د کوچني اختر مبارکي .

 

دولس غږ ولسي سياسي ملي ازاده خپلواکې خپرونی ټول کار کونکي د کوچني اختر دراسيدو په وياړ افغان زوريدلي ولس ته خپلی نېکې هېلې او مبارکي وايي .

اختر دخوښي او خوشحالی ميني او محبت ورځی دي خو زموږ ملت داختر د خوښې پر ځای د هميشني دشمن لخوا د غم پر ټغر کېښنوي دشمن نه دروژی پروا لري نه داختر يوازی د خپل بادار دامر خوندي کول غواړي  په اسلامي نړۍ کې د اختر په وياړ له زندانو څخه زندانيان ازاديږي  د خوښې لمانځغونډې جوړيږي

د سولی روغې جوړې کار سرته رسيږي خو داي اس اي لخوا موږته ځانوژونکي راستول کيږي ټوله روژه زموږ ملي اوردو، ملي پوليسو او عام ولس ددشمن دتوطيو قرباني ور کړي د ترخم نه نيولي تر کمپنۍ د هلمند نه ولی تر شمال او سهيل پوری د سرو وينو سيلابونه جاري ساتلي .

خو دا وخت به ژر راورسيږي چی دوی به د ملتو لخوا ټوټه ټوټه شي او په افغان خاوره کی به تل پاته  دسولې جنډی ورپيږي د هميشينی خوښې په لور

محمداقا کوچی

Comments are closed.