دښکلو کوڅه
ستا د ميني جنون بیا را باندې زور شو
پوهه عقل را نه لاړل حال مې نور شو
نا صحان دې راته پند نصیحت نه کړي
چې مې عشق د نا کسانو د پیغور شو
رقیبان را پورې خاندي مسخرې کړي
چې مې وار د میو راغې جام نسکور شو
ساقي ماته پیاله را کړله په لاس کې
مفت مې نوم د شرابي کلي کې خپور شو
د ز ما ن د ا ز مو ینې لا ند ې ر ا غلم
چې مې لوي دوښمن ګا ڼه د ستر ګو تور شو
خوب خندا نه دې لاس پریمینځي تر ژونده
چې د ښکلو په کوڅه کې د چا کور شو
د غاټول په څیر مې دي په زړه داغونه
خدمتګاره ستا د میني داغ پرې پور شو