افغانان کړیږي !

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n
نوروهاب څپاند
له هغه ورځې چې د مجاهد ، طالب ، داعش اونورو په نامه استخباراتې پروژې پيل شوي ، د افغانانو وطن نړیږي او د هېوادوالو وینه بهیږي . ښایې نړیوالي او استخباراتې کړۍ خپلو دغو کرغیړنو فعالیتونو ته راز راز بڼې ورکړي ، خو زموږ د وطن خلک یې په یوه بڼه پيژنې یانې ، افغان وژنه ، چې په پایله کې له افغانانو نه د هغوي ټاټوبۍ اخلې او وګړی یې بې هویته کوي . په روان ناورین کې بیا د نړۍ او سیمې یو شمیر هېوادونه د خپلو ملي ګټو د ساتلو په بهانه په سپينو سترګو څرګندوي چې ، ګنې روانه جګړه افغانانو پيل کړي ، له دې کبله دوي د هغې په لږ کیدو او پاي ته رسیدو کې ورسره مرسته کوي !!! ریښتیا دا ده چې په افغان هېواد جګړه تپل شوي او افغان ځمکه د یو شمیر نړیوالو او سیمه ایز لوبغاړو د نیابتې جګړي ‌‌‌‌‌‌ ډګر ټاکل شوی . د دې له پاره چې جګړه غوښتونکې په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه لوبه وکړي ، زموږ خلک په ژبني ، قومي ، مذهبي او نورو تړاونو ویشې ، په دولتي سیستم کې ورته فساد خوروي ، له قانونه څخه پورته خپلسرې زورواکان پرې تحمیلوي ، له پردیو او پردې پالو سره یې د اړیکو جوړولو په فرهنګ چې د بهرنۍ لاسوهنې سرچینه ګڼل کیږي اموخته کوي ، په ذهنې لحاظ یې د افغانستان په وطنپالونکو مدني سیاسي ټولنو په تیره بیا هېوادنیو ګوندونو بې باوره کوي ، د نړیوال تعامل خلاف د معاصري دموکراسۍ د ودي او بنسټيزه کېدو کار د ګوندونو پر ځاي د څرګندو اشخاصو او کړیو په لاس کې ورکوي او په دې توګه خلک او هېواد د مافیا په لومو کې کلک ګیر ساتې .
په داسې یوه خچن چاپيریال کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند او ورته نورو سیاسي نهادونو او د هغوي د مشرتابه او غړو دندې له پخوا زیاتې مشخصې او پيچلې کیږي .
جوته ده چې نړۍ په یوه کلې اوښتې او د ګټو پولې د پخوا په پرتله بدلې او د تغیر په حال کې دي . خو دا د دې مانا نه لري چې یو څوک دې د افغانانو د ملي یووالي او جغرافیي په ماتولو او یا دې د هغوي د هېواد په کاواکه کولو کې خپله ملي ګټه ولټوي .
هغه جګړه چې تر اوسه د افغانستان هر ‌‌‌‌‌‌ډول شته خوري ، قابو کول یې د افغانانو په تیره بیا د وطنپالونکو روڼ اندو اساسي دنده تشکیلوي . د مطرح دندې پلې کول د یوه ځانګړې شخص ، ‌‌‌‌‌‌ډلې ، ګوند یا یو نهاد کار نه دی ، بلکه یو پراخ دموکراتیک او وطنپالونکی غورځنګ ، کولی شي د افغانستان اوسنې ناورین ته حل لاره بیامومې . له دې کبله د هېواد د وطنپالونکو او دموکراتکو ګوندونو تر منځ اتحادونه او یووالې کول اهمیت پېدا کوي . اتحادونه او یووالې کول ښایې په پخوانیو تړاونو هومره ممکن نه وي ، لکه څومره چې د اتحاد او یووالې کوونکو خواوو تر منځ د مشترک فکر او موخو واټن نږدې شي .افغانان تر هر بل وخت د جګړي د مخنیوې او د سولې راتګ ، ښې حکومتولۍ ، د اړتیا وړ شیانو ته د لاسرسۍ ، د بهرنۍ لاسوهنې بشپړ مخنیوې او دکورنۍ او بهرنۍ مافیا د بیخې کنترول پر له پسې غوښتنه کوي . دا او دې ته ورته موخې پلې کول د هېوادنیو ګوندونو تر منځ په اوسنیو شرایطو کې د اتحاد او یووالې رامنځته کول ایجابوي .هغه تجربه چې تر اوسه د افغانستان ملي پرمختګ ګوند د جبهو جوړولو ، ګوندي یووالي کولو په برخه کې لاسته راوړې ارزښتناکه ده . همدارنګه هغه تجربه چې د هېواد دننه او بهر د یو شمیر هغو ګوندونو ، سازمانونو او خپلواکو تړا‌ؤ نه لرونکو ګوندیانو ( د خلکو کور خونو ) تر منځ کیږي‌‌‌‌‌‌ ، د زیات اهمیت وړ بلل کیږي . که د خونو د روان بهیر جمعې او انفرادې اجزاوي هغه شعارونه او طرحې چې هغوي شاته بیایې ، یوې خواته کړي او د معاصرې دموکراسۍ پر بنست د یوه پراخ او پياوړې جنبش د پيلولو له پاره په خپلو کې یووالي ته ورسیږي ، لیرې نه ده چې د مطرح موخو د لاسته راوړلو چانسونه زیاتیږي او د افغانانو د روان ناورین د پاي د روڼ سباوون په لور مزل کمیږي . له دې کبله یووالی نه یوازې د ځانګړو ګوندي موخو له پاره ، بلکه د سترو ملي هدفونو د لاسته راوړلو په خاطر اهمیت پيدا کوي . ګوندونه ، سازمانونه او ګوندي تړا‌‌ؤ نه لرونکې ملګرې دې خبر وي چې خلک سخت زوریږي او د خلاصون لارې ته سترګې اړوي .‌ هغوي ته داخبره ارزښت نه لري چې کوم مشر د چا له خوا وژل شوی . هغوي له موږ څخه سوله او د هغې د ممکن کېدو له پاره زموږ تر منځ یووالی غواړي . راځئ چې یو بل ته په تیریدنه د افغانستان د خلکو د کړا‌ؤ په لږولو او له منځه وړلو کې مرسته وکړو .

Comments are closed.