محمدآقا کوچی شیرزاد
د کابل په تاريخي ښار کې داسلامي ډلو ټپلود پاکستان د اي اس اي او ايران اخوندي رژيم پلاس جوړ شوو ګوډاګېانو ترمينځ اخ ډوب وژنه ترور چور چالان ملي شتمنې غصبول دوام درلوده تش په نوم اود وسلی په زور رباني په کوم پټ ځای کې ناست واکمني چلوله په هېواد کې څو واکمنانو واک درلوده.
جنرال رشيد دوستم په شمالي يوه برخه واکمني کوله رباني بله برخه وه کندهار ،ننګرهار کې سهيل برخه کې بيانور واکمنان وو.
د تلی په ۵ نېټه ۱۳۷۵ طالبانو د پاکستان په مرسته کابل ته راداخل شول د شورا نظار ډله پنجشيرته ولاړل.
سره له حکمتيار او سياف اوقديره سره. کابل طالبانو ونيولو.
په ۶ دتلی ۱۳۷۵(27 دسيپتمبر1396»طالبانو داکتر نجيب الله اود هغه ورورجنرال شاپور احمدزی داي اس اي په لارښونه د ملګرو ملتو له دفتره را بهر او په بیرحمانه توګه يې وژل.
د تلۍ ۱۵د۱۳۸۰ کال د شپې ۹ بجې دامريکا اوانګلستان لخوا په کابل، کندهار، جلال اباد کې د طالبانو پر سنګرونو راکېټونه پېل شول .
د هوايي حملو تر څنګ د شمالي ټلوالی په مرسته په شمال کې د طالبانو او ټلوالی لخوا جنګ زور واخستو په قلعه جنګي، کندوز ،جوزجان کې په زرګونو طالبان د امريکا د ب۵۲ هوا يي بريدونو لاندی راغلل په زرګونو کسان زنداني او ووژل شول،کابل يو ځل بيا دبن د لوځنامې خلاف شمالي ټلوالی چی په راس کې فهيم،عبداله،يونس قانوني برهان الدين رباني او نور وو راداخل شول په ټولو ښارونو کې فراري ځواکونه د بهرنيو ځواکونو په مرسته ځای پر ځای شول او هغه ډول ظلمونه يې سرته ورسول چی د نړې په تاريخ کې بل ځای نه وو سرته رسيدلي موقته ادراه داساسي قانون لويه جرګه او يو شمېر نور مثبت کارونه وشول د بېلګې په توګه د پارلمان لپاره ټاکنې د جمهوري رياست لپاره ټاکنۍ دری ګونې قواوی رامينځ ته شوی د بيا رغونې لپاره مرستی پېل شوی.
خو نه ټاکنۍ رڼې وی نه بيا رغونه سمه اود ولس په ګټه وهر څه بيا يو شمېر فسادکونکو او غلو سره وويشل، دوباره طالبانو د جنګ لاره ونيوله داعش هم ورسره ظهور وکړ.که هر څومره ادلون بدلون وشو خو بيا هم جنګ زور اخستی، ولسونه او وسلوال پوځ قرباني ور کوي، سوله او امنيت لپاره سم کار نه کيږي، هغه هيوادونه چی ترورسټان روزي تمويلوي، مرستی ورسره کوي او ټول جهان هم تری پوره خبر تيا لري ولي د نړيوالو تروستانو ځالی لا په پاکستان کې شته بن لادين کوم هيواد کې وو چی ووژل شو ملاعمر چيری مړ شو او نور په سلهاوو بنيادګر لکه حقاني او ډلي يې په کوم هيواد کې موجود دي د ننه په هېواد کې ټوپک سالاران د مخدره مواد قاچاقبران خپل سری وسلوال چا له مينځه يوړل.
د وطن ټولې شتمنی چور شوی معدنونه په خپل سر باسل کيږي او بهر ته قاچاق کيږي، ځنګلونه په بی رحمانه توګه وهل او قاچاق کيږي، ځمکې غصب شوی بی شميره ښار ګوټي ودان او وپلورل شول د کرهڼې ځمکې ټولی له مينځه ولاړی په خپل سر ودانۍ پکې جوړی شوی له اوبو نه نور هيوادونه استفاده کوي، موږ له تندی مرو بريښنا له بله اخلو خپل دريابونه مو نور مزی کوی مالداري خو اصلا د ورکېدو په حال کې ده او نور.
چار واکي نور بايد له وجدان له مخی د خپل هيواد دساتلو او رغولو لاری په رښتني توګه ولټوي په درواغو وعدی سپارل لويه ګناه ده.