د افغانستان ملی ګوند د اروپايي شورا اعلاميه

د افغانستان ملی ګوند د اروپايي شورا
اعلاميه
د ۲۰۱۲ کال د اګست ۲۹ نيټه
د پرلپسې تراژيديو ، غميزو او ويرونو مور جګړې زمونږ پر سوله دوست هيواد ګران افغانستان خپل تور او ناولي وزرونه غوړولی ، هره ورځ تراژيدئ او غميزې زيږوی . د هلمندپه ولايت کې زمونږ د ( ۱۷) بيګناه وروڼو او خويندو د تنو څخه د سرونو د پرې کولو په وير او ماتم کې زمونږ د غمځپلي ولس اوښکې لا وچې نه وې ، په زرنج ،خوست او کندوز کې دانساني ضد او اسلامي ضد بګنوونکو جنايتونو د وير ټغر لا په ټول هيواد کې ويړ وو، چې استراليا ته د هجرت په موخه زمونږ د سلو څخه زياتو وروڼو او خويندو ، افغان مهاجرينو د کشتۍ د ډوبيدو غمجن خبر بيا د افغانانو په ويرژلو زړونو د غم او ماتم خپسه کښېنوله .
جګړه مارو جنايتکارانو زمونږ ښکلی او تاريخی هيواد د افغان غيرتي ولس لپاره په يوه لوی او بيساري دوزخ بدل کړی دئ .
زمونږ د مظلوم ولس هغه برخه چې د جنګ لعنت ، خونړۍ ناخوالې او ويرجنې پايلې په ناپوهۍ سره د خدای ( ج ) له خوا بولي ، زمونږ د مسلمان ولس او خدای دښمنان ، د خدای او دين په نوم د پردو د وسلو او پيسو په زور ورڅخه سرونه غوڅوی . خو په څه پوه او روڼ اندي وطنوال مو چې د روانې غميزې اصلي لاملونه د تپل شوی خونړئ مافيا په واکمنۍ ،د تش په نوم مسلمانو ګاونډيانو په تيريو او لاسوهنو او په هغو پورې د تړلو بې خدايه اجيرو وسله والو بانډونو په وحشت او بربريت کې ويني ، د سرونو د خلاصولو د پاره دخپل ګران هيواد او ټاټوبئ څخه وتو ته مخه کوي . بډايو هيوادونو چې د خپلو استعماري ، انساني ضداو لوټمارو سياستونو په نتيجه او د وروسته پاتې هيوادونو د خلکو د بدمرغيو په بيه پانګې زېرمه کړي ، د بشر د حقوقود اعلاميې او نړيوالو کنوانسيونونو د روحيې په خلاف يې د جبري مهاجرتونو پر ضد داسې موانع ايجادکړي دي چې د زرګونو مهاجرينو د مرګ او ژوبلې لامل کيږي .
د افغانستان ملی ګوند اروپايي شورا په داسې حال کې چې د خپل غمځپلي ولس سره په هر وير او ماتم کې ځان شريک بولي ، د دين فروشه او وطن پلورونکي مافيايي واکمنۍ پر ضد په زغرده سره خپله کرکه څرګندوي او په خپل غيرتي ولس او د ګران هيواد په ټولو بااحساسه او بامسؤليته بچيانو د فکري او سياسي توپيرونو سره سره د وطني موخو ، د پردو د لاسوهنو او مافيايي واکمنۍ د ختميدو او د جګړې د طاعون څخه د خلاصيدو په منظور د پراخ عملي يووالي او هر اړخيز پيوستون د پاره غږ کوي .
د افغانستان ملی ګوند اروپايي شورا

Comments are closed.