اد دارالانشا د ډاډګیرنې پيغ
کابل _ افغانستان
د لړم١٦-٨-١٣٩٨ کال
په ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې د افغانستان د ملی اردو متقاید افسراود افغانستان دملی ترقۍ ګوند غړی نورالرحمن خوګیانیوال ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه وفات کړی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم نورالرحمن خوګیانیوال یووطنپرست ،مسلکي ، تکړه، ملې ګټوته ژمن او لاسپاکۍ افسروو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړاودملی اردو په چوکات کې یې مختلفی دندی ترسره کړی دی .
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، دمرحوم غمزپلي کورنۍ ته د زړه صبر او عاجل تسلیت غواړي . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم نورالرحمن خوګیانیوال ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي .
امین
عبدالحی مالک
د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس