي دمشرانودخوشحالی دپاره وکړل. زه ستاسي محترمو څخه ( دافغان ملت (ولس) دژوند اوښيګڼي سوال کوم ،دجمهوریت نوم، دبیرغ تبدیلول ،ملي سرود ،داخبار دنوم تغیر ولس اوجامعی ته څه ورکول؟) اصلاًد داؤد خان رژم ،جمهوریت یوازي وپرچم ته ژوند وباخښه، بیا هم دپرچم رهبرې په درسته توګه ددې طلائې چانسه څخه هغونه ګټه دجنبش په ګټه پورته نه کړل چي بیاید پورته کړې ئې وائې اودسردارداودخان دشکست اوماتي څخه ئې دعبرت درس وانخستي. ځکه دکورنیوچارووزارت،استخبارات ،فوځ اواکثریت دولسوا لیو،هرڅه چي پرچمی رهبری غوښتل هغسي ئې کولای سوای. ماته دڅرخي پله په زندان کي ښاغلې عبدالقدوس غوربندي دپرچم درهبرې په خاصه دکارمل صاحب ضعفونه اوخلاوي بیان کړیدي. سردارمحمد داؤد خان سياسي پوهه څه چي عادئ سواد ئې هم نه لاره.که ئې درلودئ؟ نو دده کومه مقاله،رساله به چيري پیدا نه کړي،خطاب به مردم خود پرچم درهبرۍ لیکنه اوکمال وه. لمړی کا ل خوئې په دې ډول په (خاکیو) تیر کړي.د۱۳۵۳ هجری،شمسي لپاره ئې د یوشمیرمعلومو اشخاصو په ملاتړ چي حسن شرق دهغوئ ملأ تړې ؤ، سرادارداودخان ته وپوهول چي نور دي پاچهي خپله سول. هغه ؤ چي،د۱۳۵۲ ش کال دحوت دمیاشتې پر۲۹ نیټه چي دتیرکال وروستی شپه او دنوي کال لمړی شپه هم وه. ویني تویول نه پټېږي اوفتنه اچول په پای کي رسوا کېږي .( کلیله اودمنه ص ۱۰۲).داسي لویه ناروا لو به پیل کړه، ښاغلې محمد هاشم ميوندوال، جنرال خان محمد،جنرال ګلپهارخان، جنرال محمدرحیم خان، دګروال زرغونشاه،دګروال سيداميرخان،جنرال عبدالسلام خان،جګړن محمدهاشم خان کامه وال،دګروال محمداکرم خان، حاجي الله نظرخان هزاربز، مولوی سيف الرحمن شنواری، سعدالله کمالی وکيل،جنت خان غروال، حاجي الاګل هودخیل، مولاګل هودخیل، حاجي حنان،محمد عارف شنواری اويوشميرزیات نورونیول ،بندیان ئې کړل،څه مړه اونوروئې ،دعذاب اوتوهینه ډک ژوند په زندانوکي تیره وې. ترحساب زیاتي کورنۍ دسردارمحمدداؤدخان اوملګرو له لاسه ئې دغم پر ټغر کښينول سوېدي. یوه ورځ حتی یوځل هم دسردارمحمد داود خان کورنۍ دا فکرونه کړې ،پرهغو چي دوې حکومت کوي هغه هم انسانان وبولي.ښه د فوځ مسلکې جنرالان،ملي تجاران اودفکرخاوندان ووژل سول او یا د اوردو دلیکو، او دولتي وظیفوڅخه لیري څه چي بندیان کړل سول اوووژل سول . سردارداؤدخان اوورسره یارانو ئې محمد هاشم خان ميوندوال چي یو وخت صدراعظم،سیاسي شخصیت اوملي شخسیت ؤ په توطیه سره تهمتي اوو وژې، او په ډېره سپین سترګي، بې شرمي،ددرواغو سره مل داسي اعلانوي چي نوموړی خپله ځان ووژی .داپوښتنه څوک نه کوي چي هغه په خپل کورکي ځان وواژه ؟،که ستا ترزنه لا نه دي ،ستا په زندان کي تا اچولې ؤ تا باېد تاساتلۍ وائې ،دهغه دساتني چاري خوستا پرغاړه وی .ته واکداروی ،تا ځان رهبر اونابغه بلي ،ولي که ستا خبره ومنم چي بیله درواغو بل څه نه دي . وليدي پريښو دچي هغه ځان مړکړي،څونه ظلم دي ورسره کاوه چي دئ ئې دې ته مجبورکړې چي ستاترمشرۍ لاندي هیواد اوزندان کي هم په ژوند خوښ نه ؤ ځان وژني .اوډېري نوري پوښتني؟

ددوهمي برخي پای.دوام لري

عبدالقيوم

Comments are closed.