دشهيد وطنوال دژوند او کارنامو په هکله يوه لنډه يادونه !
دمازديګر ۵ بجی وی اود سويدن دمالمو په ښارکې دجلا وطنې او غربت په جونګړه کې دخپلې کورنې سره ارام اود حالاتو څخه ناخبره ناستوو چې ناڅاپه تليفونونه يوپه بل پسې دافغانستان، سويډن اونورو اروپايي هېوادونو راپيل اوزموږ دارامې فضا يي ګډه وډه او پر موږيي دغم او ماتم وريځی راخپری کړی .
ددی ساعت تليفونونو د پخوا څخه توپير درلوده .پخوا به کله چې دوستانو تليفونونه راتلل نو په اوريدو سره به خوشحاله او پر شونډو به مو موسکاوی راغلی . ولی دا ځل ددغه تليفونو اوازونه بل شانته وو ، دا اسماني تندر دتوپونو اوچاودنو دوحشي ږغونو په شان وه ، داسی دخواشنی انګازې يي زموږ پر فضا راخوری کړی چې غوږونه مو ډپ ، سترګې مو توره تياره، عقل او فکر ونه بی هوسه ،زړونه په تپيدو ، اوښکې بيله اختياره پر مخ راپريوتی .
داناوړه او زړه خوځونکي خبرپه بيا بيا د تيلفون د څپو له لاری دوام پيداکړ .
چا ژړل ، چا پوښتنې کولې ، چا تسليت وايه، او چا هم دا پيښه غندله ، په دی وخت د تصادف له مخی محترمه خور داکترعزيزه وطنوال هم زموږ سره په کور کې ناسته وه، تر يو وخته پوري مو کوښښ وکړو چې نوموړی دحالت څخه خبره نکړم ، ولې د هغی لحظی هيجان، غم او فرياد لکه د اسمان کړيکو موږ ټول په خوځيدو ، های او هوی اوساندو راوستلو . او موږ نور ونکړای شو چې زموږ په ځان لګيدلې اور په پټه خوله وزغمو . ځکه مو نور په جګ اواز ، ساندو او واويلا سره ډاکتر عزيزه هم پری پوه شوه ناری کړی . وای وای داڅه اورم خوب وينم که ويښ يم ايادا واقعيت دی په ريښتيا زما د کلونو خواخوږې ملګری داجل داستازي ابدي ميلمه شو نه يي منم نه يي منم داحقيقت نه لري، داسی نشي کيدای، پرڅه باندی، په کوم جرم، دچاه په ګناه، ايادخدمت کولو، په تور، د ريښتيا او حقيقت ويلو په تور، ايا درښتين ولی او مهربانی په ګناه، ايا دعدالت غوښتلو او ريښتيا ويلو په ګناه، ايا داداري فساد بی عدالتې سره دمخالفت په ګناه ، ايا په هېواد کې دتل پاته سولې، اودموکراسی په لار ه کې د هلوځلو او هاند په جرم، اوياد انسانيت او شرافت لرلو په پړه .
داولې دچا لخوا دکوم جابر، ظالم دوطن اودين ددښمنانو لخوا ، وواياست قاتلانو دکومی ګناه، اودچا په ګناه موقرباني کړی چاګمارلي وايست، چې په داسې جنايت مو لاس پوری کړ ، کله چې لږ په حال راغله بيا هم وپوښتل چې په رښتيا محمدهاشم وطنوال شهيد شوی ، هو دارښتيا ده ، چې پر وطن ، دوطن وطنوال، اود ولس وطنوال راڅخه يووړل شواوموږ يي تنها پريښودلو.
شهيده ستا لاره ،ستانظر ، اوستا عمل سره يو وو اوته د حق په لاره کې قرباني شوی روښ دی ښاد اوسه .
د شهيد محمد هاشم وطنوال لنډه بيوګرافي !
وطنوال په م۱۹۵۲کال دروزګان ولايت کې ودی نړی ته سترګې خلاصی کړيدي دپلار يوازنې زوی وو
دری زامن ۴لورګاني لري ، لمړنې او ثانوي زده کړی په پوره لياقت سره په خپل ولايت کې سرته رسولي وروسته عالي زده کړی د کندهار په عالي موسسه کې سرته رسولي اوبيا دکابل پوهنتون د علومو پوهنځي څخه فارغ او په روزګان کې د ګوندي دندی تر څنګ دولتي دنده سرته رسولې ، وروسته د ۱۳۵۷کال دثور دبريا الي پاڅون وروسته دهرات په ولايت کې د مستوفي په حيث دنده اجراکړی وه ، وطنوال په پوره ايمانداری د ټولو سياسي مسلو سره روښانه دريځ درلوده ، دظلم ،، تيري، ناروا سره يي نه پخولا کيدونکې دريځ درلوده، له همدی امله په ۱۳۵۸کال کې د هرات مستوفيت له دندی ګوښه او سياسي بندي شو ، په زندان کې سره لدی چې ډيری شکنجی ورکړل شوی وی ولي نوموړي هميشه په خورا لوړ مورال درلودلو سره مقاومت کولو ، خپل متانت ،جرت له لاسه ندی ورکړی ،په زندان کې يوبل تن سياسي بندي اينجنر عبدلباقي لعلي چې اوس په سويدن کې اوسيږي دشهيد محمدهاشم وطن په هلکه د زندان خاطره داسی بيانوي په ۱۳۶۸کال دصدرارت په توقيف کي د محمدهاشم وطن وال سره په کوټه قلفی کې قلف وم زموږ سره جنرال محمداسماعيل وردګ، ډګروال اصف، ډګروال قيام الدين ، ډګروال عبدالشکور، ټول په يوه کوچني خونه کې وو د کوټه قلفی شرايط ډير سخت وو دلته بيانول ضرورندي ، خو زه يوازی دشهيد محمدهاشم وطنوال او ډګروال قيام الدين خپله خاطره په لنډه توګه وايم، قيام الدين ته په ۶ شپوورځو کې ۱۴۴ ساعته بي خوبي او شکنجه ورکړی وه ولي نوموړي خپل متانت او حوصله له لاسه نه وه ورکړی ډير بايمانه افسروو .
او شهيد محمدهاشم وطنوال چي دنورو په شان له تحقيق څخه راستون شو لمړی به يي دری او بيا پينځه ګوتی پورته کړی او وبه يي ويل انډي والانو مه خفه کيږي هرڅه سميږی د ګوتو اشاری دامنا ورکوله چي دوخت حاکم رژيم دری يا ۵ مياشتی نور دوام نشي کولاي .سره لدی چې زموږ سره يو نفر دګل احمد په نوم يو د استخباراتو سړی هم وه او موږ پيژندلو لاکين شهيد هيڅکله له چا ويره نه درلوده او هيچا ته د تسلمې سر کښته نه کړو ، نوموړي تل روښانه دريځ درلوده، نوموړي په خپل ژوند کې هيچا ته ضرر ندی رسولې، هميشه دخلکو په چوپړ کې وو.ګرانو دوستانو شهيد وطنوال د خلکو سره زياته مينه درلوده وطنوال د کورنيو چارو په وزارت کي د اداري ريس په توګه دنده سرته رسولې د ټول ګټو وزرات کې د ريس دنده، کله چې په لوګر ولايت کې حالات خراب ول ګوند پريکړه وکړه چې وطنوال په شان مجرب کادر دی هلته د ګوند منشي په حيث واستول شي، ده په خوراميړانه دادنده سرته ورسوله او هلته يي دخلکو په مرسته امنيت ښه کړو په ټپه ولاړ کاروان يي په حرکت راوستلو، بيايي د خوست ولايت ته دګوندي مسول په حيث واستولو هلته هم دښمن خورا نفوذ کړی وه ابنژدی وو چې خوست سقوط وکژي لاکين کله چې شهيدوتنوال هلته واستول شو دخوست د ميړنيو خلکو په مرسته يي هلته وضعه خورا ښه کړه او خلکو دده دښو خدمتونو يادونه هميشه کړی او کوي يي . وروسته د ګوند مرکزي کميټی ته پورته شو او د محلي ارګانونو مسول وټاکل شو، دلته هم دوخت رژيم د زياتو کړو وړو سره موافق نه وو شهيد به هميشه هغه څه ويل چې د خلکو غوښتل لاکين زياتی کمزوری موجودی وی وطنوال له دا ډول کړنو سره نوه جوړ نه وو يوځل بيا په کال ۱۳۶۸ ، ۱۶ د کب سياسي بندي شو پوره دوه کاله يي زندان تير کړو. ولي دی ارام نه وه په داخل کې د زندانيانو سره د وطن په هکله سياسي هلي ځل کولی اد زندانه بهر يي هم د ملګرو سره اړيکي تامين ولې زه هم يود هغو کسانو څخه يم چې دده سره زما اړيکې وی په رژيم کې دورځی پيښي ، سياسي توطيي ،او ماملې ،،به موڅيړلی او له نورو روڼ اندو سره به مو شريکولې ، کله چي رژيم د سياسی ماميلو په نتيجه کې ړنګ شو شهيد هم له نورو يارانو سره له زندانه را ووتلو، د پاکستاني اجيټانو او وطن پلورونکو پر ضد مبارزه کوله
شهيد وطنوال ارام نه وو ټول عمری د وطن د خلکو د نجات او زادی په خاطر مبارزه کوله د روڼ اندو سره دوامداره تماسونه ساتل ، دده مورال خورا لوړ وو له زندان اونور ستونزو سره يي په خورا لوړ مورال مبارزه کوله، ده به تل ويل چې بايد د خپلو خلکو سره په دوامداره توګه رابطی ولرو او خلک په دی وپوهووچې له بهره ددی وطن پر وړاندی توطیيي تر لاس لاندی دي بايد ددښمن پر ضد د يووالي لاسونه ورکړو اود دښمن لاسوهنی شنډی کړو. همغسی وشول ،شمالي ټلواله دداخلي توطيګرانو، د بهرني اجينټانو سره لاسونه يو کړل په کابل کې جنګ جګړو زور واخستلو ۶۰زره عام ولس ووژل شو خلک اواره شول هر څه چور او تالا شول شهيد وطنوال بياهم د سولې د تامين په خاطر خپلو هلو ځلو ته دوام ورکولو
ولې بهرنيو بي ځايه مداخلو او لاس وهنو د هغه ټولې هلې ځلی د ستونزو سره مخ کړی .دی هم د نورو وطنوالو په شان ګډوالې ته اړباسل شو، په پشتونخوا کې (لوړاګې » کې دخپلو بچو سره ميشت شولو ، هلته هم ارام نه وه ناست کويټه، پيښاور، کراچی، اسلام اباد ، هلمند، کندهار ته سفرونه وکړل هلته يي دروڼ آندو سره دوطن په اړوند تماسونه ټينګ کړل يو ځل بيا له وطن نه بهر او په وطن کې د ملګرو کار او فعاليتونه پیل شول ،د ګوند له يو شمير مشرانو سره يي د يونوي شکل ګوند په جوړولو اود نورو روښانفکرانو سره ،ملي شخصيتونو ، سره د ملي جبهی ايجادول اړين بلل او په دی اړوند زيات کار هم وشو . لاکين دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنو نړيواله بڼه درلوده د ښکاره کار او مبارزی شرايط برابر نه وه داځکه اسلامي توند رو هيچا ته د وينا کولو ازادي نه وه ورکوله
شهيد وطنوال د مجبوريت له امله له لوړګې نه جبرا کډوال شو او په کال ۱۹۹۴م کې د سويډن هېواد ته کډوال شو، په سويډن کې هم وطن اوخلک له ياده نه وه ايستلي ټول وخت به يي د افغانستان دخلکو دژوند او تل پاته سولې په اړوند هلې ځلې کولې ، د سويدني ژبی تر زده کړی وروسته د سويډن په مختلفو ادارو کې دندی سرته رسولي دي لکه د هولمې ښونځي کې د ښونکي په حيث ، دپيلتي ګروف کې دنده، انتګراشون e ntegration اونورو ، په کلتوري ټولنو کې فعاله کار کولو د سويډني سياست والو سره ژوندی تماس درلوده او تل بی يي سويډنيان دافغانستان موجوده ستونزو ته متوجه کول دخلکو ستونزی به دوی ته ويلی ، په پښتو،دري، سويډني ژبو به يي په افغاني خپرونو کې لکه پيوستون، نوی هيله، افغاني سایټونو کې لکه ۲۸داسد،بينوا، ټولافغان، تل ا فغان اونوروته د ګران وطن دردونه ليکل اود خپلو خلکو ستونزی بي بيان ولې . .
شهيد وطنوال پر دی هم بسنه نه کوله د۲۰۰۱کال د ۱۱سيپټبر دپيښو راورسته شهيد وطن وال لمړی په سويډن وروسته په ناروی ،مسکو، لندن، هالينډ، المان ،،ډنمارک، بلجيم، فينلډ. اونورو هيوادو ته سفرونه وکړل هلته يي د روڼ اندو سره مشوری پيل کړی چې زموږ د هېواد حالات خورا خراب دي راځی چې يو حرکت پيل کړو تر څو ټول روڼ اندي تر يو چتر لاندی راجمع کړو.. اود ګران هېواد په هکله يو لوی نهضت پيل کړو ځکه وطن د دداخلي او بهرنی مافيا ،ټوپکسالارانو پاټکيانو تر ولکې لاندی را غلې ، پاکستاني ،ايراني لاس وهنی تر بل هر وخت زياتی شوي په پايله کې شهيد وطن وال زما په ملګرتوب لمړی په کال ۲۰۰۱دډيسمبر د لندن سفر وکړو هلته مو د د يو شمير وتلو مشهورو افغان سياستوالو، روڼ اندو ،ملي شخصيتونو سره ليدنې کتنې وکړی او هغوی مو دوطن کرغېړنو بدو حالاتو ته په باب ګډ کار ته راوبلل خوشبختانه نوموړو دوستانو د هرډول همکاری وعدی راسره وکړی ،
بيامو په سويډن کې د يو شمير دوستانو، يارانو سره مشوری پيل کړی ، دوی هم په دی هکله د عملي کار او همکاری وعده وکړه شهيد وطنوال دوطن سره د زياتی مينی په درلودلو سره ډيرليوال وو چې بايد نورو هېوادو ته سفرونه وکړو په ۲۰۰۰مکال مود هالينډ، المان، ډنمارک، بيلجيم، ناروی، مسکو ته سر تنظيم کړو د لمړي وار د ډنمارک په هېواد کې د ټولی اروپا د روڼ اندو غونډه جوړه کړه ، په دی غونډه کې دټولې اروپا يارانو ته بلنه ورکړل شوه ټول د ۵۰۰ نه زيات ياران د پخواني شوروي جمهوريتو، المان، هالينډ، ډنمارک، سويډن، ناروی، بيلجيم، اطريش ،لندن، څخه دالمان د کولن ښار کې سره راټول شول اود دتفاهم تر نامه لاندی مو يوه ۴۵ نفري کميسون يا کميټه د کار اودتماس لپاره اينتخاب کړه چې شهيد وطنوال هم په مشرتابه کې وو ، په ۲۰۰۱کال د۲په ۱۵ د تفاهم غونډه نژدی له ټولې اروپا څخه ۴۵. تنه راغلي وه وروسته په ۲۰۰۱کال د نويمبر په ۱۷ د ډنمارک د ارهوس ښار کې لويه کاري غونډه وشوه چې په دی غونډه کې شهيد وطنوال مهم رول درلوده نو دی هم د مشرتوب په ډله کې انتخاب شو ،
په ۲۰۰۳کال دجون په ۸ نيټه د ټولې اروپا د پخواني شوروي اتحاد څخه په حدود د ۶۰۰ تنو يوه لوه کاري غونډ دسويډن د مالمو په ښار کې راوبلل شوه چې د تفاهم د نهضت د تير يو کال د کارو ارزونه وکړي چې څومره پر مختګ شوی دا ټولو ميلمنو ته د مالمو يارانو په خپلو کورونو کې ځای ورکړي وه يوځل بيا پريکړيوشوه چې د تفاهم دی په تفاهم نهضت بدل شي ټولو افغانانو ته دی بلنه ورکړل شي تر څو يو لوی نهضت رامينځ ته شي ځکه دافغانستان حالات هم په بيړه د بدلون حالات کې وه نړيوالو هم د تروريزم او القاعدی د نسکورولو په اړوند خپلې چاری ګړندی کړی وی نړيوال ځواکونه د امريکا په مشری د ملګرو ملتو د پريکړی له مخی افغانستان ته راغلي وو .
البته په دی غونډه کې د سويډن پارلمان غړی لوسيانو چې د سوسيال دموکراتانو سره ده هم ګډون درلوده ، نوموړي دافغانستان په اړوند اوږده وينا وکړه ، شهيد وطنوال په دی موهمه وطني غونډه کې ميلمنو ته د هرکلي ترڅنګه يوه موهمه وينا هم وکړه د غونډی برخوالو دافغانستان د کړکيچن حالات وڅيړل چې دبرخوالو لخوا د لاسو په پړکولو سره تايد شوه ،شهيد وطنوال يوځل بيا د دی لوی غونډی لخوا د مشرتوب د غړي په حيث اينتخاب شولو ،بله غونډه د المان په هانبورګ کې د کميسون غونډه وشوه چې د تفاهم نهضت لپاره پکې تګلاره او دباور په نوم خپرونه تايد شوه ، شهيدوطنوال په دئ کې موهم رول درلوده
په ۱۳۸۳ کال د وري دافغانستان پلازمينه کابل کې د موسسانو غونډه راوبلل شوه چې په دی تاريخی پيښه کې شهيد وطنوال هم ګډون درلوده ، له دی سفر نه وروسته شهيد وطنوال لندن ته سفر وکړو او هلته يي ديو شمير روڼ آندو سره ليدنی کتنی وکړی بيا دوباره سويډن ته راستون شو دلته يي هم زياتی ليدنې او کتنی درلودی وروسته دالمان فرانکفورت په ايالات کې غونډه وشوه په غونډه کې شهيد وطن وال د افغانستان دسفر په اړوند د غونډی برخوالو ته هراړخيز مالومات ورکړل ، په پای کې دافغانستان د ملي ګوند کې د غړيتوب په هکله پريکړه وشوه چې نور داوخت رارسيدلې چې يوګوند ولرو او ګوندونه داساسي قانون په بينا د کار او فعاليت اجازه لري ، شهيد وطن وال د په لمړنې ګوندي کنګره کې چې ۱۳۸۴کال د غويي ۲۳ په پلازمينه کابل کې جوړه شوه د ملي ګوند درهبری غړی اود اجرايه هيهت غړی اينتخاب شو، په دوهمه کنګره کې هم د ملي ګوند د رهبری او اجرايه هيهت غړيتوب ته اينتخاب شولو .شهيد وطنوال د ګوند دليکو د پراخوالي لپاره زياتو ولايتو ته لکه هرات، خوست، ننګرهار، وروزګان، کندهار، مزار، د وطن بهر لکه ډنمارک ،المان، هالينډ ، ناروی ، مسکو، لندن، اونورو ځايونو ته سفرونه درلودل چې ښې لاسته راوړنی درلودی .شهيد لکه څنګه چې په ګوند کې يو فعال او پيژندل شوی شخص وو په ټولنيزو برخو کې هم پياوړی رول درلوده
کله چې په افغانستان کې د ګوندونو قانون پاس شو زيات ګوندونه راجستر شول. شهيد وطنوال به هميشه د ملې ګوندونو، ملي اشخاصو سره تماسونه ټینګول، چې يوه لوی ګوند چې سراسري وي اود موجوده ستونزو ځواب ګوی شي ډيری هلې ځلې وکړی تر يو حده لاسته راوړنی هم درلودی لکه د ۱۴ سياسي نهادونو سره د ملي دموکرات جبهی جوړول، ددری ګوندونو سره يوالی اونور کې د شهيد وطنوال رول ډير اهم وو ، کله چې په افغانستان کې د پارلمان لپاره کار پيل شو شهيد وطن وال خپل پلارني ولايت روزګان ته ولاړو او هلته خلکو ورته وويل چې وطن وال ساحب ته بايد خپل ځان ولسي جرګې ته ونوموی موږ تاته خپله رايه درکوو همغه وو چې شهيد لمړی ځل تر ټولو نورو کانديدانو زياتئ رای خپلې کړی او ۵کاله د روزګان د خلکو استازی پاته شولو ، په پارلمان کې هميشه دخلکو ستونزی ادو خلکو اواز د شورا د تريبيون له لاری مسولينو ته رسولو شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې وو. کله چې لمړی دوره د شورا پای ته ورسيدنوموړي ته دوباره بيا خلکو و وغوښتل چې ځان کانديد کړه سره له دی چې په اينتخاباتو کې زياتی درغلېوشوی لاکين داځی دخلکو ملاتړ د شهيد وطنوال سرهوو دوهم ځل بيا د خلکو استازی اينتخاب شولو، زه اودی دواړه پايلو په وخت کې په مدينه منوره کې ووه چې ده خبر راواستول شو چې ته هم بريالې شوی ما وده ته دبريالتوب مبارکي ورکړه ده وويل مننه خو زه بايد دخلکو زياته مننه وکړم او خدای دی ماته داتوان راکړي چې د خلکو لپاره ښه کار وکړای شم.
شهيد محمدهاشم وطنوال يو زړور غيرتي په خپله خبره ولاړ انسان وو څه بي يي چې ويل هم هغسي سرته رسول وعده سرته رسولی چل ول درواغ اصلا دده په خټه کې نه وه رښتنی په ملګرتوب ولاړ با اراده يو غښتلې وتلې افغان وو
درنو دوستانو که دشهيد وطنوال په هکله هر څومره وليکم خورا کم دي خو زه غواړم د نورو دوستانو څخه په راتلونکې کې مرسته وغواړم چې دده د ژوند، کارنامو، او مبارزو په هکله مالومات تکميل کړم اود يو کتاب په شکلې دوستانو ته وړاندی کړم ، دوستانو شهيد وطنوال ساحب په يوه ناوړه ناځوامردانه ، غلچکي بريد کې ۲۰۱۱ م کال د جولا ۱۶نټه چې ۱۳۹۰ کال د چنګاښ د ۲۶ نيټې سره سمون لري دشهادت جام نوش کړ دده خبر په اوريدو سره ټول ملګري دوستان
خورا خفه شول دده تشه ډکول زيات وخت غواړي .
قالو انا لله وانا اليه راجيعون
لوی خدای ج دی غرق رحمت وګرځوي او محترمی نازولې عزتمندی کورنی ته دی لوی پاک خدای ج صبر جميل په برخه کړي .
ومنا اله توفيق
محمداقا شيرزاد مالمو سويډن
۱۳۹۰کال د زمري ۹نيټه