د يووالی کنفرانس ته
د افغانستان ملی ګوند او وطن د ترقی ګوند
د يووالی د تدارک کميسيون
رپوټ
کابل – افغانستان
د ۱۳۹۱ کال د ميزان ۱۴ نيټه
د يوالی د کنفرانس درنو ګډون کوونکو ، ګرانو ميلمنو !
آغلو او شاغلو !
زمونږ ګران هيواد افغانستان د اوږده تاريخی لرغونتوب سره داسې يو هېواد دی چې د بدليدونکو او پيچلو اوضاعو سره د پېښو او غوغاؤ څخه ډک بېسارۍ تاريخ لری ، د بهرنيانو د تيري کوونکو ځواکونو د پرلپسې خونړيو بريدونو سربېره د کورنۍ زورځواکۍ د راز ، راز څېرو او ډولونو سره مخامخ شوی دی .
ددې ټاټوبي غيرتي او مېړنيو باتورانو په بېسارو سرښندنو او قربانيو سره د خپل هېواد له سپيڅلی انګړ څخه د تېري کوونکو پر وړاندې ساتنه کړی او د خپلو وينو په تويولو سره يې تلپاتې اونه هېريدونکې حماسې په تاريخ کې ثبت کړی دی . بې شمېره « نه ماتيدونکی » بريدګر ، د واک لېونيان او پراختياغوښتونکی يې د مختلفو قومونو د يووالی او پيوستون په برکت په ګونډو کړي دي . له دې امله نړيوال په حقه سره افغانستان د امپراطوريو هديره بولي . د هېواد د وروڼو قومونو ملی يووالی ، زړه ورتوب او مېړانه ، اوسپنيزه اراده او سرښندنه ددې لامل شوي چې د مورنی هېواد د آزادی ، ناموس او عزت څخه د ساتنې په نامه په نابرابرو امکاناتو له خونړيو نښتو بريالی او سرلوړی راووځي . د آزادۍ ستر آرمان تل د افغانانو د هيلو په آسمان کې ځليږي . په خواشينۍ سره چې مونږ د آزادۍ لپاره د پيړيو په اوږدو کې د خپلو وينو ويالې و بهولې ، خو د آزادۍ څخه مو نه په رښتيني توګه ګټه پورته کړي ده او نه د آزادۍ په آرمان په رښتيني ډول پوهيږو . افسوس چې د افغانانو په وړاندې آزادي يو محدود مفهوم او مانا لري او آزادي يواځې د بهرنيو يرغلګرو شړلو ته وايي .له همدې امله د بېسارو سرښندنو او قربانيو او خارجی بريدګرو له شړلو وروسته مو په دې بسنه کړی ، مونږ د رښتيني آزادۍ څخه بې برخې شوي يو او زمونږ د وينو او ربړونو حاصلات کورنيو زورواکو د بهرنيو دښمنانو سره په جوړجاړی کې چور او تالان کړی دی . خو مونږ هغه وخت رښتينې آزادۍ ته رسيدلای شو چې مونږ د آزادی په رښتيني مانا پوه شو . د پيړيو په اوږدو کې زمونږ په غاړو کې د ناپوهۍ ، بېسوادۍ ، لوږې ، بې کورۍ ، بېکارۍ ، تنګون او بې وسۍ ، ډول ډول رنځونو ، احتياج ، زورواکۍ ، بې حقوقۍ او بې عدالتۍ رسۍ ځوړند ده . مونږ ونه شو کولای چې د ښکيلاکګرو څخه آزادۍ ته د خپلواکو ملی دولتونو د جوړولو ، د سياسی ټيکاؤ د ټينګښت ، اقتصادی پرمختګ او ټولنيزې بسيا تر کچې وده ورکړو . زمونږ د خلکو نږدې ټول آزادي غوښتونکی غورځنګونه خپلسري وو ، داسې يو ځواکمن پوه په خلکو کې د خلل نه منونکی باور درلودونکی ،او پخې تجربې لرونکي سياسی سازمان نه وو چې د استقلال تر ګټلو وروسته د يوې ټاکلی ملی اجنداء له مخې د خلکو غورځنګ د سترو ملی موخو په لور رهبري کړي .
په سياسی پروسو ، خوځښتونو او فعاليتونوکې همدارنګه د اقتصادی ، ټولنيزې او کلتوري بيا جوړونې په چارو کې د ولس د ګډون لپاره ، د خلکو د سياسی ويښتيا ، سمبالولو او تيارولو دنده ، په خلکو پورې د تړلي رښتيني سياسی ملی ګوند دنده ده .
دلته ده چې د خلکو د آزاديو او حقوقو څخه د ساتنې له پاره د يوه پراخ ، سراسری فعال سياسی ګوندد منځته راتګ اړتيا حتمی کيږي . زمونږ د نن ورځې غونډه دهمدې اړتيا له مخې را غوښتل شويده . د هيواد دوو رسمی ګوندونو د خلکو او وطن په وړاندې د احساس او مسؤليت له مخې ، د ملی ګډو موخو پر بنسټ ، د باور د ژور بحران څخه په تېريدو سره وکولای شوه چې د هېواد په روڼ آندي او سياسی چاپېريال واکمن نفاق برﺉ تر لاسه کړي ، يوګونۍ پراخ سياسی ګوند جوړ کړي ، تر څو د هېواد او خلکو سره د مرګوني بحران له منګولو څخه د خلاصون په ستره چاره کې مرسته وکړی .
درنو دوستانو !
تاسې به زما سره همغږی وی ، چې زمونږ په هېواد کې د ستونزو او ګډوډيو د شته والی يو علت هم له صليقوی اختلافاتو رازيږيدلی د پوهاوي او سره نږدې کيدو نشتوالی، په ټولنه کې بې اتفاقي ، په ځانګړی توګه د ځينو سياسی ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونواو مدني ټولنو د مسؤلينو او رهبرانو ، د روحانيونو او قومونو د مشرانو تر منځ ، ځان غوښتنې او تکبر دي .
مونږ په وروستۍ لسيزه کې تل هڅه کړي ده ، تر څو د همفکره او هم لورو بنسټونو او سازمانونو تر منځ داسې مذاکرات او پوهاوی رامنځته کړو ، چې په افغانی ټولنه کې د سياسی ، ټولنيزاو فرهنګی ژوندد تنظيم له پاره د جبهو ، ايتلافونو او د يو شان مرامی موخو په صورت کې د سازمانی او تشکيلاتی يووالی له لارې ددوی رول لوړ او ګټور کړي .
له نېکه مرغه د ګډو مرامی موخو ، د دواړو ګوندونو د وطن د ترقی ګوند او د افغانستان ملی ګوند د کنګرو او مرکزی شوراګانو د مصوباتو او پرېکړو پر بنسټ مونږ له څو واره مذاکراتو وروسته د سازمانی او تشکيلاتی يووالی له پاره سياسی جوړجاړی ته ورسيدو . مونږ د هېواد د سياسی ، اقتصادی ، ټولنيزې او کلتوری ودې په اوسنی پړاؤ کې د سازمانی يووالی د ارزښت په نظر کې نيولو سره دا ګام اوچت کړ . دا کار به په ټولنه کې د سراسری سولې د تأمين او ټينګښت ، د هيواد د اوسيدونکو قومونو تر منځ د ورورګلوی او برابری ، ملی وحدت د ټينګښت ، د قانون د واکمنۍ او په پای کې د يوه داسې ولسواک نظام د منځته راتګ سره مرسته وکړی ، چې بنسټ به يې آزاد ، عادلانه ، پټ او ټوليز انتخابات وي .
د لومړنيو توافقاتو په تعقيب تصميم ونيول شو تر څو يو ( ۲۲ ) کسيز کميسيون د دواړو ګوندونو د مشرتابه څخه په مساوی شمېر سره « د يووالی د تدارک کميسيون » په نوم را منځته شی . دې کميسيون وکولای شو چې د دوو مياشتو غونډو او ليدنو کتنو په لړ کې د
« د وطن د ترقی ګونداو د افغانستان ملی ګوند تر منځ د تشکيلاتی يووالی د ميکانيزم » مهم سند لاسليک کړي .
د نوموړي ميکانيزم سره سم ، څلورو کميټو ته دنده وسپارل شوه ، تر څو د نوی ګوند مرامنامه او اساسنامه طرح ، د يووالی اعلاميه وليکی او د يووالی کنفرانس د جوړيدو لپاره اړينی تيارۍ ونيسی .
په همدې ډول د يووالی د تدارک په کميسيون کې پرېکړه وشوه ، چې د دوو ګوندونو د سازمانی او تشکيلاتی يووالی د تأمين او ورستي ټينګښت له پاره دې سمدلاسه د دواړو خواو د مساوی کسانو په غړيتوب د تصميم نيولو عالی اجرايوی ارګان رامنځته شی ، برسېره پر دې پرېکړه وشوه چې د ګوند رييس دې له يوې خوا او لومړی مرستيال دې د بلې خوا غوره شی .
بايد وويل شی چې د تدارک کميسيون د سياسی ګوندونو د ثبت او راجستر د اصولو په پيروی سره پرېکړه وکړه چې د ګوند نوم دې « د وطن د پرمختګ ملی ګوند » کښېښودل شی .
همدارنګه د تدارک کميسيون تصميم ونيو چې د دواړو ګوندنونو د اساسنامو د احکامو په پيروی او د مرکزی شوراګانو او لوړو ګوندي مقاماتو صلاحيتونو ته په درناوي سره دې ياد شوی جوړجاړی د اساسنامې د اصولو په پام کې نيولو سره د عملی کيدو تکاملی پړاوونه طی کړي .
په همدې دليل ددې کنفرانس تر دايريدو د مخه په ګوندي يووالی پورې تړلی مسألې د مرکزی شوراګانو په غونډو کې مطرح شوې او د هغوی له تأييد وروسته دادی د يووالی کنفرانس ته وړاندې کيږي .
درنو دوستانو !
له درولسيزو نه په ډېره موده کې زمونږ ټول هيواد يوې خونړۍ غميزې تاؤ کړی دی . يو ورانوونکی او سوځوونکی جنګ د ټولنې مادی او معنوی پانګې خېټې ته ننباسي او لمنه يې ورځ تر بلې پراخيږی . دېرش کلن تباهکوونکی جنګ هېڅ افغانه کورنۍ بې داغه نده پرايښي او د ټولنې د هر سړی ژوند د مرګونی ګواښ سره مخ دی . دا جنګ چې زمونږ د هېواد او خلکو لمن يې نيولي ده ، زمونږ د ګاونډيانو او د نړۍ د زبرځواکونو د ګټو د پاره زمونږ په خلکو تپل کيږي په خواشينۍ سره چې افغانانو تر اوسه ونه کولای شو ، تر څو د ګاونډيانو او بهرنيو ځواکونو د بې شرمانه مداخلو ، او د افغانانو د وينو د تويولو د مخنيوي لپاره يو مؤثر ميکانيزم ايجاد کړی . د سردار محمدداؤد دوهم وار واک ته د رسيدو راهېسې يو وحشيانه او ناڅرګند نااعلان شوی جنګ ، د پاکستان تر رهبری لاندې د جهادی رهبرانو په وجود کې د افغانستان پر ضد پيل شوی دی او تر اوسه پورې په مختلفو اشکالو، بې ساري بې رحمۍ او سخت زړۍ سره ادامه لري . د شوروی اتحاد نظامی تېري د افغانستان حريصو ګاونډيانو او ټولو هغو ته چې د افغانستان په جنګ کې يې ګټې وې ، د افغانستان په چارو کې د لا زياتو لاسوهنو او د جنګ د اړخونو د لا پراختيا زمينه برابره کړه . ددې مودې په جريان کې کيڼو او ښيو ځواکونو ، هر يوه خپل بخت و آزمايلو ، خو جنګ تر اوسه ادامه لري . له بده مرغه افغانانو د خپلو کورنيو ستونزو د حل له پاره د پرديو له زور ، پيسو او وسلو څخه د خپلو افغانو وروڼو پر ضد استفاده وکړه او د پرديو په اشاره او لارښوونه يې د يو او بل ويني وبهولې . او دادی اوس له لسو نه د زياتو کالو په موده کې ، جنګسالاران ، او د وسله والو بانډونو مشران ، د مخدره توکو ، وسلو ، ځمکو ، کورونو او بانکونو په مافيا کې ککړ کسان او د پرديو د استخباراتی شبکو لاسپوڅی د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو د ځواکونو د نظامی حضور تر څنګ زمونږ دهيواد او بې دفاع خلکو په برخليک واکمن دي . اوسنۍ له سره تر پښو فاسد رژيم چې اصلی څرخوونکی يې د بشر د حقوقو ناقضين او د ګله ای شوکماريو او داړه ماريو سازمان ورکوونکی دی ، خلک تر دې بريده بګنولی او متنفر کړی دی چې د دولت د وسله والو مخالفينو له پاره يې د هغوی په منځ کې د سربازانو د راټولولو زمينه برابره کړی ده
فاسده او ناکاره اداره نه يواځې د خلکو د اقتصادی ژوند د کچې د لويدو ، غريبۍ او بې ساري بې وسۍ لامل شوي ، بلکې له معنوی پلوه يې ټولنه د تاترين په لور کش کړي ده . د زورواکو له خوا د ولسی او خصوصی شتمنيو پرلپسې چور او چپاول ، د نشه ای توکو توليد او قاچاق ، پرلپسې سړی تښتونو ، غلاګانو او شوکو ، بېلې هيڅ ډول مجازاتو د قانون ماتونو ، د خلکو په عزت او نواميسو تېريو ، افغانی ټولنه د مادي او معنوی تباهۍ پر خوا روانه کړي ده .
د افغانستان په چارو کې د ګاونډيانو پرلپسې بې شرمانه لاسوهنې او په دې حقيقت چې پاکستان د بنسټ پالنې او تروريسم د تربيې ، هڅونې او راولاړيدو مرکز دی او داچې د پاکستان نظامی استخبارات د افغانستان او نړيوالې ټولنې پر ضد د ټولو تروريستی عملياتو تنظيموونکی دي ، د امريکا د متحده ايالاتو او د هغوی د متحدينو قصدی سترګې پټول ، د خارجی عامل په توګه له يوې خوا ، د جنګسالارانو د فاسد رژيم واکمنی ، د زورواکو له خوا په بربنډ او پرلپسې توګه د هېواد د قوانينو ماتول ، او په پای کې د هېواد د روشنفکرانو بې مسؤليتی او د کاڼو په شان زړونه ، د ملی ، مترقی او عدالت غوښتونکو ځواکونو تر منځ واکمن نفاق د داخلی عامل په توګه له بلې خوا د جګړې او د روان مزمن بحران د دوام لاملونه دي .
د امريکا متحده ايالاتو او د هغه ناټويي متحدينو ته د لمر په شان جوته ده چې تروريستی بريدونه د آی-اس-آی پواسطه طرح او د آی- اس-آی په لارښوونه د تروريستی ګروپونو له خوا سر ته رسيږي .
د پاکستان د آيبټ آباد په سيمه کې د پاکستان د نظامی اکاډمۍ په انګړ ( کاکول ) کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په واسطه د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د پاکستاني نظاميانو د سختو غبرګونونو ، د دوکتور شکيل ( اپريدي ) له بندی کولو او د ملی خيانت او اسامه بن لادن د افشاء کولو په تورد هغه د تورنولو ، همدارنګه د هغو طالبانو د سمدلاسه بندی کولو او حتی وژلو ، کوم چې د افغانستان د دولت سره د آی-اس –آی له مشورې پرته د سوله ايزو مذاکراتو له پاره تياری څرګندوی ، د تروريستانو په پټ ځايونو د امريکا د درون پر بريدونو د پاکستان له سختو نيوکو ، په همدې ډول د افغانستان « دا د امريکا د ناتو د باندې متحد» په سرحدي سيمو د پاکستانی اردو له راکټی بريدونو وروسته د امريکا له خوا د پاکستان سره د نوی واده له پاره تياری ، په رښتيا سره پوښتنې را پورته کوي .
د پاکستان مشران په څرګنده سره د تروريستانو په څوکيو بريدونه او د بن لادن افشاء کيدل د پاکستان د ملی ګټو خلاف اعلانوی . ځکه بنسټ پالنه او تروريسم د پاکستان د بقاء او دوام ضمانت کوي . له دې امله د پاکستان په واسطه د بنسټ پالنې او نړيوال تروريسم روزنه ، ملاتړ او صدور کومه ناڅاپي او د حيرانتيا وړ خبره نه ده .
اوس چې افغانستان د هر بل وخت په پرتله د ګاونډيانو د پراخيدونکو لاسوهنو سره مخامخ دی او حتی زمونږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا د څرګند تېري لاندې ده ، د افغانستان دښمنان خپل سياسی او نظامی بريدونه او تېري په اقتصادی او فرهنګی بريدونو سره بشپړوي . په داسې يوه وضعه کې افغانستان په عصري تخنيک او وسايلو سمباله ، د پوره تجربې او جنګی مورال لرونکی ملی اردو او پوليس نه لري . د جنګسالارانو واکمنۍ افغان امنيتی ځواکونو ته تنظيمی او فرقه ای ځانګړنې ور انتقال کړی دی او تر اوسه د هېواد په پيڅو او لمن کې غير قانونی وسله وال بانډونه د وژونکو وسلو د ګدامونو سره فعال دی او د خپل آغيز په سيمو کې يې خلک برمته کړی دي . په سپکه سره د قوانينو تر پښو لاندې کولو او بېساري اداري فساد د ټولنې زڼې له منځه وړي . د سپارل شوو وعدو پر خلاف د افغانستان راتلونکی د هر بل وخت په پرتله تياره ښکاری . دهېواد واګي د دموکراتيکې واکمنۍ پر ځای د خونړۍ مافيا په منګولو کې دي . د ملياردونو ډالرو د راماتيدو سره سره چې د امنيت د تأمين ، بيا جوړونې د پراختيا ، ټولنيز پرمختګ ، اقتصادي ودې ، فرهنګی انکشاف ، او دموکراسۍ د ټينګښت لپاره راغلی وو، هره ورځ زمونږ خلک د بدامنۍ ، لوږو ، مرضونو ، د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي ، ساړو او بې کورۍ څخه له منځه ځي . زمونږ د هېواد بدمرغه ځوانان د پراخې غريبۍ او پرلپسې بيکارۍ له لاسه ډلې ډلې په جنګونو ، په ليرې او له ګواښه ډکو لارو کې د يوې ګولې ډوډۍ د پيداکولو د پاره ، بډايو هيوادونو ته د رسيدو له پاره د مرګ او نېستۍ غېږې ته وردانګي . د ځوان افغان کول ښونځي د لمبو خوراک ، دښونځي او روغتون په لارو کې ماينونه کرل کيږي .
افغان مظلومې ښځې د مرييتوب او منځنيو پېړيو د زغم نه پورته شرايطو ، بې برخېتوب او بې حقوقۍ له لاسه په بګنوونکو ځان سوځونو لاس پورې کوي . د افغان ښځو وضعيت نه يواځې د افغانانو لپاره د شرم ځای دی ، بلکې د يوويشتمې پيړۍ په ټنډه تور او د شرم ډک داغ ، د مترقی بشريت په لمنه توره لکه او د انسانيت د تاريخ بګنوونکی غميزه او تراژيدی ده .
د افغانستان د کليو او ښارونو برخليک چې د دېرش کلنو جنګو په پايله کې له خاورو سره برابر شوی دی ، په پخوانی حال پاتې دی . زمونږ د نامداره هېواد پلازمېنه د اوسنۍ نړی پر مخ يواځينۍ پلازمېنه ده چې د پوستی کودونو سيستم ، د کوڅو ، جادو او واټونو نومول ، ترافيکی اشارې او کاناليزاسيون نه لري . د نړيوالې ټولنې مالی مرستې د هېواد په برخليک د واکمنو غلو او د هغوی دخارجی شريکانو جيبونو ته ولويدې . که چېرې دا ټول کومکونه او مرستې د يوې وړ ملی ، رڼې او مسؤلې ادارې له لارې شوي وای ، بېلې شکه به يې د افغانستان څېره بدله کړی وای .
د افغانستان زغمونکی ولس د لومړيو ورځو پر خلاف ، د جنګسالارانو د دريمې دورې په غم لړلي واکمنۍ خوند وڅکلو . د نړيوالې ټولنې په حضور پورې تړلي هيلې او اسرې يې ، فاسدې مافيايي واکمنۍ چې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمنه ده ، په ناهيلۍ واړولې .
داسې يو فعال او آغېزمن سياسی ځواک چې د افغانستان د ربړيدلو خلکو هيلې او اسرې په واقعيت واړوي ، د هېواد په سياسی ډګر کې عملا وجود نه لري .
نن مونږ د تاريخ په نه ګرځيدونکی حکم ، د نه لړزيدونکی ملی ارادې ، د هېواد او خلکو په وړاندې د مسؤليت د احساس له مخې ، د داسې يوه سياسی ځواک بنسټ ږدو او تاسې ګران دوستان د هېواد د پېښو په ډک تاريخ کې ددې ارزښتناکې سياسی پېښې شاهدان او ايجادګران ياست .
دوستانو !
په داسې وضعه کې چې د امريکا متحده ايالات او د هغه ناتويي متحدين له افغانستان نه خپل ځواکونه باسي ، او په اصطلاح سره امنيتي مسؤليتونه ، افغان امنيتي ځواکونو ته ليږدوي ، د افغانستان د اسلامی دولت جمهور رييس حامد کرزی د امريکا د متحده ايالاتو او ناتو د ګڼ نظامی حضور په چاپيريال کې په بيدارۍ او خوب کې د پاکستان اتومی غاښونه او د آی-اس-آی سيوری ويني . په داسې حال کې چې پاکستانی نظاميګران زمونږ د ګران هيواد سرحدی سيمې په وار وار په راکټونو او توپونو ولي ، خو اوسنی حکومت د آی-اس –آی تر درنې سيورې لاندې د پاکستان د نظامي مربيانو پر بريدونو د اعتراض زړه نه لري .
د ايران اخوندي رژيم ، افغانستان داسې برمته کړی دی او دومره وړاندې تللی دی چې په سياسی ، اقتصادي او کلتوري بريدونو بر سېره ځان ته اجازه ورکوی چې په څرګنده سره حتی دکادرونو او پرسونل د ځای پر ځای کيدو په چارو کې مداخله کوي .
په پاکستان او ايران کې د مليونونو افغان مهاجرينو څخه ، دا له خدايه بې وېرې مسلمان ګاونډيان د خپلو افغانی ضد او انسانی ضد سياستونو د تحميل له پاره استفاده کوي .
خپل هېواد ته د افغان مهاجرينو د آبرومندانه راګرځيدلو مسأله د ځنډ نه منونکی دندې په توګه د ملی حکومت ( چې په خواشينۍ سره افغانستان هغه نه لري ) په وړاندې پراته ده .
د نړۍ اقتصادی بحران چې تر اوسه د نړۍ د زياتو هېوادونو د بيړنيو اقداماتو سره سره په زياتيدونکی توګه ادامه لري ، ټول وروسته پاتې هېوادونه په تېره بيا افغانستان يې د زغم نه منونکی وضعيت سره مخامخ کړی دی . د افغانستان رنځيدلی خلک پرلپسې بحرانونه زغمی . له کالو کالو نه را په دې خوا مبرمې او حياتي دندې بېلې کومې حل لارې انبار شوی دی او ځنډنه منونکی دندې د منځنيو پيړيو د جاهلانو ، زاړه پرستانو او تياره فکرو د مقاومت په نتيجه کې بېلې اجراء پاتې شوي دي . د افغانستان بحران په پيړيو او نسلونو کې ريښه لري . تر هغو چې دسياسي ، اقتصادي ، ټولنيزو او کلتوري اصلاحاتو د لارې خنډونه له منځه لاړ نه شی ، تباه کوونکی بحران به د هېواد او خلکو لمنه پرې نه ږدي .دا چاره د ملی اجنداء لرونکو ترقی خوښوونکو ځواکونو د يووالي او پيوستون ، د افغانستان د سره يو شان وروڼو قومونو او ټولو ځانګړو افغان وطنپالونکود اتحاد غوښتنه کوی .
د نړۍ په کچه د خوراکی موادو د بيو لوړيدلو افغانی ټولنې ته په غم لړلی آغېزې د ځان سره راوړي دي . زمونږ د هېواد زراعتی اقتصادچې سخت د غله دانو ، کرنيزو محصولاتو او مالدارۍ
سره تړلی دی ، د اوږدو کالونو جنګ ، د توليدد لومړنيو طريقو ، د خړوبولو د شبکو د تخريب او نشتوالی ،د وچکاليو ، طبيعي بلاؤ ، له ځمکو څخه د آپينو د کرلو د پاره د استفادې ، د جنګسالارانو او زورواکو له خوا د بزګرانو د ځمکو د غصبولو ، د دولت له خوا د کرنيزو او تخنيکی مرستو د نشتوالی اود کرنې له پاره د کريديتونو نه ورکولو له امله له پښو لويدلی دی . افغانستان چې په بنسټيزه توګه يو رالېږدوونکی هېواد دی او مصرفی اقتصاد لري ، زمونږ ختيځ او لويديز ګاونډيان د ګاونډيتوب او ګډ ژوند د منل شوو نړيوالو اصولو پر خلاف ، په قصدي توګه د خپلو ناروا ګټو له پاره د نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په وړاندې خنډونه را منځته کوي . دغه کار هم د بحران د لا زياتې
ژورتيا او پراختيا سره مرسته کوی .
د يووالي د کنفرانس قدرمنو ګډون کوونکو !
ملی او نړيوال شرايط داسې جوړ شوی دی چې جنګ ځپلی ، په وينو کې ډوب ، يواځې او هېر شوی افغانستان بيا د نړيوالو د پاملرنې وړ وګرځي . تل بې پرېتوب ته متمايل افغانستان ، د نړۍ تر ټولو سترو هېوادونو سره د ستراتيژيکې ملګرتيا او په ګډه کارکولو تړونونه لاسليک کړل . د امريکا متحده ايالتونو افغانستان خپل غېرناټويي متحد اعلان کړ او د نړی پرمختللي هېوادونه افغانستان سره د سؤلې د راګرځيدو او بياجوړونې په چارو کې مرسته کوي .
تاريخ د يوه آزاد او ملی دولت جوړيدل او رامنځته کيدل چې د خلکو د ارادې ښکارندوی وي او د نړيوالو مرستو څخه په افغانستان کې د امن د راوستلو ، تلپاتې سؤلې د ټينګيدو ، د اقتصادی زيربناؤ د بيا جوړونې ، د دموکراسۍ د پراختيا ، قانون د پلي کولو او ټولنيز عدالت د تأمين له پاره ګټه پورته کړی ، د ورځې چاره ګرځولي ده . د يوه مسؤل او ملی دولت له لرلو پرته ، په هېواد کې د سؤلې ټينګيدل ناممکن دی او د سؤلې له ټينګيدو پرته د اقتصادی ، ټولنيزو او کلتوري زيربناؤ بيا جوړونه امکان نه لري . د سؤلې چاره د ټولنې د تلپاتې اړتيا په توګه د واک د مسألې د عاقلانه حل سره سيده اړيکی لري . په ټولنه کې د واک د بې موازنې کيدو څخه جګړه او ناامنی منځته راځي . په پايله کې تلپاتې سؤله د ټولنيز عدالت ايجاب کوي . دټولنيز عدالت نشتوالی ، په ټولنه کې د اقتصادی ، ټولنيزې او کلتوري ودې پر وړاندې خنډونه ، د داخلی ټولنيزو ټکرونو ( د لومړی او دوهم مشروطيت قربانيان ) او د دېرش کلن تباه کوونکی جنګ اصلی لاملونه دی . همدا اوس زمونږ بې برخې او مظلومه ټولنه د فاسدې ادارې په وړاندې د کرکې او قار څخه ايشيږی ، ځکه چې مفسدينو او غلو يې شتمنۍ خپلې کړی او د خلکو د عدالت له وېرې غلا شوی او چور شوی شتمنۍ هره ورځ باندينيو هېوادونو ته ليږدوي . ددې وضعيت ادامه که څوک غواړي که نه غواړي ، د خلکو دقهر او غوغا سبب ګرځي .
زمونږ واحد ګوند به ټولې هغه مبرمې او حياتي مسألې چې زمونږ د خلکو او هېواد د برخليک سره تړاؤ لري ، له هغه جملې څخه به د افغانانو د سراسري او ملی يووالې مسأله د دايمی پاملرنې لاندې ولري او داوسني کړاؤ څخه د وتلو لارې چارې به ټولو افغانو سياسی ځواکونو او د افغانستان ميړنی او زړور ولس ته پيشنهاد کړي .
سؤله نه يواځې د ژوند اړتيا ده ، بلکې په ټولنه کې د اقتصادی ، ټولنيزې او کلتوري ودې حتمی شرط هم دی . هغه وخت تلپاتې سؤله منځته راتلای شی چې په ټولنه کې د خلکو د حقوقو او آزاديو او همدارنګه د اقتصادی نېکمرغۍ اومعنوی بډاينې د ودې زمينې برابرې وي . زمونږ واحد ګوند به په ټول ځواک سره زمونږ د خلکو د ډېرو مودو آرمان ، يانې سولې ته د رسيدو له پاره هڅه او هاند وکړي . د روغې جوړې او انسانيت له لارې د سيٍاسی او ټولنيزو کشالود حل لپاره زمونږ د واحد ګوند ټينګ او غښتلی باور او په ټولو ملی او مترقی ځواکونو د هغه تکيه به په افغاني ټولنه کې د رښتينې سؤلې ، ورسره اقتصادی نېکمرغۍ او معنوي بډاينې له پاره لاره خلاصه کړي .
د ستونزو لويو لويو غرونو ، د تباه کوونکی کړکيچ څخه د خلاصون چارې ، د سؤلې او جګړې د ستونزې حل ، د رښتينې ، رڼې ملی او مسؤلې ادارې د جوړولو لانجه من کار ، د اقتصادی ، اجتماعی او کلتوري ودې په لاره کې د خنډونود له منځه وړلو رسالت ، د افغان برابرو او وروڼو قومونو د ملی يووالي د تأمين مسؤليت ، د افغان وطنپرستانو په وړاندې سترې او ځنډ نه منونکی دندې ايښې دي .
د ټولو افغان وطنپرستانو ، مترقی روڼ آندو او هغو کسانو چې تر اوسه يې انسانی جوهر نه دی بايللی ، په زړه او وجدان کې يې لا د وطن مينه ژوندی ده ، دنده لري چې په ټول وس او توان سره بې له ځنډه او بېلې قيدو شرطه ، د يوه پراخ يووالي او پيوستون په لور وخوځيږي .
ټول مسؤل ، د وطني احساس لرونکی ، ژمن او باايمانه افغانان ، بېلې استثناء ټول سياسی ګوندونه او سازمانونه ، مدني ټولنې ، او ټول هغه کسان چې له جنګ او جګړې کرکه لري او زړونه يې د سؤلې د شريفانه امر ، د هېواد د پرمختګ او لوړتيا او د افغان انسان د نېکمرغۍ له پاره خوځيږی ، بايد د اختلاف او رنګارنګتوب په ساتلو سره د متقابل درناوی په اصولو د افغانيت او انسانيت تر بيرغ لاندې د وخت د حساسيت په نظر کې نيولو سره په بېړه سره متحد شی .
د افغانستان روان کړکيچ د ساړه جنګ د دوران او له هغه څخه د رازيږيدلوجګړو منطقي پايله ده . ددې کړکيچ د ملی او نړيوال اړخ حل ، د افغانانو د ملی يووالی د تأمين ، ټينګښت او پراختيا د ( انکشاف د داخلی عامل په توګه ) ، جمع د نړيوالو د صادقانه هڅو د ودې د ( د باندينی او کومکی عامل ) په توګه ، غوښتنه کوي . زمونږ واحد ګوند په داسې حال کې چې د نړيوالې ټولنې د مرستو په اهميت ټينګار کوي ، د افغانستان خلک د ټولو اقتصادي ، ټولنيزو ، سياسی او فرهنګی بدلونونو اصلی عامل ګڼي او د افغانستان د خلکو رول د هېواد د برخليک په ټاکلو کې بيسارۍ بولي .
دوه انتخابه تاريخ د افغانانو په مخ کې ايښې دي .
۱- ملی وفاق
۲- ملی نفاق
– لومړی انتخاب ( ملی وفاق ) د افغانانو د ټولو مادی او معنوی شتمنيو د ساتنې ، ودې او بډاينې ضامن دی .
– دوهم انتخاب ( ملی نفاق ) د اوسنۍ وضعې دوام د افغانانو د ټولو مادی او معنوی شتمنيو د تباهی او پوره نابودۍ تر بريده پورې .
قدرمنو دوستانو !
زمونږ د نن ورځې ناسته ، د مبارک لومړني انتخاب په وياړ جوړه شويده . نن د ۱۳۹۱ کال د ميزان په ۱۴ نيټه د افغانستان په سياسی تاريخ کې بيساري پيښه رامنځته شوه . تاسې ګران دوستان ، د روڼ آندو په چاپيريال پر واکمن نفاق د دوو وطنپالونکو رسمي سياسی ګوندونو ( د وطن د ترقی ګونداو د افغانستان ملی ګوند ) د هغه بې آمانه بريد شاهدان ياست چې د ملی او مترقی ځواکونو تر منځ پاشلتوب له منځه وړي او د ستروملی او انساني موخو لپاره رښتينۍ عملی يووالی او پيوستون نندارې ته ږدي . تاسې د هېواد د دوو رسمی او مستقلو سياسی ګوندونو د سياسی او سازمانی يووالی شاهدان شواست . زمونږ د دوو ګوندونو د يووالي بنسټ ، په ګډ ملی سياسی دريځ ، عدالت غوښتونکی اعتقاد او لوړو انسانی باورونو ولاړ دی . دوو سياسی ګوندونو چې د وطن او خلکو په وړاندې يې د مسؤليت د احساس له مخې ، د جدايي ، نفاق او بيلتون په ټولو کرښو د بطلان خط کش کړ او د اعتقادی او عاطفی پيوندونو پر بنسټ ېې ، د امتياز غوښتنې له روح پرته د ورورۍ او برابرۍ ، تواضع او کمينۍ ، خلکو او هېواد ته د خدمت په اراده يې د واحد او غښتلی سياسی ګوند بنسټ کښېښود .
زمونږ د واحد ګوند بنسټ ايښودنه د ملی او مترقی ځواکونو د يووالي او پيوستون په لاره کې لومړنۍ مثبت او مثمر کار دی ، مونږ په دې ګام سره د روڼ آندو په ټولنه واکمن د بيلتون او نفاق منفور رسم مات کړ ، او په دې لور کې به په متانت او ايماندارۍ سره د ملی وفاق تر بريده په مخ ځو . مونږ ددې ناستې له عالی تريبون څخه ټول د جنګ ضد او د سؤلې د داعيې پلويان د عمل د يووالی او لوړو ملی او انسانی موخو په لور رابولو . دا بلنه زمونږ د وخت او تاريخ غږ دی ، داغږ زمونږ د مورنی وطن دخونړی او زخمی زړه غږ دی ، زمونږ په وينو کې د لت پت ولس غږ دی ، زمونږ د بې دفاع يتيمانو او کونډو رنډو او زمونږ په خپلو وينو لمبيدلو او مظلومو شهيدانو د پاکو آرمانونو غږ دی . زمونږ ملت او د هغه په مخکې وطنپالونکی او ژمن روڼ آندي د زمانې د مختلفو چلنجونو سره مخامخ دي . زمونږ د دوو ګوندونو وحدت غوښتونکی اقدام په اصل کې دې چلنجونو ته د تيارۍ او ځواب ويلو په موخه دي .
يو وخت د شلمې پېړۍ ستر پوه او متفکر آلبرت انشتاين د دوهمې نړيوالې جګړې له پيل نه مخکې ويل :
« د بشريت ژوند يو تباه کوونکی ګواښ تهديدوی او ورځ په ورځ ژوند په نړۍ کې د زغم څخه وځي . او ددې لامل يواځې هغه کسان نه دي چې دا ګواښ منځته راوړي ، بلکې هغوی هم دی چې دا ګواښ ويني او په وړاندې يې د مخنيوی لپاره هيڅ نه کوي .» زمونږ واحد ګوند به له هر ډول بې پروايي پرته ، د زړه له کومې او په ټول وس سره د ټولو سالمو ځواکونو د يووالی او پيوستون په لور کې د خونړيو غميزو د تکرار د مخنيوي لپاره مبارزه وکړي .
درنو دوستانو !
مونږ د داسې يوه حزب بنسټ کښېښود چې د ټولو هڅو او فعاليتونو مرکز او زړی به يې افغان انسان وي . انسان به زمونږ د ګوند د عقل او قضاوت اساسی ستنه او اصلی مضمون وی . له دې نه چې انسان د هغه په انديښنو ، افکارو ، عقايدو او اعمالو کې خپله هستی مومی ، او انسان د فکر کولو ، د بيان د قدرت او هدفمند کار په واسطه د حيواناتو له نړۍ بېليږي ، زمونږ ګوند به د انسان له هستۍ په بل عبارت د انسان له طبيعی او اساسی حقوقو ، لکه د ژوندکولو حق ، دفکر او بيان آزادي ، د انتخاب حق ، د تحصيل او کار حق ، د روغتيا او استراحت حق ، د برابرۍ له حق او نورو څخه دفاع وکړي .
زمونږ ګوند به د ګوتو په شمېر کسانو او ټاکلو کړيو په خلاف ، د افغانستان د برابرو او وروڼو قومونو د يووالی او پيوستون د ټينګښت په لور کې نه ستړی کيدونکی مبارزه وکړي .
زمونږ يووالی او پيوستون زمونږ د بري تضمين دی .په دې لور کې کار او مبارزه نه يواځې زمونږ د ګونداساسی دنده ده ، بلکې ټول وطنپالونکی او د هېواد ملی او مترقی ګوندونه او سياسی سازمانونه دنده لری چې د افغانستان د مختلفو قومونو تر منځ د ورورۍ او برابری د ټينګښت او دوام له پاره مبارزه وکړي .
مختلف سياسی ګوندونه د خپلو مختلفو پروګرامونو او مرامنامو سره ، خلکو ته ددې موکه په لاس ورکوي چې د هغوی له مينځه تر ټولو ښه پروګرام او مرامنامه انتخاب کړي او له هغه څخه ملاتړ وکړي . سياسی ګوندونه خپل پروګرامونه د خلکو په منځ کې توضيح کوي او په دې ډول د خلکو د پوهې او خبرتيا ، ويښتيا او بېدارۍ په پروسه کې ګډون کوي او خلک ددې وس پيدا کوي چې د هېواد د سياسی برخليک د ټاکلو په چارو کې په مسؤليت سره برخه واخلي . په هېواد کې د مختلفو سياسی ګوندونو ، افکارو او انديښنو موجوديت نه يو اځې د ټولنې په ضرر نه دی بلکه د ټولنې اړتيا هم ده . په داسې حال کې چې زمونږ ګوندپه ټولنه کې د ګوندونو د تعدد او په سياسی ، اقتصادي ، ټولنيزو او فرهنګی ډګرونو کې د واقعی پلوراليسم پلوی کوی ، په عين حال کې په خارجی استخباراتی شبکو او انجوګانو پورې له تړلو سياسی ډلو ټپلو څخه کرکه لری او د خپلې ټولنې په خير يې نه بولی .
رښتينی سياسی ګوندونه د خلکو سره يو ځای داسې ميکانيزم را منځته کوی چې حکومت په کار واچوي او د هغه پر اجرآتو کنترول او نظارت و کړي .
دموکراسی د حکومت د چارو د کنترول او د هېواد دسياسی برخليک د ټاکلو په پروسه کې د خلکو له پراخ ګډون څخه بل څه نه دي . د دموکراسۍ تر ټولو مهمه ځانګړتيا هم د ټولنې په سياسی برخليک کې دخلکو لخوا د برخې اخيستل او د سياسی ګوندونو څخه د هغوی ملاتړدی . لکه چې وويل شول ، هر ګوند د خلکو د باور وړتيا نه لري . ددې خبرې تشخيص د خلکو په منځ کې د سياسی ويښتيا او بېدارۍ د موجوديت اړتيا ته ګوته نيسي . يواځې په هغو ټولنو کې دموکراسي ممکنه ده چې خلک يې له لازمې سياسی ويښتيا څخه برخمن وي او د هېواد او ټولنې د سياسی برخليک په وړاندې د مسؤليت احساس ولري . سياسی ويښتيا د خلکو باالقوه ځواک په باالفعل ځواک اړوي . ځواکمنتيا د خلکو ځانګړتيا ده ، خو که خلک له سياسی پلوه بېدار نه وي ، د خلکو له ځواکه د خلکو پر ضد ګټه اخيستل کيدای شی . ددې چارې د مخنيوی له پاره زمونږ ګوند دنده لري تر څو د هېواد تر ټولو تيارو او وروسته پاتې ګوټونو ته رڼا، سياسی ويښتيا او د ټولنې په ژوند پورې تړلی حقايق يوسی .
همدارنګه به زمونږ ګوند د خلکو سره په نږدې اړيکو کې د هغوی د ژوند له پراتيک او تجربو څخه زده کړه وکړی او د موجودو واقعيتونو پر بنسټ به په بېساری تواضع او کمينۍ سره خلکو ته زده کړه ورکړي .
زمونږ ګوند د ايديالګرايانو پر خلاف واقعګراء او د پراګماتيسم د اصولو پيرو دی او هيڅکله به خپل قضاوتونه پر واقعيتونو تحميل نه کړي . زمونږ قضاوتونه به له واقعيتونو منشاء آخلی او د واقعيتونو رښتينۍ انعکاس به وي .
زمونږ ګوند دنده لري چې د خپلو خلکو هيلې او اميدونه ، د هغوی حقوق او قانونی آزادۍ په اجتماعی واقعيت واړوي . د خلکو له حقوقو او آزاديو څخه دفاع او ساتنه بايد د هر ملی او مترقی ګوند او هرې سالمې ملی او دموکراتيکې ادارې د دندو په سر کې ځای ولري . د يوې سالمې ، کاري ، وړ ، ملی او رڼې ادارې ايجادول او تشکيل د يوې تاريخی اړتيا په توګه ، د سياسی ګوندونو ګډو هڅو ، مرستې او ګډکار او د خلکو سره نږدې او ټينګو اړيکو ته اړتيا لري . سياسی ګوندونه او ولس بېلې زيان نه منونکی يووالی او پيوستون څخه نشی کولای چې له خپلو حقوقو او آزاديو څخه دفاع وکړي او يوه مدنی ټولنه را مينځته کړي .
زمونږ د ګوند غږ به د هغو کسانو غږ وي چې تر اوسه يې غږ نه درلود . زمونږ واحد ګوند به د
غلی کړل شوو فريادونو او چيغو ګوند وي . زمونږ ګوند به ټولې ناويل شوی خبرې په لوړ آواز د ټولو غوږونو ته ورسوي . زمونږ واحدګوند به په خدمت کولو او کمينۍ سره د خلکو زړونه او فکرونه تسخير کړی او د افغانستان د خلکو سره به د سؤلې د تأمين ، د وطنپالونکی او سالمې ادارې د جوړولو په کار ، د هېواد د بياجوړونې ، د قانون د واکمنۍ او ټولنيز عدالت په برخو کې مرسته وکړي .
زمونږ واحد ګوند به د خلکو د يووالی او پيوستون پر بنسټ د اجتماعی ستم ټولو ډولونو ته د پای ټکی کيږدي . زمونږ ګوند به د افغانستان د خلکو د ملی ارادې پر بنسټ د افغان برابرو او وروڼو قومونو د نه ماتيدونکی ملی يووالی څخه دفاع وکړي .
زمونږ واحد ګوند د هېواد لومړنۍ سياسی ګوند دی چې لوړو ملی او عامه ګټو ته د خدمت لپاره د تنګو ګروپي ګټو له محدودې راووت او د تباه کوونکی نفاق چينجن رسم يې مات کړ .مونږ هيله لرو ، تر څو د هېواد نور سياسی ګوندونه هم زمونږ د ددو ګوندونو دا مېړنۍ اقدام تعقيب کړي .
اجازه راکړی چې د هېواد د دوو وطنپالونکو ګوندونو د يووالی په وياړ ، زما د زړه له کومي د تبريکيو او خوښيو ګرم مراتب زمونږ د واحد او پراخ ګوند ټولو غړو ، د ګوندمشرتابه او ټولو درنو وطنوالو ته وړاندې کړم او يو ځل بيا زمونږ د دوو ګوندونو د يووالی کنفرانس له لوړتريبون څخه د سؤلې ،دموکراسۍ او ټولنيز عدالت پلويان د زيان نه منونکی يووالی ، اتحاد او پيوستون په لور راوبولم .
مخ په وړاندې د ملی يووالی ، د ټولو ملی او مترقی ځواکونو د اتحاد او پيوستون په لور!