.
د سويلي اسيا فوټبال سيالۍ: افغانستان پايلوبې ته ورسېد
-
31 دسمبر 2015 – 10 مرغومی 1394
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سویلي اسیا د فوټبال سیالیو په نيمه پايلوبه کې سريلانکا ته په زړه پورې ماته ورکړه.
د لوبې په پيل کې داسې ښکارېده چې دواړه ټيمونه به د يو بل پر وړاندې خورا سخته لوبه وکړي خو داسې ونه شوه.
د افغان ټيم لپاره سيد هاشمي د لوبې په لومړۍ نيمايي کې ګول وکړ.
افغان لوبډلې په دویمه نیمايي کې هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړ، خو سیالې ډلې یې تر ډېره دفاعي بڼه خپله کړه.
د سريلانکا لوبډلې ګول ساتونکی د تېرو لوبو په پرتله نن کمزوری ښکارېده. خو افغان ګول ساتونکی بیا و توانېد چې څو ځلې له خپل ګول په ښه توګه ساتنه وکړي.
وړاندې تر دې افغانستان بنګله ديش، بوټان او مالديپ هېوادونو ته ماتې ور کړې وه.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره سيد محمد هاشمي، کنشکا طاهر، خيبر اماني، ارش، هاتفي او فيصل ښايسته ګولونه وکړل.
د افغانستان او سريلانکا تر منځ د لوبې بهير
افغان ولسمشر اشرف غني د دغې کاميابۍ له امله ټولو افغانانو ته مبارکي ويلې ده.
افغانستان به د سويلي اسيا د فوټبال سياليو پايلوبه د درېيم ځل لپاره له هند سره يکشنبې د جنورۍ پر درېيمه ترسره کوي.
د ۲۰۱۱ کال سیالۍ د هند او د ۲۰۱۳ کال د افغانستان په ګټه پای ته رسېدلې وې.
دا به د جنوبي اسيا سياليو کې د افغانستان وروستی لوبه وي، ټاکل شوې ده له دې وروسته به افغانستان د منځنۍ اسيا سياليو کې برخه اخلي.
په دغو سياليو کې کې به افغانستان، ايران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان ګډون کوي.