سوله ؛ او افغان وژنه بس ده

14054008_1265022086844435_9147298485601575233_n
نوروهاب څپاند
په سیمه او نړی کې څرګندو کړیو له پیړیو را په دیخوا په مرموز او هم نیغه توګه د افغان وژنې کرغیړن پلانونه تر لاس لاندې نیولې . په ځینو برخو کې د افغانانو له خوا دا پلانونه شنډ او یو شمیر له دي پلانونو په خواشینی پلي شوي چې پښتنو او افغانانو ته یي ستر کړاونه په برخه کړي . زموږ خلکو او د هغوي منلې مشرانو زیار ایستلی تاریخې افغانستان ته سوله راولې ، خو د سولي او افغانانو وژونکو کړیو دافغان د ستر ملت په ارمانونو لوبې کړي او هڅه یي کړي افغاني تشخص ، د هغوي ژبي او په ټوله کې د هغوي اصیل فرهنګ او ثقافت له سیمې او نړی ورک کړي . په ځانګړي توګه په تیرو څو لسیزو کې د لوي افغانستان له بدنې د پاتې خاوري د ویشلو او د هغې د بچیانو تر منځ د نفاق تخم دشیندلو ډیري هڅې وشوي . چا د زیارکښانو د نړیوال پیوستون په پلمه او ځینو نورو د اسلامي نړیوالي وروری په نومونو په هېواد کې بهرنی لاسوهنې ته داسې زمینه برابره کړه چې اوس هم په افغانستان او پښتونخوا کې سوله او افغانان څنګ په څنګ وژل کیږي . د افغانانو د عمومي وروسته پاتیوالي تر څنګ په نړیوال فکټور کې پاکستان او ایران د هېواد د ورانولو ډیره ناځوانمردانه دنده پلي کوي . له دي ټولو افغان وژونکو هلو ځلو څخه موخه دا وه چې لر او بر افغانان بې روحیي شي ، په ژوند او افغانیت باور د لاسه ورکړي . له ویري خپل تشخص او فرهنګ هیر کړي ، د خپلو نیکونو د امپراتوریو نیشه یي له سره ووځې او په سیمه ایزو غلامانو بدل شي . خو دسیمې او نړی بدنیتو ته دا پته نه وه چې په دي فتادګئ کې به د لوي ګړنګ په څیر افغانان له لر او بر څخه د یویشتمې پیړی پاڅون پیل کړي او د سولي او افغان په وژلو به سیمه ایز اونړیوال پراخ غبرګون وښیي . بې له شکه چې یو سر تر سري پاڅون پیل شوي لر او بر افغانان ورته خوشاله دي . د دې پاڅون یوه ستره مشخصه داده چې د یو تپوس په توګه له نړیوالو پوښتې چې ولي افغان وژل کیږي او له هغه سوله اخستل کیږي او دونیا پري غوږ نه ږروي ؟ افغان ځوانان تښتول کیږي ، کورنیو ته یي بې عزتې اړول کیږي ، کور او مال یي لوټل کیږي او په پاي کې وژل کیږي ، ولي ؟ په زړه پوري دا چې افغان ځوانان او میرمنې د پیل شوي پاڅون د ملا تیر جوړوي . د پاڅونوالو لاره اسانه نه ده ، له پیچومو ډکه ده . کرغیړنې څرګندي کړئ د پاڅون د بدنامولو هڅې کوي او په مشرانو یي ناروا تورونه لګوي او سیمه ایزو استخباراتو ته د هغوي د فعالیت اړوند چغلي کوي . له دي کبله د پاڅونوالو یو شمیر مشران او فعالان تریخ او خطرناک ژوند تیروي . په داسې شرایطو کې زموږ ټولو اخلاقې او وطنې دنده جوړیږي چې له ټولو ممکنو لارو د پاڅونوالو په ملاتړ کې ودریږو او دي ته اجازه ورنه کړو ، چې پاڅون په خپل تنکې عمر کې نامراده شي او په سیمه کې د سولي او افغان وژنې کمبله د تل له پاره ټوله شي .

Comments are closed.