د محکومو ولسونو د خلاصون په خاطر:

m agha (2)

په 1967 زکال سيهونستي ځواکونو د خپلو متحدو ملگرو په مرسته د فلسطين ازادي ټوک ټوک کړه د مينځني ختيځ زياتره مستقل هيوادونه ېي وگواښل د سوري د سينا لوړی څوکې د مصر يو شمير ځمکې د لبنان ، اردن د خاوری موهمې برخې اشغال کړې اود مصر هوايي ځواک له مينځه يووړلو او نور دا  داسرايلو د سيهونستي رژيم د موخو لو مړنۍ گام وو ،د بيت المقدس تر 70 فيصدو زياته برخه دوی اشغال کړه. له همغه وخت نه تر اوسه فلسطينيان  د سيهونيزم تر فشار او ناروا کړنو  لاندی ژوند کوي ددوی پر ځمکه  يې کورونه جوړکړه او يهودي کورنۍ پکې ځای پر ځای شوي د ملگرو ملتو دامنيت شورا 15 گونو پرېکړو ته غاړه نه ږدي دوی د خپلو سيهونستي انډيوا لانو په مرسته د نړيوالو قوانينو منلو ته تېار نه شول ورځ تر بله خپلو ځلمونو ته دوام ور کوي .د سهيونستانو ملگرو پر منځني ختيځ کې داور تنارو ته باروت ور پاش کړل د يمن، ليبيا، مصر، سوريي ، عراق ولسونه سره په جنگ جگړو اخته کړه .نن دامريکا د متحدو ايالاتو د وسلو جوړولو فابريکو فرمايشونه زيات او هر يو هيواد کوښښ کوي چی د وسلو داخستلو په نوبت کې ځای ونيسي يوازی سعودي عربستان په 2017 زکال له امريکا څخه د سل ميليارده ډالرو وسله واخستله په سوريه کې د زرگونو خلکو ژوند له مينځه ولاړ او په سلگونوزره کډوالی ته اړ شول.

د ډيسمبر پر اتلسمه 2017 زکال دامريکی مشر ډونال ټرمپ لخوا  بيت المقدس د اسريلو د مرکز په توگه اعلان شو د اور لمبو ته بل ډول اور غورځونکې باروت ورواچول شو چی د نړې زياتره خلکو يي مخالفت وکړ،د افغان ولس د نړې ستر ښکيلاک گر ځواک برتانيا بيا سل کاله وړاندی دافغان ولسونو تر مينځ د ډيورنډ توره کرښه وباسله اوس د همدوی په سلا پر دغه توره کرښه اغزن تار کښل پېل شوي افغان ولس به هيڅ کله دا توره کرغېړنه کرښه ونه مني د برلين داستعماري ديوال په شان به دا کرښه له مينځه يوسي د افغان ولسو يوالی به ژر تامين شي. د کشمير لانجمنه ويش هم دبرتانيا د ښکيلاک گر ځواک ميراث دی چی د هند له پاره د منلو نه دی.په نړي کې ټولې ستونزی اود ولسونو د نفاق لامل همدا لوی ځواکمن نظامي طاقتونه دي چی د خپلو منافعو له پاره ولسونه سره جنگوي او خپلی منافع لټوي. خو اوس د نړې ټول ملتونه ويښ اود خپلوملي  منافعو له پاره د بل د شومو موخو  منلو ته تيار نه دي.دوی  دسولی لار غوره گڼي او ډېر ژر به د يوالي لاسونه سره ور کړي او هر محکوم ملت  به د خپلو هيوادونو خاوندان شي.

م. کوچی

Comments are closed.