دآفــغــانـســتا ن دخلق د موکرا تیک نهضت جوړښت

دآفــغــانـســتا ن
دخلق د موکرا تیک نهضت جوړښت
۱۳۴۳هـ ش کا ل
د جدی یولسمه
د دوهمی برخی په دوام
دریمه برخه:

بلی دوستانو رښتیا او مستند څه لیکل اوراتلونکی ځوان نسل دهغو څخه خبرول څومره ښه او نیک کاردی. غلطیو ته دانتقاد ګوته نیول ښه کار دی ،تهمت اوتور تړل بد کار دی. یو ځل وګورئ او بیا فکر وکړی پر دی چی دا دافغانستان د خلق دمکراتیک نهضت په څنګه شرایطوکی ،په افغانستان غوندی یوه هیواد کی په کابل کی چی د خط وهونکو او خط لوستونکو شميره مو د ټول هیواد د وګړو دشمیر په تناسب په سل کی هغه وخت درې فیصده لا نه پوره کول.
دهغو درو فیصدو د منځه د منورینو را ټول او د یوه سیاسی نهضت تا داب ایښول څه ساده خبره نه وه.
تر دا اوسه پوری لاهم د خلق د د مکراتیک نهضت په شان بل ګوند بیا نه دی جوړ سوی .راسی وګورو چی رښیتا څه وه؟ اوس يې ولولې د خلق د دمکراتیک نهضت جوړونکی شخصیتونه، او لمړنی مشران څوک وه :
۱- نور محمد “تره کی” چی لمړی زده کړی د خپل کلی په ښوونځۍ ثانوی زده کړی یی په هند کی کړی وی د انګلسی ژبی شهادت نامه یی په امریکا کی آخیستی وه.
۲ – با رک شفعی ۳ – اکرم کار ګر متوسطی زده کړی لرلی.
۴- غلامحی الد ین زرموال ،۵ – عبدا لکریم ميثاق ،۶ – محمدعیسی کار ګر خصوصی زده کړی لرلې.
۷ – غلام د ستګیر پنجشیری ،۸ – سلیما ن لائق،۹ – سید نورا لله ا د بیا تو پو هنځی لوستۍ وه.
۱۰ – محمد ظاهرافق، ۱۱ – عبدا لحکیم هلا لی،۱۲ – عبدا لقیوم قیوم دا دبیا تو د پوهنځۍ د وروستۍ کا ل محصلین وه.

۱۳ – ببرک “کار مل”،۱۴ – نوراحمد نورد حقوقو پوهنځی لوستۍ وه.
۱۵- طاهر بد خشی ،۱۶ – سلطا ن علې کشتمند،۱۷ – شهرا لله شهپر داقتصا د پوهنځی لوستۍ وه.
۱۸- عبدا لحکیم شرعی ،۱۹ – عبدا لوهاب صا فی ،۲۰ – عبدا لها دی کریم د شرعیا تو پوهنځۍ لوستۍ وه.
۲۱ – داکترصا لح محمد زیری، ۲۲ – داکتر شا ولی ،۲۳ـ داکتر ظاهر. ۲۴ – داکتر عبدا لمحمد درما نګردطب فا رغا ن وه.
۲۵ – ا د م خان جاجي،۲۶ – وکیل عبدا لله جاجی ،۲۷ – عطا محمد شیر زوی متقاعد نظامی افسرا ن.
۲۸- خا لیار د انجینری فارغ.
یعنی :درې نفره تقاعد سوی نظامی ا فسرا ن ،شپاړس نفره د کابل د پوهنځیو فا رغ ،درې نفره د پوهنتون داخیری کا ل محصلین .
دا چی یوشمیر دخلق د دمکراتیک ګوند مخالف لیکی دی چی دخلق دګوند جوړونکو مشرانو په شوری کی زده کړی کړی وی یوه يې هم په شوروی کی زده کړی نه وی کړی.که څه داخبره چی په شوروی کی یی تحصل کم جرم اوشرم نه ؤ اونه دی .دشرم وړ خبره ده د یوه لیکوال ،عا لم او پوه سړی د پاره چی داسی غلط خیال لري.
خیر دغه دافغانستان د خلق د دموکراتیک جریا ن تهداب ایښود ونکی غونډه د نورمحمد”تره کی” په کورکی پوره ۱۲ ساعته روا نه وه. او د سخت جراو بحث څخه وروسته په وطن کی پر موجود و مشکلا تو او پرابلمونه، علاوه د حکومت غفلت او د شاهی کورنۍ فسادونه یو په یوه بیان او تشریح سول. کله چی دا خبره ومنل سول چی حکومت د یوې فا سدی کورنۍ په لاس کی دی.
او ټول ولس د غلامانو په شان ژوند لاره ترهغه وروسته نو د خلاصون او چاری په لټه کی سول. مګر اوس یو شمير هغه چی وخت يې د همدغه جریان په پورته او کښته مقامو کی کار کړی ؤ.هم د نه سم درک د وجهی او یا د ده په خام فکر چی ځان سلامت وښئ پر دې جریان د خلق د موکرا تیک باندی تهمتونه تړی. داسی نیوکی کړی دی :
وايې د خلق دموکرا تیک جریا ن د لمړې ورځی څخه د متضادو نظرلرونکوڅخه جوړو. زما په باور داسی وه: چی د کنګری په غړو او دهغوی په ارتباطی کړیو کی په نظریاتی لحاظ کمه ستونزه نه وه. په اډیالوژیکی برخی کی یی یو له بله سره مشکل نه لاره . پرهغه لیکلی اصولو(مرام او آسنامه ) باندی په مجموعی توګه موافقی ته سره رسیدلی وه، غوره لاره د مبارزی (طبقاتی ) وه.
هرسياسی سړی تر هرڅه لمړی باید دخپلی ټولنی څخه نسبی شناخت ولری. دخپلی ټولنی په منځ کی پراته تضادونه او د تضا دونو ډولونه تریوحده پیژند لې وی او پدی خبره یی سر خلاص وی چی کوم تضادونه پر یولاره سره تلای سي،څونه سره تلای سي.تضاد خود تکامل زڼې دی .بیله تضاده ژوند نسته او ممکن هم نه دی .
که د تضاد څخه مطلب نه پخلا کید ونکی وی نوبیا دوی د لمړۍ ورځی په یوه حزب کی نه سره راغونډېدل .او که د یوه شی دپیژندلو په باب مختلیف نظرونه وی حتمی به وي. هیڅ وخت دوانسا نان سل په سلو یو ډول فکر وکړي.په هر ټولنه ،سا زمان اوګوند کی د نظرو اختلا ف نه وی نوبیا هغه د مړو حزب دی .
دافغانستان د هغه وخت شرا یط ، د هغه وخت د پوهی ټیټه سطحه ،ا سبتدا دی حکومتونه ،غربت او نيستی دټول ولس په برخه وه.
د خلق د دموکراتیک جریا ن هدف واضح وو.هغه داچی په څه شکل سره کيدای سی زموږ او زموږد ولس ژوند هم د جها ن او همسایه هیوا دو دولسونو په شان سي، هیوا د او هیواد وال مود سيالانو سره سيال سي. ولس مو دعلم او پوهی څخه برخمن سي.
تر ډېربحث اوغور وروسته دی نتیجی ته ټول ورسيد ل چی د دې شاهی کورنۍ دسلطنت په دوام کی دولس خیرنسته. نو موږ ته هم پکار ده د جهان د نورو ولسونو په شان سياست وکړو،یو سياسی حزب باېد جوړکړو، او دحزب دلاری سیاسی مبارزه وکړو.
په دغه (۱۲) ساعته غونډه کی د حزب د جوړېدو پریکړه وسول. اوهم اوه (۷ ) نفره د آزادو،پټو او مستقیمو رایو په اساس سره د حزب درهبری یا مرکزی کميټی په نوم انتخاب سول.
هغه اشخاص دغه خلګ وه:
۱-نورمحمد “تره کي”، ۲- ببرک کار مل، ۳- طاهر بد خشي، ۴- غلام د ستګیر پنجشیری،۵- شهرا لله شهپر،۶- سلطان علی کشتمند، او۷- داکترصا لح محمد زیری ؤ.
په پورته ۷ نفروکی یوازی ۲ نفره پښتانه نورمحمد”تره کی” او داکتر صالح محمدزیری ۴ نفره ببرک کارمل، محمد طاهربد خشي، غلام د ستګیر پنجشیری او شهرالله شهپرتاجک،یونفر سلطان علی کشتمند هزا ره .
او درې نفره نور دګوند و رهبری کميټی ته د نامزاد و په نوم ونومول سول لکه: ۱- داکترشاه ولی،۲- عبدا لکریم ميثاق او۳- عبدا لوهاب صا فی.
داکترشاولی تاجک، عبدالوهاب صافی پښتون، اوعبدالکریم ميثاق هزاره.چی ټوټا ل ۱۰ نفره سول.
دافغانستان معاصر تاریخ په خپله حافظ کی په دا شان یوه ترکیب سره دیوې سياسی غونډی دجوړېدو نمونه بله نلری؟چی تحصیل وال تاجک،پښتون،هزاره،ازبک دی په مساوی صلا حیت،سره ګډ کښينستلی وي،بیله فشاره،زوره او معلومی ګټی.
په تیر ټول تاریخ کی موهم په دغه شکل او داسی یوه ترکیب سره د جلسی کومه نمونه نه د ه تیر سوې. د دې پر تمینی غونډی د جوړیدو ځای بیا د ښاغلی نورمحمد”تره کی” کوروو. د ښاغلی نور محمد ترکی کور. انځور پخپله خبری کوی

 

دا خبره ډیره دغوروړ ده چی ولی دویښوځلميانو دجوړښت ابتدایی او بیا اساس ایښودلو اساسی غونډو دجوړیدوځای اوبیا دافغانستان د خلق د دموکراتیک حزب دجوړی د ابتد ایښولو ټولی غونډی دښا غلی نور محمد تره کی په کورکی جوړی سوي؟
خبره روښانه ده په هره بله ټولنه کی او زموږ په ټولنه کی هم خلګ پر هغه کور اوهغه چاراټولیږی چی په ولس کی منل سوۍ او د اعتبار وړ شخص وی .که نه ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” دویښوّلمیانو په منځ کی دعمر په لحاظ زوړ نه وو، په اقتصادی وجهه موړ نه وی. پرحکومتی لوړه چوکی سپور نه وه.
نورمحمد”تره کی” په سردار کورنۍ پوری تړلی نه ؤ ، دکم صدراعظم ،وزیر.معین ،وکیل، ولسوال ،زمیندار او سرمایه دار زوی هم نه ؤ.پس نو څه ؤ؟ چی دوخت زیات پوهان اوسیاستوال د ده پر کور راټولیدل؟ یو کمال لاره چی دهغه په مرسته وټولو ته د کار او اعتماد وړ شخصیت ؤ.
د کنګری غونډی نورمحمد”تره کی” د خپل مشرپه نوم داسی وټاکئ چی هیڅ یوه مخالفه رایه يې نه لرل یعنی نورمحمدتره کی دګوند منشی انتخاب سوو.دوهم ډېری رایی لرونکې ببرک کارمل وو.
د لته عبدا لوهاب ساپی په ټوکه ږغ وکړی چی ببرک جا ن يې دوهم منشي.د عبدالوهاب ساپی پر دی خبره ټولو برخوا لو( وخندل دا خبره یی مسخره آمیزه )وګڼل.مګر ببرک کارمل دخپلو پلویانو په مرسته دغه د دوهم منشی نوم پرځان پوخ کۍ.
د مليتو په لحاظ وکنګری ته نماینده ګا ن:
پښتا نه -۱۳- نفره.
تاجک-۱۰ – نفره.
هزا ر-۴ – نفره.
ا زبک-۳ – نفر.
نما ینده ګان د ولاېا تو په لحاظ :
په کنګره کی برخوال نماینده ګان د افغانستان په شپاړسو(۱۶)ولاېاتو څخه ؤ . چی دا هم په خپل ذات کی دافغانستان په تاریخ کی به لمړی ځل وو،چی د حکومتو له زور،قدرت اوواک څخه پرته دی د(۱۶) ولایاتو منورین د یوه مشترک هدف د پرمخ وړلود پاره یو ځای سره کښینستلی وي.د تحصيل په وجه ټول دغونډی برخوال سواد لرونکی، دوخت د مامورینو ،ښوونکو ،کاریګرو، لیکوالو، شاعرانو ،محصلینو ،ډاکترانو،آفسرانو او د ولس په درد درد من ځوانان وه.
ا لبته دا ترکیب د مليتونو د لږوالی اوډېروالی او یا دژبی پر بنیاد نه وه.بلکی داد کار په کميټوکی د انتخاب پراساس ټاکل سوی راغلی نماینده ګان وه.اوکميټی هم دمليت او ژبی پروېش نه وی ایجاد سوي.
پدی وروستیو کی یوشميرد کنګری برخه والولیکلی دی چی فلانی یافلانیان وکنګرې ته انتخاب سوی غړی وه. خو د مختلفوعواملو د مخی یی په غونډه کی برخه وانه خيستل،ترهمدغه ۳۱ نفرو اضافه بل هیڅوک د خپلو کمیټو لخوا وکنګری ته د نماینده په حیث انتخاب سوی نه دی.هوڅو نفره په حلقو کی تنظم ځوانان د غونډی پر وخت دامنيت ساتلو د پاره د نور محمد تره کی دکور په اطرافو کی وظیفه دا روه.
غلام د ستګیر پنجشری په خپل کتاب ظهوراوزوال او ډاکتر صالح محمد زیری د نیمی پیړۍ په خاطراتوکی د ډاکترصاحب عبدا لمحمد د ما نګر شتون او ګډون د کنګری د غړی په حیث نه دی منلئ .
خوما ته خپله ډاکترصاحب عبدا لمحمد درمانګر څو ځله مخکی او په وروستی ځل کله چی امریکا ته راغلې زما په کورکی دغه خبره د پخوا په شان یوځل بیا تکرار کړل چی دی د مؤسسی کنګرې منتخب استازی ؤ،او باو رلرم چی خلا ف نه وايې ،اود کورد باندی د امنیت سا تلو دپاره مؤ ظف ؤ.
دا خبره چه ولی د جدی د میاشتی ۱۱ تاریخ د دې تهداب ایښود ونکی غونډی دپاره مشخص کړل سوی وه؟
دا پدی چی په همدغه ورځ(۱۹۰۶م ) کال کی لمړنئ اخبار( سراج ا لاخبار)د چاپه راوتئ وو.بل په دغه ورځ په کا ل۱۸۴۲م انګریزی اشغالګرو لښکرو دافغانانو سره په مخامخ جګړه کی ما ته منلی او د خپلو قواو د وتلو سند يې امضأ کړی دی .بیا په همدغه ورځ په ۱۹۱۹م کی افغانانو دا نګریزی اشغا ل په وړا ندی دجنګ او مقابلی اعلا ن کړی دی .
پس د جدي۱۱یا د جنوری د میاشتی لمړې ورځ باېد یوه نه هیرید ونکی ورځ وی .
د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند یوازی د افغانی جامعی په نس کی د افغانی منورينو،دسياست مینه والو،تغیرخوښونکواو تغیر راو ستونکوپه مټ جوړسوی دی .هغه وخت چی د دغه حزب ا سا س کيښودونکې جلسه جوړیده،په جلسه کی د شا ملواعضاؤو څخه یوه هم شوروی لیدلۍ نه ؤ.
دغونډی ټول برخوال د خپل وطنی تعلیم څخه برخوردا ره وه. سره د دی چی لا هغه وخت او زما ن زموږ په هیواد کی درسمی زده کړوخبرډ ېرعامه سوی نه وه.دغه ټول څه چی اوس موږ اوتاسی په هیواد کی لرو دا د هغو د لاس محصول دی چی شخصی یا خصوصی زده کړی يې لرلې. مثالونه یی بی حده زیاتی.
هغه وخت اصلاً ښوونځۍ مولا ښوونځۍ سوې نه وو.زده کړی د مسجده راوتی.چی زموږ ډېرد قلم خاوندان مسجد لوستۍ وه.لا تر اوسه هم مومکتب لوستۍ هغه ځای ته نه دی رسيد لی چی د مسجد لوستو په ا ندازه يې څه ولیکی او ولس ته ورکړی وي.
۱ – دحزب منشی ښاغلۍ نورمحمد تره کي:
دژوند په څنګه شرایطو اوخواریو کی راګیراو څونه کار يې کړی دی ؟ د ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” په مخا لفت کی دهغه سیاسی او قلمی اریفانو یو څه اوبل څه غلط ولیکل په خاصه هغه وخت کله چی په ظاهره کی دافغان نستان دخلق ګوند حاکمت پلاس کی واخیستۍ.
زیاتو غیری پښتنو خو لکه د هرپښتون په خلا ف چی څه ا لفاظ (فاشیست ) کلمه کار وی دده په باب هم وکاره لې .ځکه یوشمیرد تعصب په مرض اخته شخصیتونه هیڅ کله هم د پښتون د ښوکارونو یاد پر خوله نه راوړی،پښتون که په فا رسی ژبه کوم څه ولیکی دوی هغه غلط ،تزویراو بل ورته لیکلې شمیری .
ټول فا رسی ژبې لیکوا ل تنګ نظره او متعصب ندی .لرو همدا ډول پښتا نه لیکوا ل چی د فکر،ډلو ټپلو ،بغض او بُخل د مخی د بل چاه کار،فعا لیت اوپر مختګ نه سی ز غم لای .
یو کم شمیربې فکروپښتو او فارسی ژبو دواړو په ډیره ساده،عامیانه حتا بازاری خبرو سره یی ښاغلی نورمحمدتره کی، غریب ، د بزګری ، د چوپا نې کورنۍ ،منظمی زده کړی نه لرونکې ، ساده کوچی،پنډ،شین سترګی او نورو نومونو په خپلو لیکنو کی یاد کړۍ دئ، داخلاقی معیارونو لیری تهمتونه پوری تړی .
زما په باور دښاغلۍ نورمحمد”تره کی” ژوند با ید په څلورو برخوکی وڅیړل سي.
اول: د هغه شخصی غریبانه ژوند ،کار،زحمت ،زده کړه اود ځان رسونه.
دوهم: دلیکوالۍ دفن او هنر زده کړه ده چی په ریالیستی داستان لیکنه یی ځان دپښتو داستان لیکونکو په اول اودوهم کتارکی را وستۍ وه.
دریم : د سیا ست،سیاسی تشکیل اوسا زمان جوړولو برخه کی د ده استعداد چی تر همزولو مخته سوو.
څلرم: دحا کمیت تر لاسه کول او وژل کیدو پوری کړنی او اعمال یی دي.
هره برخه دژوند يې جلاو خت او عمیقی څیړنې ته اړتیا لری .
تر موږ ټولو اوهربل چا يې خدای بخښلۍعبدا لروف بینوا په خپل ا ثر(او سنی لیکوا ل ) کی چی په ۱۳۴۰هجری کال کی په درو ټوکه کی چاپ سوی دئ په ۲۲۰صفحه کی هلته د نور محمد تره کی پیژند ګلوی داسی کړې ده :
” ښاغلی نورمحمد “تره کی” د پښتوژبی حساس او داجتماعی مضامينوښه نثر لیکونکۍدی.دی په خپلو لیکنو کی تل زیا ربا سی چی د اولس د حقیقی اوعوامی ژوند تصویر وبا سی او دېوې جامعې په اجتماعی ژوند کی د افراط او تفريط عیبونه او نقایص وښیی …تره کی صاحب په فا رسی او انګرېزی او ترډ ېره حده په ارد و هم ښه پوهیږي.
او دا نګریزی د ترجما نۍ په څا نګه کی يې خو په ۱۹۵۹کا ل لیکونکئ:(چی د ۱۳۳۸هجری سره سمون خوري). د آمریکې د اورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه ۳۷لمبر لیسا نس اخیستئ دی او پدې لا ره کی ښه تجربه لري.
په ۱۳۱۳هجری کی په بمبی کی د پښتون شرکت په نما ینده ګې کی کا تب ؤ. په ۱۳۱۶ هجری کا ل کی دتجارت په وزا رت کی داقتصا د دمجلی محریرؤ.
په۱۳۱۷کا ل کی د کانو په وزارت کی سرکاتب ؤ.
په ۱۳۱۸کا ل کی بیرته داقتصا د دمجلې محریر سو.
په۱۳۲۰د مطبوعاتو په مستقل ریاست کی د نشراتو د دو همی څا نګی غړی ؤ.
په ۱۳۲۱کا ل په هغه ریاست کی د نشراتو د لومړۍ څانګی غړی وټاکل سؤ.
په ۱۳۲۲کال کی په کابل راډیو کی د پښتومرستیا ل ؤ.
په ۱۳۲۳کا ل کی د باختراژا نس د مؤسسې غړی سو.
په ۱۳۲۴ د فوایدعامی په وزارت کی د خصوصی مدیراو د خارجی ارتباط مدیر ؤ.
په ۱۳۲۶ کال د پطرولو لوی مدیر سوو.
په ۱۳۲۸ د مطبوعا تو په ریاست کی د بولتین مدیر سوو.
په ۱۳۳۱د باختراژانس لوی مد یر سوو.«۱»
په ۱۳۳۲ په واشنګټن کی دافغانستان په سفارت کی مطبوعاتی ا تشه مقرر سؤ.
په ۱۳۳۴څخه تر ۱۳۳۸پوری په کابل کی دیونود تخنیکی مرستی یونسکو په څا نګه کی د سکرټراو تر جمان په حیث کار کاوه .وروسته يې د( نور)په نوم دا را لترجمه خلاصه کړل.”
«۱»:- ټول دوستان باید په دی خبره پوهه وی چی په هغه وخت او زمانه کی د باختر اژانس دلوی مدیریت وظیه د اوسنی وزارت اطلاعات اوفرهنګ سره برابره یوه وظیفه وه.
– دا چی ښاغلې پوهاند ډاکټرصاحب محمد حسن کاکړ د کم بغض او عناد له مخی ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” (دنه چندان مهموخلګوپه جمله کی شمیري). داچی حسن کاکړته څوک مهم دی او څوک نه . ودغه نه چندان مهم سړی ته کله چی حسن کاکړ د لندن څخه خپله دوکتورا اخیستی وه او کابل راغلی د نورمحمد”تره کی” کور ته ورغلۍ او د خپلی د کتوری تیزیس یی هغه ته وښود مګر نورمحمد”تره کی” د حسن کاکړ د تیزیس سره علاقه و نه ښول.هغه یی دیوه امپریالستی ملک کاغذ وباله.
– دحسن کاکړ د وینا په خلاف ښاغلۍ ارواښاد پوهنوال جبیب الله تږی صاحب چی تر محمد خسن کاکړ مخکی دکابل مجلې مدیرؤ هغه د نورمحمد”تره کی” یاد داسی کړی دئ: (( پدی دوره کی یوشمیر مضمونونه دعلمی جها نبینی له معیارونو سره سم لیکل سویدی.
په ۱۳۳۵ هجری کال کی دهیواد نامتو ریالیست لیکوال نورمحمد”تره کی” ځینی لنډی کیسی کابل مجلی ته را واستولی،چی دځینو نومونه یی دادی: زما برخه،دسمټ موراوپلار،یوسترخان اودری دوله خواړه،دکورګټه دلاهور ګټه،په پای کی بډای سو، ږوږجوړشو او دبنګ مسافری(کتاب). )) ص۳۶۲ ادبی څیړنی روهی صاحب.
– ښاغلې محمد صد یق روهي د خپلي ا د بې څیړني په ۳۶۳صفحه کي لیکلی دی چی : “د ښاغلې نورمحمد”تره کی” د طرف د پښتوټولنې رئیس او د مجلې چلونکي ته یوخط داسي راوړي :” ع .ص ښاغلې پاچا صاحب او ښاغلی ژواک صاحب! د کابل مجلې په ۴۱۹ ګنه کي ،چي زما مقا لې ته کوم عنوا ن ،یوسترخا ن او د رې ډوله خواړه ، ورکړسوي وزما د تعجب وړسو.زما د مقا لې اصلي عنوا ن”یوه کا سه او د رې ډوله خواړه و،هیله کوم،چي هرچیرته د مقا لې په متن کي هم د سترخا ن” پر ځای یوه کا سه ولوستل سي.
سربیره پر دي خبرو ښاغلې صدیق الله روهي هم د نور محمد تره کی یا دو نه په خپل ا ثر اد بې څیړنه کي داسي کوي پر کیسو سربیره نورمحمد”تره کی” د “کله به وي” ترعنوان لاندي یومضمون لیکلۍ دی ،چي په هغه کي وايې :
“هغه ورځ چي د نړۍ د ټولو ملکو څخه داخلي او خارجي استعماراواستثماربیخي ورک شي اوټول کار کونکي په آزاد صورت سره د دې دپاره واک اواختیا رولري ،چي دا نړۍ پخپل زحمت ودانه کړي او دهغه د ودانۍ ثمره دعامه وو د مفاد دپاره وي نه ددې او هغه د پاره”.
– داکترپکتین ښاغلۍ نور محمد تره کی په خپله یوه مقا له کی دا سی معرفی کوي: ” نورمحمد”تره کی” یوملی ،فرهنګی او سيا سی شخصیت اوپه پښتو ادبیاتو کی درېا لیزم د سبک بنسټ اېښود ونکی ،د ټينګې سیاسی تقوأ ،ژورې سیاسی پوهی او دوېښو زلميا نو د وخته د اوږدی مبارزی د تجریبې خاوند وو”.

نور محمد تره کي پر خپل وخت په افغاني ټولنه کي یوخلاق انسان وو.پدې خبر ه کي شک نسته دمثال په توګه ما ته ضياا لد ین ببرک کیسه وکړل چي ډاکتر صاحب شا ولي ویل :زه یوه ورځ د نورمحمد “تره کي” کورته ولاړم ،کله چي مي د د روا زي زنګ ووهه تر لږ ځنډ وروسته د معمول په شا ن د نور محمد تره کي اواز مي وا ورېدی چي راځه دروازه خلاصه ده.زه کورته داخل سوم ومي لیدل چي نورمحمد “تره کي” ددهلیز په د روا زه کي ولاړدئ.
د پخوا په شا ن يې ګرم روغبړ راسره وکړی اوکوټې ته يې د ځان سره بوتلم.ګورم هلته داکټر موسی شفیق ناست او ولاړسو،روغبر مي ور سره وکړی تره کي صاحب زه ور وپیژندلم. په دی وخت کي د چایو د پطنوس کړپ سو، تره کي صاحب ورولاړسو چي د چایو پطنوس راو اخلي ، د تره کي صاحب د ولاړيد و سره موسی شفیق سم ولاړيږي او تره کی صاحب ته د هري خبري سره دا ستا د ،ا ستا د په نوم خطاب کوي…
ډاکتر موسی شفیق نورمحمد”تره کی” ته و ویل استا د ه زه اول تا سي ته راغلم ،تا سي به زما سره د کد رونو په باب همکاري وکړی.؟
تره کي ورته وویل چي د وطن په خیروي ولې نه ،زما خوا ته يې لا س ونيوې چي د دې ځوانانو خو وطن ته خد مت ارزوده.چي که يې تا سي په سلطنت ومنی زموږ همکاري.
سره د دې چي د ضاالدین ببرک په خبره مي باور ؤ،خوبیا مي هم ډاکتر صاحب شا ولي ته تلیفون وکړی،ترسلام او خبروورسته مي د دې خبري په باب وپوښتئ ډاکتر صاحب شاولی بیله دی چي ځنډ په خبروکي وکړي دا خبره ومنل ،بلي هو.
او داکتر صاحب شا ولي علاوه کړل چي:”د نورمحمد تره کي کورته ،نه یوازي موسی شفیق ،بلکي ښاغلې محمد هاشم ميوند وال ، ښاغلې عبدا لروف بینوا او ډ ېر نورد مشوري د پاره ورتلل.
نورمحمد تره کي لمړي افغان دیپلوما ت وچي په امریکا کي په یوه مطبوعا تي کنفرا نس کي یی په ډاګه وویل :” په افغانستان کي دیوې کورنۍ واک چلیږي ،پاچا،صد راعظم،وزیرد فاع اوټول مهم پُستونه ددوی په لاس کي دي”.
تر نورمحمد تره کي وړا ندی هیڅ افغان دیپلومات پر شاهي کورنۍ داسي نیوکه نه وه کړې .کله چي حکومت د کار ه ګوښه کړی او دئ بیرته افغانستان ته را ستون سو، د ميدا ن هوايې څخه يې د اودخان ته تلیفون وکړئ ، او ورته ويې ویل: “زه کابل ته راو رسید م ،زندا ن ته ولاړسم ،تا سي ته درسم او که کورته ولاړسم د اود خان په بې ادبانه ا فاظو ورته وویل کور ته دي ولاړسه”.
سیا ستوال باېد صا دق وي مګر نه سا د ه. نه پوهيږم پدې چي که ښاغلې نور محمد تره کي ژوند ی وای څه جواب به يې لاره :هغه داچي لکه د ه چي د خپل ژوند په ورستیو کي دا ومنل او د رک کړل چي د ” افغانستان د خلق د دموکراتیک حزب په د ننه (نس) کي د سرطان دا نه سته”.
دا دا نه خوډ ېرو حزبیا نو لا ډ ېر پخوا تشخیص کړي وه، او د ښاغلې نور محمد تره کي سره يې خپل د تحقیق را زونه شریک کړي وه.
مګرده به د نورو خبره نه منل،هغه وخت يې ومنل چي ډ ېرناو خته وو. دا د سرطا ن دا نه تر حاکمیت وروسته دحزب په منځ کي وچاودل اوټول حزب یی په غم اخته کړې.نود نورمحمد تره کي د پوهي او ښه سړیتوب،مهربا نې علاوه زما په باورد دی ګناه با ريې پراوږو پروت بولم.
باېد د څه دقت څخه کار واخلو ،نه چي خدای نخواسخت په د روغ ویونکو ونه پیژندل سو.بله اساسي خبره دا ده چي رښتیا باېد ویل شي او تهمت باېد ونه لیکل شي .
نصراحمد دولت ابا دی دخپل” شنا سنامه احزاب وجریانات سیاسی افغانستان ” کي د ډېرو نورو بهتانو او اتهاماتو،انحرا فاتو تر څنګ د نورمحمد تره کي پرشخصیت اولیکوالې بحث کوي داسي بیځا یه اتهام وا رید وي.

ترجمه:”د سردارد اودخان د صدارت په د وره کي هغه تره کي ومسکوته سفر وکړی .هلته يې “د موکرا سي نوین” په نوم کتا ب چي د مارکسیستي فلسفي د پیژند نئ په هکله ؤ، په هغه هیواد کي په درې ژبه چاپ کړی،چي هلته د کتا ب مؤلف د نظر محمد په نوم معرفي سوئ ؤ.داقتدار پروخت دهغه د بې ربط او بې محتوابیاناتو د مطالعی څخه يې کولای سي درک کړي چي نوموړې کتا ب به د ده تا لیف نه وي.په غالب احتمال به شوروي فا رسي ژبې نویسندګانو د ده په نوم چا پ کړې وي”.
یوسړی چی خپل سواد نه لری فکر کوی چی د ده په شان دی .دولت ابا دي نه کتاب لیدلۍ اونه لوستي دئ تر زیا ت داسي بریښی چي دځان په شان دبل کوم په تعصب لړلي خبری یی اوریدلي وي. پر دغه څوجملو ډېر بحث کیداسي خو ضرور نه ده بحث دوخت ضایع ده .
ا لف: اول خوښاغلي نور محمد تره کي د “د موکرا سي نوین” په نوم کوم اثر نلري .
د وهم : داچي دری ژبه یوه درباري ژبه وه اکثریت پښتو لیکوالو خپل ټول اویا یوبرخه د خپلو اثارو په دری لیکل .د ښاغلي نورمحمد تره کي د لیکنو په منځ کی یو اثر(زنده ګي نوین) په نوم سته چی په د ری ژبه لیکل سوي او نشر سوي د ی، نه په فا رسي ژبه شاید د لیکوال مطلب همدا کتاب وی چی ده لیدلی نه وی.
دریم: د هغه کتاب نوم چي ښاغلی نورمحمد تره کي لیکلۍ ؤ”زنده ګی نوین” وو نه “د موکرا سي نوین”. چي خورازیات یی په نوم کي تفاوت سته ( زنده ګي نوین یا نوی ژوند) کتاب په ۱۳۴۰ هجري کال کي چاپ سوی د ی چي هغه وخت لا سردا رمحمد د اودخان صد راعظم سوی هم نه وو، لطفاً دي لیکوني تاریخ بیاو ګوری.
د کتاب د چاپ پر وخت لا دافغانستان د خلق د موکرا تیک ګوند جوړسوی نه وو. آیا په هغه وخت اوزمان کي به کوم بل افغان دغسي یو علمی ا ثر لیکلې وي؟ تا سي يې یاد کړې چاّ؟ پس هیڅ افغان داسي یو کتاب چي پرعلمي جها نبیني دي استوار وي د ده تر مخه نه دی لیکۍ.
او س نوپه پوره غور سره فکر وکړې چي د نن ورځي څه زیا ت تر۵۳کا له مخکي مود نوموړی په سطحه څو تنه لیکوال ، سیا ست وال په ټول هیواد کي لرل. زما په باور ډېرلږ.دايې هغه ؤچي ددوی په ژبه عا لی او منظم تحصیلا ت يې نه لرل.
پس نور محمد تره کي صا د ق،مبا رز،لکيوا ل، پر وطن مين انسان و.د سړوپه جلب اوجذ ب کي د پوره ا ستعداد خاوند وو، پدی برځه کی یو وتلۍ او منلۍ شخص ؤ. مګر سیاست يې یوازي د ګل په مفهوم سره پیژندئ. زموږ کندهاریانو په ژبه ، په دابا زاري چلو اوټګیو لا نه ؤ پو هیدلۍ .ځکه په همدغسي وطني ،کلیوا لۍ ،نیم بزګره او نيم چوپا نه کورنۍ کي راپیدا سوۍاو لوی سوۍ وو.
اوهمدا سبب ووچي د نوموړي د پاکی څخه چا لاکو سؤ استفاده کول په چا ل بازي سياست کي کمزوري وه .دغه کلیوالي سپڅلتیا ته سیا سیون یا ښاري خلګ ساده ګي وايې.او رښتیا که سیا ست ګل وي نو ګل بیله ا نباره رشد نه کوي.
زموږد جامعي د هغه وخت سيا ستوال ډېری همدغسي وه.دا لویه نقيصه دهري شاته پاته جامعي ميراث وي. که دا نقیصه وبولو،نوخدای بخښلۍ نورمحمد تره کي همدا نقیصه لرل په چال نه پوهیدئ او دايې لوی نقص هم ؤ.او سني زموږ د وطن سيا ستوال بیا یوازي سیاست د انبارو په حیث پیژندلۍ دي شپه او ورځ په ا نبا رو کي لوید لي اوشنې. یوازی دځانونو ګټي پلټي دګل درک او خرک ځیني ورک دی .
نور محمد تره کی د خپل اقتدا ر پر وخت او ترهغه مخته څوک په جاسوسی ،رشوت، شخصي استفا د ه ،بداخلاقي ،د علم سره په ضد یت، د مکتب سره په مخا لفت، د پیشرفت سره په دښمنې، تعصب، د ژبو په نه زده کړه، د قلم په نلرلو نسي متهم کولاې.
زه با و ر لرم چي ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” داقتدا ر اخیستلو په لومړۍ ورځ تر وژل کیدوپوري د حفیظ ا لله امین او دهغه د سړو لخوا سخت محاصره سوو. داکثریت حزبي تغیراتو، دولتی مقرریو ،امنیتي پیښو او کړنو څخه به زموږ په شان تر عمل وروسته د بل د خولی خبریدئ.دحزب اودولت ټول کارونه د حفیظ ا لله امين په آمر سرته رسیدل.
چی دغه د نور محمد تره کي لویه ګناه او اشتباه وه هرڅه یی حفظ الله امین ته پرایښي وه.دا د یوه مشراو رهبر ،نقیصه ده دی د جُرمه په دی خلاصیداي نشي چي وویل سي دی خبر نه ؤ .
ځکه رهبر باېد هراړخیزه کار،مسؤلیت او صلاحیت ټول کنترول کولای سی. په حزب او دولت کی پریو شخص تکیه اونور شاته کول دغه ثمره لری.نور محمد تره کی د حزبه او حزبي ملګرو څخه جلا په محاصره کي په مها رت سا تل کیدئ.د یوه مشر سیا ست وا ل د پا ره اړینه د ه لکه څنګه چي پر ملګرو اعتما د کول ضروري دي،تر هغه زیات باېد حسا ب اونظا رت هم وکړې.

د نورمحمد”تره کی” قلمی اثار:
دغه لاندی ۲۴ ا ثرونه لکه:
۱ – د کار ګری طبقې ګوند.
۲ – زنده ګی نوين ” نوی ژوند”.
۳ – د بنګ مسا فری.
۴ – سپین.
۵ – څړه.
۶ – عروس من درخیبر.
۷ – د زلميا نولا رښوونکی.
۸ – خاطرا ت جنګ چرچل ترجمه.
۹ – بې تربيې زوی.
۱۰ – په ځا ن باو ر.
۱۱– سنګسا ر.
۱۲ – موچي.
۱۳ –دغوايې لا ندی.
۱۴ – زمابرخه.
۱۵ – د سمټ موراو پلا ر.
۱۶یوه کا سه او د رې ډوله خواړه.
۱۷ – د کورګټه د لاهورګټه.
۱۸ – په پای کی بډای سؤ.
۱۹ – د بزګرلور.
۲۰ – ږوږجوړسو.
۲۱ – دا دی خد مت.
۲۲ – زه او زما ورور.
۲۳ – د نوی کال خوب.
۲۴ – نطق ويشنسکي. ترجمه.

او ترحساب زیاتی علمی مقالې ،تحلیلونه یی د وخت برابر په ورځپاڼو او مجلوکی خپا ره سوی دی .”
د دریمی برخی پای
نور بیا

Comments are closed.