د شعر په ژبه ، د قاضي تورپېکۍ « ولي ـ قاضي زاده » له خوا له راروان لوی اختر سره د زړه خواله !!
اختره مه راځه !؟
اختره ! که راځې ؟ له مسافرو ګوښه درومه !
هرځای کې له بېوزله مُهاجرو ګوښه درومه !
زمونږه د ټاټوبي په لورمه ځه! هلته جنګ دی!
له:کونډو ، يتيمانو ؛ خون ځيګرو ګوښه درومه!
څلوېښت کاله زمونږه بې ګناه وينې بهېږي!
خوار،زاريوو؛درپه در؛له:درپه دروګوښه درومه!
زوی مړې،بورې شوې مېندې؛ساندوباندې سردي!
له : پېغلو او ځوانانو ؛ ښځو ، نرو ګوښه درومه !
له ما ځنې: وطن،خپل اوخپلوان؛هېوادوال وړاندې!
له ، ما يې؛ بې خبر! له : باخبرو ګوښه درومه !
اختره! لږکي، د:« تورپېکۍ » پښت ته، ګواښېږي!
مين چې په نفاق دي ؛ له : اکثرو ګوښه درومه !!!
۲۷/۸/۲۰۱۷ م. کال
کلفورنيا ـ د امريکې متحده ايالات