دامریکا او کانادا له هیوادو څخه !
د تسلیت پیغام
دښاغلې پوهندوی استا د باز محمدخان «ساپي» په مړینه خفه سوو. دساپي صاحب لویه ناروغي دوطن سره لیونې مینه وه،هر وخت چي هر دوست به يې ورسره خبري کولې ډیرژر به ساپي صاحب دوطن یادونه،دردونه اوغمونه ورسره شریکول.هیڅ وخت يې دخپل بطن دننه دخپلو سږودتکلیف شکایت نه مخته کاوه،په هر ځل ورسره دتماس پر وخت به ارواښاد دوطن اوولس پر بدحال خپل خفګان ښکاره کاوه. نو دا دوطن سره دده لیونې میني يې دبطن دننه مریضي نورهم غښتلې کوله ، هغه آرمان درلود تر څو خپل هيواد آباد او سمسور او خلک يې نېکمرغه ووينی . دادي آر مان جن له دې نړۍ څخه ولاړې.روح دي يې ښاد وي . زه دلته په امریکا کي دراسره ملګرو په استازيتوب لیکم چي موږ ټول د ارواښاد سا پي صاحب د درنې کورنۍ سره ، د هغه له دوستانو، د ملي ګوند د رهبرۍ او د ملي ګوندد ټولو غمځپلو غړوسره په دې غم کي شریک یوو.آستاد بازمحمد خان ته د رب ددرباره جنت فردوس اوتاسي ټولو ته دزړه صبر اوحوصله غواړو .وسلام
دامریکا څخه دخپلو راسره ولاړو یارانو په نماینده ګي.
عبدالقیوم امریکا ،ویرجینیا