سردارمحمد داودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش

څلرمه برخه
سردارمحمد داودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش
(کودتأ یاکورنی جوړښت)
خپلۍ کورنۍ،افغان ولس ،جهان اوظاهرخان (شاه) ټولوسردارمحمدداؤد خان دیوه لیوني په نوم پیژند ئ.کله چي سردارمحمدداؤدخان په جلأ ل آباد کي والي اودقول اردو قوماندان ؤ،یوورځ دجلأ لآباد څخه دموټرپه سوارلي دکابل پرخوا راتلۍ.په لاره کي ئې یوځوان ولیدئ چي پرخره ئې واښه بارکړي اوخپله هم دبارپرسر پرخره سپوردئ.داؤدخان خپل موټروان ته وویل موټرودروه.موټروان موټرودراوې،داؤدخان دموټره څخه تاسو،اوبرابردهغه هلک پرخوا ورغلۍ چي دوښودبارپه سرکي پرخپل خره سپوردئ. هغه ئې دباره څخه لاندي راشوه کړئ اوڅو چپلاخي ئې ووهي.خلک ئې تماشې ته راغله ځوان هلک غوښتل داوخان ته بد الفاظ(ښکنځل) وکړي، ځکه هلک په خپله ګناه نه پوهیدئ اوسردارنه پیژني،دلته دکلیوالوخلګو څخه یوسړي ووهل سوې هلک ته وویل چي پام کوه دالیونی سردارداودخان دئ.ځوان هم وداودخان ته مخ ورواړاوه اوداسي ئې ورته وویل: «ته خو په رښتیا لیونی ئې» .


راسې دمحترم تورن جنرال سید عبدالغني خان خبرې هم په غور سره واورو،کوم چي دسردارمحمد داودخان تر کودتا مخکي نوموړۍ دظاهرشاه په حکو مت کي دټول افغانستان دژاندارم اوپولیسولوی قوما ندان ؤ . تورن جنرال سید عبدالغني صاحب وائې: ((زه دسردار داؤدخان دکودتا په پلان ښه خبرسوم.پوره اسنادپه لاس راغله دشاهي کورنۍ غړو ته مي خبرورکړئ))،چا توجه نه کول.دا چي ماډېر کلونه دشهزاده احمد شاه(دظاهرشاه زوی) دخاص یا ورپه توګه وظیفه اجرأکړې وه، بالأخره مجبورسوم چي داخبره دمحترمي ملکې(دپاچا ښځه) اوخپله دشهزاده احمد شاه سره شریکه کړم. چي داؤدخان دکودتاه ترتیبات نیولي دي.ما ددوی (ملکې اوشهزاده احمد شاه)څخه وغوښتل چي دکودتا چيانو دګرفتارۍ آمرصادرکړي. اودامي هم پراضافه کړل چي که ئې نه کوې راتلونکی مسؤلیت به ستاسي پرغاړه وي،اوداخبري ټوکي نه دي.دوی خاموشي اختېارګړل. وروسته ئې راته وويل چي دسردارعبدالولي سره خبري وکړه)). داداصلي کورني پروګرام اولوبي څخه بې خبره افغان جنرال صاحب په یوسا ،منډه اوصداقت ځان سردارعبدالولي خان یا دسلطنت بل واکدارته رسوي،هغه ته خپل دزړه غوټه خلاصوي ،ټولي خبري ورته کوي.پوهيږی چي سردار عبدالولي وتورن جنرال صاحب سید عبدالغني خان (دټول افغانستان دژاندارم اوپولیسو لوی قوماندان )ته څه تهدید آمیزه جواب ورکوي؟داسي((جنرال هیچ کس قدرت کودتا راندار د، متوجی وظیفه خودبا ش،اضافه ترازاین درموضوعات فاميلی ما مدا خله نکن.)) ترجمه : (جنراله هيڅوک دکودتا توان نه لري ،ته خپلي وظیفي ته دي متوجه اوسه ،ایضا فه تردې زموږ په کورنیو موضوعاتو کي مداخله مه کوه).دایوازي زه اومحتر وزیرصاحب عبدالقیوم خان نه یوچي وایودادشاهي ارګ دننه دکورنۍ ترمنځ په توافق وخپل کدارې ته دساه ورکولو یوسازش د(کودتا) ترنوم لاندي بلکي ټول شواهد داسي دي. جنرال صاحب عبدالغني خان ددرواغ ويلو سړی نه ؤ اونه دئ.دوځله دتحصل دپاره خارج ته تللی،تورن جنرال وو.بل دملکې،دسلطنت دوارث احمد شاه اوددفاع دوزیر سردارعبدالولي ټولوخبري یوشان وې، نوفکرنه کوم چي ظاهرشاه دي دټولوخبرو خبرنه ؤ. دهرچاه زړه چي واقیعتونه څه ډول بیانوي ،اولڅوي او که ئې پټ اوماستما لي کوي ،دهغوی خپل کاردئ ،خوواقیعت داسي دئ لکه جنرال سیدعبدالغني خان چي وايې هر څه دپه خپله سرته رسولې،اوریدلې اولیدلې دي نه دبل دخولې بیانونه. نوآیا افسانی به رښتیا وي که دهغه کس خبري چي عملاً ئې سرته رسولې وي ؟.
سردارداؤدخان په لمړی سرکي (دظاهرخان دسلطنت پر محال )په دې هدف سیاست ته ورودانګل ،دترقی اوانقلابي توب خبري کولی چي په سیاسي حرکتونو کي منورین وپیژني اودهغوی په منځ کي د رښتیني سیاست مینوال وپیژني ،چي څوک یا کم اشخاص واقیعاً په نظام کي دمثبت بدلون ،دولس په ګټه بدلون راوستل غواړي .اوکم شخص دټولني په منورینو کي دنفوذ اواعتبار خاوند دئ.او ددوی سلطنت ته څونه ګټور اویا مضر تما میږي. څوپه وروسته کي لیونۍ سردار دهغوی دله منځه وړلوپروخت ډیر ستړې نه شي اوهغه شخص یا شخضیتونه په مخلیفو بهانو،پلمو اوتهمتو سر تهمتي اودمنځه یوسي .اوبیا دخپلو نیکه ګانو،پلرو اوآکاکا نو په شان وطن دمړو خا لي کړي ډېرئې ووژل، بندیان ئې کړل اوفرارئې کړل. سردارداؤدخان په ورستیو کي بلکُل دپخواني روم دلېوني امپراطور(کایوس کالي ګول) کاروته لاس واچاوه. خو دی په دې نه پوهید ئ چي هغه بله زمانه وه دهغه په شان ترډېره بریالی نسو. اونه داسي لېونی سو لکه په ورستیو چي (آشوکا)ؤ.
دوایروس(A) په لمړي قسمت کي چي (چګونه ما به بیماری هجوم به افغانستان مبتلأ )میګردیدم. کتاب مؤلفین ولادیمر سنیګیریوف تاریخدان وژرنالیست ،والیری سامونین،عضوسابق دفترکی،جی،بی درکابل. څوځایه لیکي چي دداودخان کودتا دسلطنت دواکدارو(سلتنطي کورنۍ) په تفاهم سرته ورسیده ،خصوصاً دمحمدظاهرشاه اوداودشاه ترمنځ دمثال په توګه داسي لیکي:(یکی ازافراد نزدیک به خانوادهء شاهی به دفترکشف خارجی درکابل محرمانه اطلاع میداد که شخص شاه غالباً دربه رااندازی کودتا دست داشت). بیا(اطلاعات دربارهء اینکه«شاه به اجراءی کودتای جمهوری موافقت دارد».اونور،پس نوویلای سونه چي یوازي دورستنیو بدوپیښوټول مسؤلیت دسلتنطي کورنۍ پر اوږوپروت باردئ بلکي دوژل سواوقرباني سووطندارانوټول مسؤلیت ددوی دلوبي ښکارسول.
سيدمسعودپوهنیاردخپل اثر(ظهورمشروطیت وقربانیان ا ستبدا د درافغا نستان) په ۲۴۲ص کي لیکي((یوه ورځ محمد حسن ولسمل دداؤدخان دپیش خدمت سره په لاره کي تصادف وکړې. پیش خدمت محمدکریم وولسمل ته وويل:چي پرریس صاحب(داؤدخان) خوتاسي ګران یاست. ولسمل ورته جواب کي وويل ،بلۍهو!ریس صاحب دولت خوډېر مهربان شخصیت دئ.داامکان لري چي دازما یوکارت ورته ورسوي؟کریم وويل هو،نوولسمل داؤد خان ته پرخپل کارت باندي داسي ولیکل((زه افسوس کوم چي تاسي دقدرت په وخت کي څوک نه پیږنۍ)).کریم خان دولسمل کارت یاخط داؤ د خان ته ورسوي.ولسمل وائې:دوی ورځي ورسته مي حسن شرق غواړي،اوراته وائی چي یوځل ریس صاحب داؤد خان ته ورسه.پوهيږی چي څه وسول؟دادئ خپل پخواني آشنائی،اوسني ریس جمهورته ورسيدم.په دې اُميدچي نورنودخواری څخه خلاص سوم.کله چي دفترته داخل سوم،سلام مي وکړې،ډېرسوړجواب مي واورې دئ.ومي غوښتل چي کښینم سرداررا ته سردارسو،سترګی ئې راباندي راوایستې،په لوړ آوازاوقهرجنه لهجه ئې راته وويل((اودیګه احمق تان برضد من درچوک کندُزبیانیه داده وتوهمراه شفیق پَست(هدف موسي شفیق پخوانۍ صدراعظم وو) ماموریت راقبول کردی،وحالابرای من درکارت خوداینطورنويشته کرده ئی به کدام حق؟)) تر جمه : هغه بل احمق دي دکندُز په چوک کي زما پرضد بیانیه ورکړل اوتا دپست شفیق سره ماموریت قبول کړې اواوس پر خپل کارت ماته داسي لیکۍ په کوم حق ؟.)تر زیات توهئین اوخبرو وروسته ئې ولسمل دکوهدامن دولسوال پرمقام مقرکړ.په دوام ئې لیکي:چي دداؤد خان له دفتره را ووتم (ولسمل)مستقیم دمحمد هاشم ميوندوال کورته ولاړم. ميوندوال ته مي دداؤدسره دخبروټول جریان ووایه.زما (ولسمل)ترخبرواوریدوورسته ميوندوال داسي وويل:((داؤد خان ښه سړی دئ خودشلوکالودوست دمخبردیوې خبري سره هم نه برابر وي.)) لیکونکۍ: محمد هاشم میوندوال دولسمل صاحب ترورتګ اوملاقات دوی ورځي وروسته بندي کیږي اووژل کیږي.ولاهوعالم. سوال پيدا کیږي چي ولسمل صاحب به څنګه اوڅه مطلب دپاره دریس جمهورداودخان ترلیدو،تهدیداودحاکم په حیث دمقرری تروعدې وروسته مستقیم دميوندوال لیدوته ورځي؟ پداسي حال کي چي ولسمل صاحب پدې خبره ښه پوهیدې چي (سردارمحمد داودخان دمحمد هاشم میوندوال ) سره جوړنه دئ اوده ته داهم ثابته سول چي دسردار محمدخان نه خوښېدل چي دده ملګري دي دده دمخالف سره، کار وکړي اویا کښیني. اوس نوتاسي ووایاست آیا سردارمحمد داود خان قاتل نه وو؟ محمد (ص) فرمایي چي دیو مسلمان وژل دټول اسلام وژل دي.بیا بیله معلوم اومشهود جُرمه اوبیله دمحکمي له حکمه خونه داسلام څه چي دجهان وژل دي.دهمدغه کتاب په۲۸۲ص کي بیا لیکي: بسال۱۹۷۴م یا ۱۳۵۳هجري هنګاميکه اینجانب(سيدمسعودپوهنیار)بحیث سفرکبیرافغانستان درروم وظیفه دارشدم روزی نزدا علیحضرت شاه سابق رفتم.ایشان ازروش های خوشونت آميز سردارمحمدداؤدخان انتیقادکرده ګفت:که آن روش عاقبت خوب ندارد. وعلاوتاًبیان نمود که چون ميوندوال وخان محمدخان وغیره راسردارداؤد خان ګرفتارکرده محبوس نمود،او(شاه سابق)به ښاغلی نوراحمداعتمادي که آنګاه په صفت سفیردرروم بودګفت،که داؤدخان یګان دیوانکي دارد، مبادا اشخاص مذکوررااعدام نماید.اعتمادي اظهار داشته بود که داؤدخان آنقدرهم دیوانه نیست،که به کشتارآنها مبادرت ورزیده دست خودرادرخون شان الوده سازد.الته شک نیست که آنهارا مدت زیادئ زندانی خواهد نمود.شاه موصوف ګفت). ترجمه :( په ۱۳۵۳ هجري کال کي کله چي زه «سيد مقصود پوهنیار» په روم کي دافغانستان دلوی سفیر په حیث مقرر سوم. یوه ورځ دپخواني پاچا (اعلیحضرت محمد ظاهر شاه) لیدوته ورغلم. هغه دداودخان دقهره ډک اعمال انتیقاد کړل وئې ويل: داسي اعمال ښه آینده نه لري.اوعلاوه پرهغه ئې وويل چي دميوندوال اوخان محمد خان اونور، سردارداودخان ونیول اوبندیان ئې کړل. شاه وښاغلي نور احمد اعتیمادي چي هلته په روم کي سفیرؤ وويل، چي داودخان یولیونتوب لري نه چي داخلګ اعدام کړي.اعتمادي وويل چي دونه لیونی هم نه دئ چي مرګ ته لاس واچوۍ اوخپل لاسونه دهغوې په وينوسره کړي. اوپه دې کي شک نسته چي دډېر وخت دپار به ئې په زندان کي وساتي.) په دوام ئې لیکي :«ازآنروزسه روزنګذشته بود که شنیدم سردارهمه آن اشخاص را اعدام کرد». همدغه دسیدمسعود پوهنیارد کتاب ۲۵۹ص کي لیکل سویدي:((چنا نچه زندان قلعه زما نخان وچا های اطراف آن حصص زنده بانان وغیره ازکشتا رهای جوانان پیرو اسلام انباشته شده بود،که دراثرآن حتی فضای ساحات مذکورشدئداًمتعفن ګردئده هواکثیف آن رهګذر یان رادل بدکرده باستفراغ واميداشت. هرچند هیئت تفتیش بریا ست شخص دانشمند وپاک نفسي چون داکترعبدالمجید خان وزیرعدلیه جهت تحقیقات چندروزی بآنجارفت اما براثرا عمال نفوذ پرچميان پرقدرت نتیجهءآن تفتیش بصورت مرموزی بی نتیجه ماند.)) په پښتو(دغه رنګ د زمانخان قلعه اودهغه څلورخواڅاه ګانو داسلام دپیرو ځوانانو دمړوداجسادوډک سو ې وه.زیات بوي شاوخوا ټوله منطقه ونیول اوپرلاره دتلونکو به له ډېره بد بوي خواګرځيدل،که څه هم چي ددې موضوع دبرسې دپاره یوهیئت دپاک نفسه،عالم دهغه وخت دعدلي دوزیر «عبدالمجید خان» ترمشرې لا ندي وټاکل سو،څوورځي هيئت منطیقي ته دپلټنودپاره ولاړې ،خو ددداؤدخان په حکومت کي دپر چم دډلي دنفوذ له وجهي دهيئت دکارنتیجه په نامعلومو دلیلو ورکه سول). دهمدې موضوع په باب حقیت التواریخ په ۵۸۱ ص کي داسي لیکې: ( ازواقیعات دیګرکه درسال ۱۳۵۵هجري درقلعه زمانخان یک ګوردسته جمعي که قریب پنجصد جسد درآن دفن شده بود پیداشد……… که مردم فکرکردندکه کشته هاي روزاول جمهوریت یا هم مخالیفین جمهوریت است که بعد از اسقرار جمهوریت ګرفتار واعدام شده اند.طیب عدلي نظریه داد که این افراد به اثرلت وکوب وشکنجه وسؤ تغذیه ،دست وپای شکستن کمرشکستن وغیره بود است که تحقیقات جدی نشد.) پښتو متن :یو له واقیعاتو څخه په۱۳۵۵ هجري کال کي دقلعه زمانخان په ساحه کي تقریباً په تعداد دپنځو سو مړو یوځاي قبر وموندل سو.خلګو فکر کاوه چي دا مړي دجمهوریت په لمړۍ ورځ اویا هم ورسته دجمهوریت سره دنیول سو مخالیفینو مړي دي چي اعدام سوېدي. او عدلې طیب نظر ور کړي چي دا خلګ وحل سوي ،لاس اوپیښې ماتي ،ملأ ماتي او نور موجود وه. جدئ پوښته ونه سوه). داوه د سردارداوخان دعلاقه مندانو سپینه کودتأ. دپنځو سوو نفروقتل ،وژنه اوقبرهم نسي کولای چي دکودتا مخ تورکړي؟ که رښتیا داهرڅه پرچميانو کول نو سردارداودخان بیا ولۍ (قهرمان اونابغه) سوو.دسردارداوخان دوژنو اوترورونوکيسې څه کمی نه لري .محترم ډاکتر صاحب یا (وزیرصاحب عبدالقیوم خان)،محترم اکادمیسن محمد ابراهیم «عطائې» صاحب،محترم غلام محمد غبار،محمدصدیق فرهنګ، جنرال عبدالغني،دحقیت التواریخ مؤلیف ،محترم محمدکبیرسراج اومحترم ډاکتر فضل احمد کوهستا ني ،زه اوخورازیات نور دسرداري نظام اودهغه دواکدارو (محمدظاهر شاه، سردار محمدداودشاه اوسردارمحمد نعیم شاه)په باب اوددې کورنۍ په باب برابر فکر کوو،چي :دشاهي کورنۍ په ګډه مشوره سره سردارمحمد دادوخان ته دقدرت انتقال،اودخپل کورنۍ حاکميت دغزیدواودوام خبره وه. نورپرمحمدظاهرشاه هم دا چپنه لو یه اودرنه سوې وه.
.دڅلرمي برخي پاي.

عبدالقيوم

Comments are closed.