دحوت دمیاشتی په ۲۴نیټه دافغانستان دخلکو دترقی ملی ګوند دننګرهار ولایت دولایتی شوراداجراییه بیرو کاری غونډه دکابل نه دراغلی پلاوی دګوند دارالانشا او اجراییه بیرو غروهریو ملګری خفیظ الله نورستانی او ملګری سلیمان کامجو په ګډون دایره شوه. په سرکی غونډی ته ښاغلی محمد ایشان ایشان وینا وکړه او راغلی پلاوی ته یی دګوند او همدارنګه دننګرهار دامنیتی وضعیت په هکله معلومات ورکړل. ورسته اساسی ګزارش دښاغلی دهقان زاده لخوا ولوستلو شو همداراز ښاغلی خفیظ الله نورستانی اوسلیمان کامجو هم ویناوی وکړی او دګوند اوهیواد اوسنی سیاسی ، اقتصادی ، اوامنیتی وضعیت تشریح کړو اود تشکیلاتی ادغام د پروسه یی ارزیابی کړه ،ګوند ته دنوی جلب اوجذب ، داولیه واحدونو دجوړولو ، اوحق العضویت دراټولو لپاره یی دګونډغړو ته سپارښتنی وکړی او دتبلغ او ترویج کمیسیون او دشورا رهبری ته یی هدایت وکړو تر څو ټول ګوندی اسناد دګوند غړو په اختیارکی ورکړی ترڅو هغوی يي مطالعه کړی خصوصآ اساسنامه اومرامنامه تر څو دګونډغړی دمطالعه څخه وروسته خپل نظریات او پشنهادات وړاندی کړی چی اساسنامه او مرامنامه لا غنی شی همدارنګه په ناامنه ولسوالیو کی د تشکیلاتی ادغام لپاره هم لازمی سپارښتنی وکړی او د حقیقت زمان او پيام ملی دګوند نشراتی ویبپاڼو لپاره ملګروته هدایت وکړل چی خپل لیکلی اثر ، مقالی او لیکنی دګوند دتبلغ اوفرهنګ کمیسیون ته واستوی تر څو نشر اوخپری شی.
دغونډي په پای کی دملګرو پشنهادونو ، نظریاتو او پوښتنو ته دراغلی پلاوی ښاغلو نورستانی او کامجو لخوا ځوابونه ورکول شول اوغونډه دپوره یووالی او ملګرتوب په فضأکی په ته ورسیده.
دا.خ.ت .م . ګ دننګرهار ولایتی شورا
د تبلغ اوفرهنګ کمیسیون