بسم الله الرحمن الرحیم
په دیری خواشینی سره مو خبرتر لاسه کړ چی محترم ببرک شینواری دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند دمرکزی کمیټی غړی اودمخکنی ملی شورا غړی پرون د 1395 کال دکب میاشتی 15په نیټه د ورپیښی ،ناروغی له امله له دی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی .
انا لله واناالیه راجعون
محترم ببرک شینواری یو پیاوړی ،رښتنی دترقی اوټولنیز عدالت دلاری مبارزوه اوخپل ټول ژوندئی دخپلوخلکو دسوکالی اوهوساینی لپاره وقف کړی وه . دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند دارالانشا دهغه مړینه د خپل هیواد ټولو ملی، مترقی اودموکراتوځواکونوته یوه نه جبیره کیدونکی ضایعه بولی، اودخپلی خواخوګی پیغام دهغه کورنی اودوستانو وړاندی کوی ،متوفی ته دڅښتن تعالی څخه دفردوس جنت اوکورنی ته ئی دجمیل صبرغوښتنه کوی.
په درنښت
پوهاند دکتور محمد داود راوش
دافغانستان دخلکو دترقی ملی متحد ګوند رئیس