د شهيد محمد هاشم وطنوال د شهادت يو کال پوره شو
ګرانو ملګرو د سنګر يارانو
د 2012کال د جولای ۱۷ نټیه د يوه زړه ور وطنپالونکی شهيد هاشم وطنوال د شهادت کاليزه ده . پوره يو کال د مخه په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی او د افغانستان ملی ګوند د رييس مرستيال ، د ګران هيواد د آبادۍ او خلکو د نېکمرغۍ د لارې زړه ور او نه ستړی کيدونکی مبارز هاشم وطنوال د هيواد او افغان ولس د دښمنانو د نا ځوانمردانه تروريستی بريد په پايله کې په تراژيکه توګه په شهادت ورسيد . د سرلوړی او زړه ور وطنوال د سنګر يارانو د يوې لويې تشې د احساس سره سره د خپلو سورمخو شهيدانو او د هغوی له منځه د اتل شهيد وطنوال د سپيڅلو آرمانو په لاره کې د لا غوڅې او ټاکونکی مبارزې تکل کړی دی . مونږ د ټولو وطنپالونکو شهيدانو په پاکو وينو لوړه کړی ، چې د هيواد د آزادۍ او آبادۍ او خلکو د نېکمرغۍ او د انسان مقام ته د درناوی توغ به د وطنوال په څېر د ژوند تر آخری سلګۍ پورې اوچت ساتو . د هيواد د ټولو وطنپالونکو اتلو شهيدانو د آزادی غوښتونکو مبارزو له وياړه ډک دودونه به پالو . مونږ به د انسانيت ، ورورولۍ ، برابرۍ ، دوستۍ او ګډ انسانی ژوند له پاره بل شوی څراغ د خپلو وينو په بيه ځلاند او روښانه وساتو . مونږ به د هيواد ټولو تيارو ګوټونو ته د هغه څراغ رڼا ورسوو، کوم چې د شهيد وطنوال په څېر د نورو زرګونو شهيدانو او وطنپالونکو په اوسپنيزه اراده بل شوی دی . شهيد وطنوال د يوه رسالتمند انسان په توګه د تاريخی دندود اجراء ، ملی او وطنی موخو ته د خدمت په ډګر کې نمونه وړاندې کړی ده . تاريخ زړه ور او په سرتېر، اتل وطنوال په خپله وياړلی غيږه کې په اوچت او نه هيريدونکی مقام وټاکه .
سړيتوب په دنيا نه دی په نرتوب دی
پاچاهان په پاچاهۍ کې وی زبون
چې قدم ور باندې کيږدې سر يې درومی
وطنوال کاوه په داسې لارو يون
يو د بل په ځای راځی د دنيا دود دی
وطنوال قايم مقام شو د مجنون
( له خوشاله اقتفاء )
په داسې حال کې چې د شهيد وطنوال درنه کورنۍ او د افغانستان ملی ګوند ټول غړی او مشرتابه هيات د شهيد وطنوال د درنې ضايعې له امله تر اوسه په وير او ماتم کې دی ، ګران هيواد افغانستان د يوه مزمن بحران څپو رانغښتی دی ، او زمونږ د زخمی هيواد له زخمونو وينې څاڅی ، بنسټ پالونکی ، تروريستان ، د جهادی واکمنۍ د ننه او د هغه څخه د باندې لوټماران او غله په پوره بې رحمۍ او بې شرمۍ سره د افغانانو پر تاريخی ټاټوبې هره شيبه ، هر ډول خاينانه معاملې او سوداګرۍ ته تيار دی . زمونږ د سرلوړی هيواد پر زامنو د پردو په لمسون بريدونه کوی ، وينې تويوی ، غواړی ژوند په مرګ محکوم کړی او د وخت رټ ودروی . د تاريخ او زمانې کاروان ، بې اختياره ، بيله دې چې د سپو غپا ته تم شی ، پر مخ ځې او خپل سوبمن مارش ته د انسان او وخت د غوښتنو سره سم دوام ورکوی . د شهيد وطنوال او نورو وطنپالونکو د سپيڅلو آرمانونو تحقق د افغانستان له بچيانو د يووالی او يو موټيتوب غوښتنه کوی . د شهيد وطنوال د سپيڅلو آرمانو وارثين د افغانستان ملی ګوند ددې سترې تاريخی چارې د سر ته رسولو په لاره کې هر ډول تېريدنې ، زغم او پخلاينې ، مرستې او ګډ کار ته تيار دی .
ددې کرښو ليکونکی د شهيد وطنوال سره د آرمانونو په اشتراک برسېره ځانګړی او شخصی پيژندګلوي او دوستي درلوده . زه به په دې مختصر کې د خپل ګران او تللی ملګری شهيد وطنوال د کارنامو او د هغه د شهادت د لاملونو په هکله د درنو لوستونکو سره لنډې خبرې ولرم ، خو تر هر څه د مخه د شهيد وطنوال له خولې يوه څلوريزه ستاسو سره شريکوم :
ماويل داجوزدۍ يانسترن
له مجلسه ولاړيږی ياران يويو
تماميږي دلحد په زندان يويو
نسترن که چمبيلي که ارغوان دي
پرسينه باندی وي يمان يو يو
د شهيد محمد هاشم وطنوال لنډ ژوندليک !
وطنوال په ۱۹۵۲ زيږديز کال دروزګان په ولايت کې ودی نړی ته سترګې خلاصی کړيدي او دپلار يوازينی زوی وو.
دری زامن ۴لورګاني لري ، لومړنې او ثانوي زده کړې يې په پوره لياقت سره په خپل ولايت کې سرته رسولي وروسته يې عالي زده کړی د کندهار په عالي موسسه کې سرته رسولي اوبيا دکابل پوهنتون د علومو پوهنځي څخه فارغ او په روزګان کې د ګوندي دندی تر څنګ يې دولتي دنده سرته رسولې ، وروسته د ۱۳۵۷کال دثور د بريالي پاڅون وروسته دروزګان ولايت کي د ښونۍ روزنې په رياست کې د څيړونګي دنده سرته رسوله اود افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د ګوندي چارو مسوليت يې هم درلوده ، له دی وروسته دهرات په ولايت کې د مستوفي په حيث دنده اجراکړی ده ، شهيد وطنوال په پوره ايمانداری د ټولو سياسي مسألو په هکله روښانه او غو څ دريځ درلوده ،په ۱۳۵۸ کال کې د کورنيو چارو په وزارت کې اداري مرستيال، دلوګر ولايت ګوندي منشي، د خوست ولايت ګوندي منشي پاته شوی دی وروسته د افغانستان دخلکو دموکراتيک ګوند په مرکزي کميټه کې د محلي ارګانونو د څانګې مسول وو.د همدی ګوند د مرکزي کمیټی غړی هم وو.
د هيواد نامتو شاعر سليمان لايق وايي
څومره اوږده دي زموږ غمونه
څومره لنډي دي زموږ عمرونه
سړی له خوبه لا سم ويښ نه وي
چې راخواره شي دمرګ خوبونه
وطنوال دظلم ، تيري او هر ډول ناروا سره نه پخلا کيدونکی وو، له همدی امله په ۱۳۵۸کال کې د هرات د مستوفيت له دندی ګوښه او سياسي بندي شو ، په زندان کې سره لدی چې ډيری شکنجی ورکړل شوی وی ولي نوموړي هميشه په خورا لوړ مورال سره مقاومت کاوه ، خپل متانت ، زړه ورتوب او جرأت يې ،په زندان کې ساته . د وطنوال د زندان يار اينجنر عبدالباقي لعلي چې اوس په سويدن کې اوسيږي دشهيد محمدهاشم وطنوال په هکله د زندان خاطرې داسی بيانوي په ۱۳۶۸کال دصدارت په توقيف کي د محمدهاشم وطنوال سره په کوټه قلفی کې يو ځای وم زموږ سره جنرال محمداسماعيل وردګ، ډګروال اصف، ډګروال قيام الدين ، ډګروال عبدالشکور، ټول په يوه کوچني خونه کې وو د کوټه قلفی شرايط ډير سخت وو دلته يې بيانول ضرورندي ، خو زه يوازی دشهيد محمدهاشم وطنوال او ډګروال قيام الدين خپله خاطره په لنډه توګه وايم، قيام الدين ته په ۶ شپوورځو کې ۱۴۴ ساعته بي خوبي او شکنجه ورکړل شوي وه ولي نوموړي خپل متانت او حوصله له لاسه نه وه ورکړی ډير بايمانه افسروو .
او شهيد محمدهاشم وطنوال چي دنورو په شان له تحقيق څخه راستون شو لمړی به يي دری او بيا پينځه ګوتی پورته کړی او وبه يي ويل انډي والانو مه خفه کيږي هرڅه سم يږی د ګوتو اشاری دامانا ورکوله چي دوخت حاکم رژيم تر درو يا څلورومياشتو زيات دوام نشي کولاي .سره لدی چې زموږ سره يو نفر دګل احمد په نوم يو د استخباراتو سړی هم وه او موږ پيژندلو لاکين شهيد هيڅکله له چا ويره نه درلوده او هيچا ته د تسلمې سر کښته نه کړو ، نوموړي تل روښانه دريځ درلوده، نوموړي په خپل ژوند کې هيچا ته ضرر ندی رسولې، هميشه دخلکو په چوپړ کې وو.ګرانو دوستانو شهيد وطنوال د خلکو سره زياته مينه درلوده وطنوال د کورنيو چارو په وزارت کي د اداري ريس په توګه دنده سرته رسولې د ټول ګټو وزرات کې د ريس دنده، کله چې په لوګر ولايت کې حالات خراب ول ګوند پريکړه وکړه چې د وطنوال په شان مجرب کادر هلته د ګوندي منشي په حيث واستول شي، ده په خوراميړانه دادنده سرته ورسوله او هلته يي دخلکو په مرسته د امنيت د ټينګښت سره مرسته وکړه او په ټپه ولاړ کاروان يي په حرکت راوستلو، بيايي د خوست ولايت ته دګوندي مسول په حيث واستولو هلته هم دښمن خورا نفوذ کړی وه اونژدی وو چې خوست سقوط وکړي لاکين کله چې شهيدوطنوال هلته واستول شو دخوست د ميړنيو خلکو په مرسته يي هلته د امن او نظم په راوستلو کې خورا ښه رول ولوباوه او خلکو دده دښو خدمتونو يادونه هميشه کړی او کوي يي . وروسته د افغانستان د خلک دموکراتيک ګونددمرکزي کميټی غړی شو او د مرکزې کميټې په اپارات کې د محلي ارګانونو مسول وټاکل شو، دلته هم دوخت رژيم د زياتو کړو وړو سره موافق نه وو شهيد به هميشه هغه څه ويل چې خلکو غوښتل لاکن زياتی کمزوری موجودی وی وطنوال له دا ډول کړنو سره جوړ نه وو يوځل بيا په کال ۱۳۶۸ ، ۱۶ د کب سياسي بندي شو پوره دوه کاله يي زندان تير کړو. ولي دی ارام نه وه په داخل کې د زندانيانو سره د وطن په هکله سياسي هلي ځل کولی له زندانه بهر يي هم د ملګرو سره اړيکي تامينولې زه هم يود هغو کسانو څخه يم چې دده سره زما اړيکې وی . دورځی پيښي ، سياسي توطيي ،او معاملې ،،به موڅيړلی او له نورو روڼ اندو سره به مو شريکولې ، کله چي رژيم د سياسی معاملو په نتيجه کې ړنګ شو شهيد هم له نورو يارانو سره له زندانه را ووت، د پاکستاني اجيټانو او وطن پلورونکو پر ضد يې مبارزې ته دوام ورکړ .
شهيد وطنوال ټول عمری د وطن د خلکو د نجات او آ زادی له پاره مبارزه وکړه د روڼ اندو او دخلکو د بېلا بېلو قشرونو سره يې پرلپسې او دوامداره اړيکی لرل ، له ستونزو سره يي په خورا لوړ مورال مبارزه کوله، ده به تل ويل چې بايد د خپلو خلکو سره په دوامداره توګه اړيکي ولرو او خلک په دی وپوهووچې له بهره ددی وطن پر وړاندی توطیيي تر لاس لاندی دي بايد ددښمن پر ضد د يووالي لاسونه سره ورکړو اود دښمن لاسوهنی شنډی کړو. همغسی وشول ،شمالي ټلوالې دداخلي توطيه ګرانو، د بهرني اجينټانو سره لاسونه يو کړل په کابل کې جنګ جګړو زور واخستلو ۶۰زره عام ولس ووژل شو ، خلک اواره شول هر څه چور او تالا شول ، شهيد وطنوال بياهم د سولې د تامين په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ .
په دې ځای لازم بولم دده په وير کې د پياوړي عبدلباري جهاني يو شعر چې دده په وير کې ليکل شوی ځای ورکړم
د وطنوال په ویر کی
خړ توپان دی د لوخړو
تر هر وره رسیدلی
یو یو کاڼی له آسمانه
پر هر کور دی رالویدلی
هر افغان دی ددی خاوری
نن په اوښکو لمبیدلی
پر اوار ټغر د غم یی
خوښ پنجاب دی نڅیدلی
که افغان په خوب ویده وی
او ګرګین را پاڅیدلی
هم به لر وی، هم به بر وی
پدی غم کی زنګیدلی
ګوره تور دیب سری منګولی
فرشتو ته خښمیدلی
هره ورځ یو «وطنوال» خوری
چی په خیټه پړسیدلی
هم په بم هم په راکټ مری
هر ددی هیواد وګړي
پاڅولای پښتون نه شم
خدایه څنګه خوب وهلی
«پښتنو! کښتۍ ډوبیږی»(۱)
«جهانی» مو ارویدلی؟
که یو نشی نو ورکیږی
ځان ته مه وایه ښاغلی
نوزادی په لوړ آواز دی
دا پیغام در رسولی
ډنمارک – ۱۹ /۷ /۲۰۱۱
(۱)-دا د وتلی شاعر عبدالباری جهانی د یوه شعر مطلع ده چی پښتانه یی مخاطب کړیدی.
سرچینه : د اصالت ویبپانه نه په مننې سره
شهيد محمدهاشم وطنوال هم د نورو په څېر د يوه وتلي غيرتي او سپيڅلي مبارز په توګه د ديورند د تش په نوم سرحدی کرښی اخوا د لواړګي په دره کې د خپلو بچو سره کډوال شو او هلته يې ديو شمير پښتنو روڼ اندو سره دافغان ولس د ستونوزو د حل په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ څو ځله يې په پټه سره ګران هېواد افغانستان ته سفرونه وکړل او هلته يي د خپلې عملی مبارزی لپاره کار او فعاليت ته دوام ورکړ . لاکن بهرنيو لاسوهنو په بربنډه توګه خپلو شيطاني موخو ته د رسيدو له پاره کار ته دوام ورکړ او په دې لړ کې يې يو تعداد زيات روڼ اندی په کویټه، پښاور او افغانستان کې ترور کړه ، آي اس آي دنورو روڼ اندو د ترور پلانونه ترلاس لاندی ونيول چې شهيد وطنوال هم د وطن پريښودلو ته اړ شو .
په خورا سختو او ستونزمنو شرايطو کې دسويډن شاهي هيواد ته د مهاجر په توګه راغۍ او د خپلو نورو همفکرو ملګرو سر ه يې يوځای ژوند پيل کړ . دلته يي هم د ګران هيواد دولسونود نيکمرغی لپاره د نورو يارانو سره په ګډه مبارزه پيل کړه ، په ټوله اروپا امريکااو د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې يې د يووالي او يو پراخه نهضت د جوړولو لپاره عملي کار پيل کړ ، په ډنمارک، المان، ناروی، پخواني شوروي اتحاد، هالينډ، بيلجم، لندن،سويډن او نورو هيوادودسلګونو روښانفکرانو په ګډون يې لويې او شانداره غونډی جوړی کړی دافغان ولس دستونزو د حل لارې چارې يې وڅېړلې . په پای کې په کال ۱۳۸۳ دافغانستان په پلازمينه کابل کې يې د افغانستان ملی ګوند د موسسانو دلويې غونډې په راغوښتلو کې ستر رول ولوباوه او د اروپا د يارانو په استازيتوب شهيد وطنوال پکې ګډون وکړ .
څو کاله وړاندې په افغانستان کې د ملي گوند په کنگره کې شهيد وطنوال وينا کوي
شهيد محمدهاشم وطنوال د خپلو سياسی فعاليتونو په لړ کې په کال ۱۳۸۴د غويي په ۲۳ نیټه دافغانستان په پلازمينه کابل کې دافغانستا د ملي ګوند د منتخبو استازو په کنګره کې د سويډن د ملګرو په استازيتوب ګډون وکړ ، په همدې کنګره کې د کنګرې د ګډون کوونکو له خوا د افغانستان ملی ګوند داجرايه شورا د غړی اود ګوند د مرستيال په توګه وټاکل شو .
شهيد وطنوال د ګوند په دوهمه کنګره کې د کنګری د منتخبو استازو لخوا د ګوند د مشرتابه ډلې غړيتوب ته وټاکل شو شهيد وطنوال ټول وخت دخلکو په خدمت کې تيراوه ، او خپلې شخصي ګټی يې تل د ملي ګټو په وړاندې هيرولې . تل يي دخلکو د سو کالې او ارام ژوند لپاره مبارزه کوله . شهيد وطنوال دخلکو په زړو کې رښتنۍ ځای درلوده، همدا لامل وه چې شهيد وطنوال دوه ځله د حامد کرزي د واکداری پر وخت کې د روزګان د خلکو لخوا دافغانستان پارلمان ته د خلکو لخوا وټاکل شو ، شهيد محمدهاشم وطنوال په پارلمان کې دخلکو داستازي په توګه د خلکو دستونزو د حل په خاطر له همدی تريبيون څخه خپل اواز پورته کړی هيڅکله يې د ټوپکسالارو مافيايي ډلو ټپلو او زورواکانو په وړاندې سر نه دی ټيټ کړی ، هميشه يي د خلکو له روا حقونو څخه دفاع کوله .
د افغانستان په پارلمان کې د شهيد وطنوال بېلابېلې ويناې دلته وگورئ
په پاي کې شهيد محمدهاشم وطنوال دادخلکود نېکمرغۍ دلارې رښتنی مبارز په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی دافغانستان د خلکو د تور مخو دښمنانو لخوا د 2011م کال د جولای په 16پر 17 په شهادت ورسيد .
قالو انا لله وانا اليه راجعون
روح دی ښاد وي
د شهيد محمدهاشم وطنوال د جنازې د مراسمو يوه برخه
محمداقا کوچې د شهيد وطنوال له نژدی يارانو
مالمو سويډن 20120717