سردارمحمدداودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش
دریمه برخه
دسردارمحمد داودخان په باب ،دواقیعتونوسره مخالف نظروالو ته ښاغلي ډاکتر عبدالقیوم خان( دکورنیوچارووزیر،دښووني اوروزني وزیر،دصدارت مرستیال دمحمدظا هرشاه په وخت کي اوسنۍ سپین ږیرې) په خپلو یاداښتو کي په ۱۳۵۲هجري کي ډېر سم جواب لیکلۍدئ خدایدې وکړې دوی لوستې وي.هغه داسي:لکه چي زما عقیده اونظرو د(سردار داؤدخان) اودهغه داعمالو په هکله دنوموړي نظرهمدغسي دئ. دپخواني صدراعظم ډاکتر عبدالظاهرخان ورور ډاکتر عبدالقیوم خان یوه لیکنه په ورستیو کي دآینه افغان مجلې په ۱۱۵ او۱۱۶ ګڼه۱۳۸۸هجری کال کي نشرته سپارل سوېده .دزیات اهميت وړ باوري ،دقیق اوټولوهغو چاپلوسانو ته غاښ ماتونکې جواب دئ چي پر داؤدخان دميکره ډکي اوښکي تويه وي. دلته ټوله لیکنه چي په دري ژبه ده نه رانقله وم او نه ترجمه کوم خو مفهوم او خاص، خا ص ټکي به ئې ضرور رانقل او
ترجمه کړم.
تردې عنوان لادئ:
سناریو اخیر دربارهء سردارداؤدخان:
(څوورځي مخکي مي یوه امريکایي دوست راته تلیفون وکړي وئې ويل :دافغانستان دشاهي جمهوري درته مباره کي وایم.،،،،).
ماوخندل اوله ځانه سره مي وويل لکه چي دې کورخرابې بیا ډېر چښليدي اودمعمول په شان غرق او بله دونیاکيدئ.لږورسته وپوهيدم چي سړی په ټینکه اورښتیا وائې : څودقیقي مخکي مي د(سردارداؤدخان دکودتا) یولنډ خبر له بې،بی،سي رادیو څخه واوریدئ.زماڅخه ئې دتشریح اوبیان لاره ورکه کړل اوماهم نه غوښتل چي بحث له ده سره اوږد کړم.یوازي مي وويل: کورآباد،دداسي یوه خطری خبرتیا نه ،په کاوبایانه شکل ټوکي څخه، مطلب دي دجمهوري شاهي څخه څه وو اوولې دي دشاهي کلمه دجمهورۍ سره وتړل؟
هغه په خنداراته وويل:،،،،،ډېره بخښه غواړم.ماباېد نوموړی خبره په دې ډول سره نوائې درته واضح کړې.خوباېداضافه کړم چي دغه بد عادت مي ستا سي په هیواد کي زده کړيوو. ځکه موږپه کابل کي اوسیدونکو خاریجا نوهرسياسي حرکت په هغه زمانه کي وشاهي کورنۍ ته منسوب کاوه، فکر مو نسوای کولاې چي یوحرکت دي هلته ددوی له مقاوماتو بیله اجازې سرته ورسيږي.بعضو له موږ څخه حتی د«کارمل»حرکت لا ((کمونیست شاهي افغانستان)) یاداوه.لطفاً له کناه راتيرسه…زه دعادت له مخي دشاهي لفظ دجمهوريت سره پیوندوم…،،
له نوموړي مي مننه وکړل اوتلیفون مي کیښود،په سيلاب دغمونوکي ډ وب سوم.لا هول ولا،،،، مي وويل….چي دا څه محشر جوړسو؟… داؤدخان… کودتا…جمهوریت…؟ تراوس مي ددېموکراسي له کټوري څخه یوڅاڅکې هم نه دئ چښلۍ،چي له مأ یوسې اوترخې ديکتاتورۍ سره مخامخ سوم! داڅه ظلمونه دي ،چي پردې بیچاره خاوره نازل کيږي؟…..پوهان وایي عصاب خرابې ، قهر او خفګان دخوب مانع ګرځي،پس بیداري دچورت سبب،کشکي همداسي وائې.له هغه مقولۍ څخه یوازي خوب الوتل زما بد بخت په نصیب سوو.خدای سته فکرکول حرام او خوب څوشپې نه وو.له څه وخت لپاره مي ماغزه فلج اوبلکول ئې کار پريښود. اوکله چي ئې بیرته کار هم شروع کړئ ټول دګمان فشارو نه دفکرکمال. خیال اوګمان هم دمملکت پرراتلونکي کړن لاره او په هغه کي د«لیوني» سردارپر نقش!!
څو افغانان چي زما دکورپرشاوخوا اوسید ل هره ورځ ئې زماکورته تشریف راوړې.څوشپې اوورځي سره کينستوجلا،جلا مو وآرز ولې. لاکين دمعلوماتو دلږوالي په وجه په يوه مطلقه تیاره کي روان ؤ.دامريکا په اخباروکي هم دوی ورځې ورسته یوازي دنیويارک تایمزاوواشنګتن پوسته به اخبار کي څولنډي جملۍ و لیکل سوي.داکورخرابې (امريکا) زموږدې حیاتي اوتاریخي واقعې ته به هیڅ ارزښت قائل نسول.توا چي هغه ئې دشورويانوسره د«دئتانت» له لاري یوه طبیعي قرباني بلل،اګاها نه چوپتیا ئې غوره کړل.دسيا ست مدارانواو لیکونکو علاقه ئې دلیدونکو او تماشاه چانوڅخه زیاته نه وه.
نويوطرفه ته دامريکا بی علاقه توبه بل لوري ته له کابل پر خبرو بنديز اونه لاس رسی زموږ مجلسونه ،ارزوني را بې خوند کړل.دمولانا رومي دمثنوي پر بنیاد چي وائې :ړندوپه مطلقه تیاره کي د«پیل» په تعریف اوارزونه لاس پوري کړې. دداؤد خانه دي عمل ته یوشمير هغه هم خوشحال وه.چي پلرونه ئې کلونه داؤد خان په زندانوکي ساتلې وه. هغه له مانه بختورو.ځکه چي دژوند ټولي چاري ئې ساده ګي احا ط کړي وې. پرون دپاچا سره وه اونن داداؤد سره .او په خپلو ساده دلائلو هروخت وائې چي هرڅوک چي خرسي زه ئې( ځل یا پلانه) یم… شاید سبا دبل (ځل یا پالانه )سم .
کاشکي په دې شان لوړ والۍ بیله ښه والي ماته هم برابرسوې وائې.زه څنګه په اساني سره کولاې سم چي ووایم،،،،هر تربورچي راځي ښه راځي…..اويا پرواک سپور«تربور»ته پر له واکه لویده لې باندي ترجح ورکړم ؟زما په باور دغه ټول دکاکا زامن واک لرونکې خدایان(نعو ذبالله) وه،هریوه له دوی څخه په نوبت پردې قوم حکومت کړېدئ. پاچا په خپل وار اوله واکه لیري کړل سوو سردارانو په خپل وار!!…..اومبالغه به نه وي که ووایم چي تر (۸۰) فیصدو زیات دنن ورځي زموږ نفوس حکومت نه دئ لیدلې، چي ددې درو(کاکا زامنو) لخوادئ په شکل دشکلونو کنترول سوې نه وي.دافغانستان تاریخ ورسته له انقلابه ددې کورنۍ سقوط دئ. له هغې ورځي څخه غم انګیزه،تسلط،…….(دکاکا دزامنو)….زموږ دلیکوالو اولیکونو (۲۴) ساعته مصروفیت ګرځيدلې دي.
څلوښیت کاله پخواکله چي به دداؤدخان نوم یادسو زموږ دوطندارانوبه اندامونه ریږديدل. د(۲۵) کلني په عمر کي لانه وه چي د«سيزاري»….په شان دهغه وخت دننګرهار چي اوسه محال درې ولایت ځیني جوړدئ ده حکمراني چلول اود«لیوني سردار» لقب ئې وګټې. لیکونکي(( دغه د«لیوني» لقب یا افتخاري نوم وداؤدخان ته دکندهار خلګو ورکړي دي. او داکتر هاشيميان هم په خپل وار دا تحصحیح کړېده کورئې آباد.)) اودا د …سيزر….په ډول آوازه ئې د پلرونو په ملک(انګریز) کي هم خپره شول.(راغلم،ومي لیدل، اوفتح مي کړل).څه له ږوږه ډک،غښتلي سرونه دصافیو دقوم دمشرانو په هغه خاوره او وينوکي لوټونه ووهل. او په زرهاو کورنۍ په هغه غملړليو کلیو کي بې کوره شول. اوڅه دغښتلي قوماندان نوم دې لوی قوماندان په وينو تويولوکي وګټې. دپیښي بیان ئې لا نه ولیکلې چي دصافي قوم مشران ئې پړي په غاړه ،پروړپه خوله دحیواناتو په ډول پر څلورو دربار ته دعجز ،ملامتیا منلو ، اوبخښي غوښتو په هدف دکاکا زوی ته پیش کړل.
هغه وخت چي داؤدخان دمرکزی قواؤ قوماندان و،عوام خلګ څه چي وزیران ځیني بیردل.دوخت وزیرانوته ئې امرونه کول اوحتی دحاضری خانې ئې ورقیده ولې.دصدارت پروخت ئې په تلیفوني امرونوپه سلهاو انسانان زندانوته ولویدل. دمحبس لوړ پوړمامورینو به په افتخار سره ويل چي دجزأګانو شګلونه مو د(نازیانو) څخه زده کړېدئ.
کشر ورومحمدنعیم خان ئې هم لا (۲۵) کلني عمر پوره کړي نه و چي په روم کي دافغانستان دلوی سفیر په حیث واستول سو.دا ارستوکرات حاصب له هغو ښه چا نس والوڅخه و،چي دنهم ټولکي کاغذ ئې لا په لاس نه ووراوړي. که چيري (موسيولینی) دهغه له شتون سره دسفیر په حیث مخالفت نه وائې کړی تر کلونوبه سفیرپاته وائې. خو(موسيولیني) وويل چي دا شیرخوره دسفیر په صفت نسي منلای.ژر وزیر اودکابیني غړی سو او په کابینه کي ئې د (ممتحن ) رول لاره.نوبه مي هغه دامتحان اخیستلو صحنه راپیا سول.چي یوه ورځ خدای بخښلي عزیز الرحمن خان آستاد (نعیم ) پر نقل ګیر کړئ.آستا په ډېر لوړ آواز ورته وويل :(اونعیم، شرمت نمي آید که باګردن لګلک مانند ت از پهلو فیلت نقل ميکنی).کله چي نعیم دخارجه چارو وزیر سو،دامريکا اونوروغربي هیوادو مرستي ئې جلب نسوای کړای. نو هغه و چي دشوري سره ئې دوستي ټینګه کړل. دوغو دو وروڼو(داؤد اونعیم) په مشوره سره دمسکو په لمن کي ځان اوهیواد ور واچاوه. بیله شکه داوسنۍ افغانسا ن د شاته پاتوالي اساسي عاملين دغه درې دکاکا زامن وو.او دابه ډېره ګناه اوجفأ وي که څوک یو له دغودرو څخه یو تر بل ښه یاخراب وبولئ. یا دیوه په منځ ته راتلو اوبل له منځه تلو خوښ واوسي. او دتعجب ځای دئ لاسته خلګ چي سرودونه ورته لولي……. بلۍ وزیر صاحب عبدالقیوم خان داودخان، ظاهرخان اونعیم خان تر ما څه چي تر ټولوښه دنژدې پيژندل.
په دوام ئې بیا لیکي :(یک اودرزاده ایکه بعد از۳۹سال سلطنت احسا س خستګی مينود ازبین ميرود وجایش را اودرزاده ،دیګراودرزاده،تازه دم وتشنه بخون –ميګیرد.این اودرزاده، دوباره، بقدرت رسیده که همواره روابط پادشاه را با صدراعظمان ووزرا،غیر دیموکراتیک ميخواند، بمجردیکه قدرت بخودش تکیه ميکند صدراعظم وقت رابدون محمکه بزندان ميکشاند وزرا،رابطور نظربند درخانه هایشان محکوم ميسازد.این جناب که ازتمرکز قدرت درمقام سلطنت هميشه شکوه مينمود – وازهمين جهت فصل پادشاه رادر قانون اسا سی وقت ماغیر قانونی ميدانست وهمواره مورداعتراض قرار ميداد- با نشیستن بچوکی ریاست جمهوری ،مقام صدارت(ریاست جمهوری) رابا نیم درجن چوکیهای عمده کابینه ضميمه ،چوکی خود ميسازد.قانون اساسی رابحکم اینکه کافی دیموکراتیک نیست، ازبین ميبرد،مګر بعوض آن خودسری های (کميته مرکزی) راجانشین آن ميسازد وخود بحیث رئیس جمهور انتصابی، سارول «خود کوزه وکوزه ګر وهم ګل کوزه» عرض اندام مينماید…..
فی الواقع این اودرزاده های چالاک هم این ميکنند وهم آن ميکنند …… ودرحق آنقوم بیچاره،ما چي ناګفتنی هاست که نميکنند…..پسربی خیر شان قسم که اقلا درهمين یک صنعت-صنعت شعبده بازی سیاسی بلا ميکنند….. ).
دغه یوه کلمه(من بیدون خدابه کسی دیګرتسلیم نمیشم) چي په درواغوئې دځانه اوخیټي جوړه کړیده یوشمیراشخاص اويا دشاه هی کورنۍ نوکران دداؤد دخولې دوی نقل( قول) کوي،په هیڅ ډول دمنلونده،چا واوریدل؟ څوک هلته موجودوه؟ چا ته ئې وويل؟امام الدین خان خوداخبره نده کړې.نوبل څوک خوداؤد خان ته ورغلې نه وه. بیل مقتول،وژنکي او خدای.بل مسلماني په خبرو نده،دخلګو مخته دخلګو دختا ایستلوپه منظورد مسلمان اکټونه مسلماني نه ده ،باورپرخدای(ج) اوعمل غواړي په (خوله اقرار په زړه تصدئق) ایمانه دي.پس داخبره رښتیا نده. اوموږ ولس ته ددې خبري څه ګټه. بل داکورنۍ اومسلماني ،غله نه وه؟ ،قاتلان نه وه؟، بداخلاقه نه وه؟،که نه وه نودکرزي دحکومت پروخت ظاهرشاه دغه (۴۷۴) میلونوپه ارزښت جائیدادونه چي خرڅ کړل اوپیسې ئې ایټالیا ته یوړې دا دچا مال ؤ؟دهنده خوئې پلرونه په لنګوکي راغلې وه. دپردونوکران دملت دښمنان خوهمدغه وه. څوک وه اودکم حق دچاه په خوښه دوې زموږ پرڅټ سپاره وه ؟.پس نو اسلام اوداسلام مقدس نوم ته سپکاوي باېد ونه کړو،قاتل وژونکي ،ناروا،غله ته داسلام دخدمتګار نوم ورنه کړو. ښاغلی محمد آصف آهنګ په خپله يوه مقاله کي چي دخدای بخښلۍ محمد علی «تاج» دزیږدنی د(۹۵) کلیزي په وياړ په لندن کي جوړه سوي وه دداؤدخان په باب داسي وائی:(دکتور محمودئ ،ميرغلام محمد غبار،مير محمد صدئق فرهنګ از شهرکابل وچاردهی خودراکاندید کرده بودندوازاطراف همديکر اعضأ ندا خلق ووطن،مانند دهقان بدخشي، عبدالاول قریشي،مولوی خسته ومحمد علم مظلوميار ازین دوجمعت خود راکاندیدکرده بودند.به دستورسردارمحمدداؤدخان درانتخابات علناً مداخله نمودندوخلاف قانون مطبوعات مانع ا نتخابات آن ها درشورائ ملي شدند).په دوام ئې وائې چي زه (آهنګ) او عبدالحی عزیزی دانتخاباتو هیئت ته ورغلو،ورته ومو ويل چي موږ دغبار نماینده ګان یو. دکميسون مشر یو ملأو،موږ ته ئې ويل دا دخدای کوردئ دلته نماینده، مماینده نه چلیږی لارمو وهی.هغه وچي خپل دخوښي خلګ ئې پارلمان ته کامياب اومخلفین ئې زنداني کړل. .ښه وایي
سينه مي ستړې له ډېره غمه ده
پسخاک مي ډېردئ ښادئ مي کمه ده
ددریمي برخي پاي .دوام لري