د شیکاګو لوزونه !!!
ليکونکي محمداقا کوچې
غبرګولی ـ ۱۳۹۱ کال
دروان کال د مۍ د میاشتې په ۲۲ مه نیټه دشيکاګو په ښار کې دناټو د نظامې تړون د غړو هېوادونو او د يو شمير نورو هېوادونو مشران او یا استازي د یو لړ مهمو نړیوالو مسالو منجمله د افغانستان د اوسنیوستونزو د حل اوپه راتلونکې کې ددې هېواد سره د مرستو د کولو د څرنګوالي په اړوند راټول شوي وه. نژدی ټولو مشرانو دافغانستان د خلکو سره د همکاری ژمنې تازه کړی او د هغې سره جوخت یې له افغان چارواکو څخه يو لړ غوښتنی هم وکړي چې لنډیز یې په لاندي توګه وړاندي کیږي :
لمړۍ ـ د ښې حکومتوالۍ رامنځته کول .
دویم ـ اداري فساد او مخدره موادو له منځه وړل.
دريم ـ دسولې او امنيت له پاره ګړندي ګامونه اوچتول
څلورم ـ دسولې او امنيت لپاره ګړندي ګامونه اوچتول
پنځم ـ دخلکو ټولنيز ژوند ښه کولو ته پاملرنه.
شپږم ـ دښځو د حقونو خوندي ساتل، اود جنايتکارانو پر وړاندی جدي ګام پورته کول.
اووم ـ د ځمکې د عاصيبينو او مافيا پر وړاندی جدي اقدام کول .
زه پر دی باورلرم چې ددی درندو وجيبو اودندو پر وړاندی اوسنۍ اداره چې دهمدغو کړيو سره تړاوو لري نه شي کولای چې د نړيوالې ټولنیغوښتنې او د خلکو د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولو لوزونه سرته ورسوي .
که څو ځله د توکيو، بن ، لندن . پاريس کنفرانسونه داير شي اود نړيوالو مرستی راجلب شي بيا هم ولس ته يي کومه ګټه نه رسيږې . د بيلګې په توګه په تيرو ۱۳ کلونو کې ۵۷ ميليارده ډالر مرسته وشوه لاکين د خلکو لپاره داسی پروژه يا ټولنيز کار ونه شو چې ددې وطن دځوان نسل د بيکارۍ مخه و نیسې . همداوس افغان ځوانانو زرهاوو تنه د کار ميندلو په موخه پرديو هيوادو ته د انساني قاچاقبرانو لخوا بيول کيږي ، د کاري کډوالو دا ستره برخه یا په لارو کې تریتم کیږي او یا هم د بردیو هېوادونو په نابلدو او پیچلو لارو کې د قاچاقبرانو د انسانې ضد چلند له امله خپل افغاني اصیل خاصیت د لاسه ورکوي او په پوډرو ، چرسو ، شرابو او نورو زیان رسوونکو کړنو روږدي کیږي . دداسي شومو پدیدو په مخنیوي کې نه افغان فاسدي دولتي اداري او نه هم نړیوالي ټولني کوم رغند او اغیز اچوونکی رول لوبولی دی .
د پاسنۍ ستونزي د حل پر ځاي چارواکي او سیمه ایز زورور د رشوتاخستلو، مجللو بنګلو جوړولو ، دمرمۍ ضد ګاډو لرلو او د خلکو د مال د غلا کولو په برخه کې يودبل سره سیالي کوي . په هر ولايت کې د واليانو، ښاروالانو ،قومندانانو ځانګړي اباد شوي ښارګوټي د ليدلو وړدي . دپارلمان ځينی غړي ،ځنې وزيران خو هم تر چا کم ندي دوی ټولو په چورکولو کې سوګند خوړلې چي يو تر بل به زيات چور کوي . دغو په حساسو چوکیو تکیه لګونکو هوډ کړی چې هريو بايد تر بل ښاسته کورونه ، هوټلونه، مارکيټونه، تر انسفورتي وسايل، ډيری ځمکې او زیاتي پيسي ولري ، د بيلګی په توګه د بلخ والي د لور، ځوی او نورو دوستانو په نوم د مزارشريف ښکلي تاريخي ښار کې څو څو ښارګوټي ودان کړي که هرات يا ننګرهار کندهار ته يانورو سيمو ته ورشي بيابه ننداری وکړی چې څه باز سازي يا رغونې شوی دا بی شميره بنګلی ، مارکيټونه، بی شميره مودرن قيمتي ګاډي اونور دچادي ، ولسونه هم هغسی ناداره او بيکاره اوسرګردانه دي .
زما هيله داده چې افغان دولتي چارواکې د شيکاګو په کنفرانس کې د نړيوالو پر وړاندی کړي لوزونه عملي کاندي خو زما باور نه کيږي چې دا وړۍ به شړۍ شي.
ومن الله توفيق