د جلال اباد ښاروال ته ډالۍ
غبرګولی ۱۳۹۱ کال
لیکونکی ـ محمد اقا کوچۍ!
ګرانو دوستانو زه د د ۱۳۹۱ کال دوري د مياشتې نه تر ۱۳۹۱ کال د غبرګولي تر نيمايي پوری په افغانستان کې يانی د ننګرهار ولايت هميشه بهار ښار ( جلا ل اباد ) کې وم . غواړم څه چې مې په خپلو سترګو ليدلي او یاکتلي دي د خپل ناتوانه قلم په ژبه تاسو ته په لنډ ډول ولیکم . جلال کوټ یا جلال اباد د افغانستان يو ډير تاريخي مهم سرحدي ښار دی . په دی ښار کې د افغان وطن غازيان ، خپلواکۍ ګټونکې ، د استعمار ضد مبارزین او د افغانانو د یو کولو د سپیڅلې ارمان تلپایه لاروي خاورو ته سپارل شوي دي . دا سيمه د ځواکمنو ليکوالانو، هنرمندانو، شاعرانو،اديبانو او پوهانو زانګو ده . هميشه يي د دښمن پر وړاندی اتلولي ښودلي ، دوطن ختيځه مورچه يي دد ښمن پر وړاندی ټينګه ساتلی او د خپل هېواد ، خاوری او ناموس څخه يي کلکه دفاع کړی ده .
د ویاړونو تر څنګ د ټول افغانستان په څیر دا سیمه هم د یو لړ داسي زورواکانو او او فساد خپرونکو څخه غذاب وینې چې لاسونه یې د بې ګنا افغانانو په وینو سره دي، د عادي خلکو او د دولت د شتمنیو په لوټولو یې ځانونه پړسولي دي . ددې پر ځاي چې دا ډول څيري بربنډي شي او د هغوي تور مخونه خلکو ته څرګند شي ، د فاسد نظام د کفایت نه لرونکو چارواکو له خوا ورته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکول کیږي .
که اصلي مطلب ته راوګرځم په خواشینۍ باید ووایم چې په دې ورځو کې دافغانستان دمشرانو جرګې له خوا د جلا ل اباد ښاروال ته د ښه کار له امله تقدير نامه ورکړل شوه . زما په ګډون ښایې د جلال اباد ښاریان هک پک شوي وی ، چي دمشرانو جرګه چې ځان د ولس استازيځان بولي د کوم قضاوت له مخې د جلال اباد اوسني ښاروال ته ، د کومو خدمتونو له کبله تقدیرنامه سپاري ؟ زه د یو عینې شاهد په توګه د هغه د کار څو نمونې خلکو ته وړاندی کوم .
دښاروالې دنده ده چې د ښار سرکونه ، کوڅی او پارکونه پاک وساتي ، د ښار او بازار د ګڼه ګوڼي ځایونه منظم او ښاریانو ته اسانتیاوي برابري کړي . اما داښار دومره چټل او ناپاک دی چې دبد بوی له امله څوک په ښار کې ګرځيدلی نه شي. هیڅ ډول ښاري انتظام نه تر سترګو کیږي . د پلي لارو او سرکونو تر منځ توپیر نه کیږي . د سرکونو پر سر د سوداکوونکو د ټیلو او ټمبو د لاسه اصلي هټیو ته لاسرسی ډیر ګران دی .هيچا ښاروال او يا يي مامورين نه دی ليدلي چې په دی هکله کوم کار سرته ورسوي.
د ښار والي یوه مهمه دنده دنرخونو کنټرول دی ، دومره ګډوډی چې په نوموړي ښار کې شته بل ځای يي مثال نه تر سترګو کیږي .
د ځمکو مافيا پوره فعاله ده . په نوموړي ښار کې د خپل سرو او بې پلانه مڅکو خرڅولو څخه نیولي بیا د نقشې نه پرته ابادیو کولو پوري چې هیڅکله ډادمنه راتلونکي نه لري د جلال اباد ښاروال او د هغه فاسدو انډیوالانو ته ښه چانس برابر کړی چې یوازي او یوازي په ناروا ډول پیسې راټولي کړي او په خپلو جیبونوکې یې واچوي .
کله چې ښار وال دفتر ته راځي هيڅوک داتوان نشي پيدا کولی چې خپلی ستونزی ورته ووايي . په لوکسوڅوموټرو کې دده کاروان راځي د شلو ميلټو وروسته په يوه بهانه اوبله بهانه ددفتر څخه وځې . هغه په اصطلاح انصافدار د ځان له پاره شخصي ښارګوټی د سرخرود په دوسرکه کې اباد کړی ، د يو بل بيلډينګ کار يي د ښار په منځ ددرمسال شاته پیل کړی او په لسګونو نور کارونه هم کوي . داصنافو د ستونزو دحل لپاره يي يو ګام نه دی پورته کړی ، افسوس په دی قضاوت !!! زه نه پوهيږم چې د مشرانو د جرګې کوم کس يا چارواکی به یې پر څه نازولی وي . درشوت او فساد خو هلته مور لنګه شوی ده . نوری داسی ورانی ويجاړی هم هلته شتون لري که څوک دده کارونه په رښتیني توګه وڅيړي ټول به له يوی مخی زندان ته واچوي .
ومن اله توفيق
د جلا لاباد دخلکو اواز