دهیواد دکرکت ملي لوبدلی دبریا په مناسبت دافغانستان دخلکو د ترقي ملی ګوند د دارالانشا د مبارکی پیغام

د افغانستان باغرورو او باشهامته خلکو!

ستاسو با استعداده  بچیانو او اتلوځوانانو یوځل بیا بریالیتوب ترلاسه کړاو نړی ته يي وښودله چې افغانستان داستعدادونو خاوره ده او له هغي، نه یوازی داچي دټپل شوي جګړي رپورټونه اورو ،بلکه د لوبو،سپورت، جشنونو او خوشحالیو خبرونه هم خپریږي.

هوکي د کرکت  ملی ټیم د تیرو لاسته راوړنوترڅنګ،یوځل بیا د زمبابوي ټیم ته په ماتي ورکولوسره،د هیواد دخلکو په زړونوکې خوشحالی اوهیلي را ژوندی کړي.دافغانستان کرکت ملي ټیم  د ښه امکاناتوپه نلرلوسره بیاهم د نژدی لسوکلونوورسته دغه ویار خپله کړ چی د نړی د کرکت د لسو غورو لوبدولو په نوم لړکی شامل شی.

دافغانستان دخلکو دترقی ملی ګوند دارالانشا د ګوند د تولو غرو په استازیتوب،د هیواد دکرکټ ټیم غړو،مسوولینواو د افغانستان سرلوړي ملت ته ددی بریا مبارکې وایي،او د دوی د لا زیاتو لاسته راوړنوهیله کوۍ.

د سپورت په برخه کې په ځانګری توګه د کرکت او فوتبال دځوانانو ورستی لاسته راوړنو،دا وښوده چي د افغانستان خلک مخصوصاْ ځوانان د ښه استعداد خاوندان دي،او که چیري په دوی باندي لازمه پانګه اچونه  وشي او سم مدیریت شي،په عالي درجه لاسته راوړني به په دي برخو کې ولري،او یو روښانه سرلوړی او سوله پال افغانستان به نړیوالو ته ور وپیژني.

د افغانستان دخلکو د ترقي ملي ګوند د ماشومانو او ځوانانو(هلکان اونجونو) د سالمی روزني او ښووني،فکري مصروفیت اود ورزش د ودي په برخه کې هروخت هڅه کوي او دخپلو پروګرامونو یوه برخه يي ګڼي،اوهمداشان له دولت او د افغانستان له ټولوخلکو نه غواړي چي ځوانان تشویق  وکړي او د هغوی د پرمختګ لپاره موثري او عملی طرحي تطبیق کړي.

په درنښت

عبدالحی مالک

د افغانستان دخلکودترقي ملي ګوند رییس

Comments are closed.