سوله او جنګ

کوچی

دافغانستان د غميزی د ختمولو په اړوند څلور اړ خيزې ناستې (افغانستان، پاکستان،چين او امريکا»  هيوادونو لخوا ترسره شوی.

خو اوس مالوميږي چی مخالف لوری په مخامخ خبرو کې نه کښيني دا چی انګېزه او موخه به يې څه وي خو ښکاره پيغام يې دادی چی پاکستان په رښتيا زموږ دهېواد غميزی نه  ختموي،تر څو چې دوی خپلو مخو ته نه وي رسيدلي،دا څو ورځی وړاندی سرتاج عزيز د پاکستان مرکچي په امريکا کي وويل چی طالبانو رهبري په پاکستان کې ده او موږ ورباندی تاثير لرو يانی موږ دوی د خبرو ميز ته راولو ولی په عمل کې داسی ونه شول ،سرتاج او د پاکستان د حکومت مشر وزير نوازشريف ددی چلوټې ډيری پخوانۍ تجربی لري،که وړاندی ته وګورو کله چی شوري فوځونه په افغانستان کی وه د هغه وخت دحکومت او مخالفينو تر مينځ جنګ جګړو زور اخستی وو داکتر نجيب الله د روغې جوړی پر سياست باوري وو .

خو پاکستان هيڅکله دده تر ولکې لاندی مخالفينو ته اجازه ور نکړه چی دواړه خوا د خبرو ميز ته سره جرګه شي او خپلې ستونزی سره حل کړي.  پاکستان به ويل زه  د يو ګاونډي هيوادپه توګه له کډوالو سره مرسته کوم لاس وهنه خو اصلا نه کوم ولی عملا دوی دافغانستان په جنګ کې په ښکاره لاس وهنه کوله ،خو کله چی روسانو او د امريکا مشران دی پايلی ته ورسيدل چی روسانو دوتلو لپاره يوه لار پيدا کړي.

نو د ژينوا کنفرانس راوبللو شوروي اتحاد او امريکا د ظمانت کوونکو په توګه او افغانستان او پاکستان د مدعيانو په شکل لوځنامه لاسليک کړه په په لوځنامه کې ټول مواد پاکستان عملي نه کړل بلکی د شورويانو دوتلو نه لږ شاته  يانی  کال۱۳۷۶ د پاکستان داي اس اي د مشر جنرال حميد ګل  په مشری پر جلال اباد  تمام عيار ير غل پيل کړو.

په دی جنګ کې افغان لوري زيات مادي معنوي ،بشري قربانی ور کړی.

خو جنګ د ننګرهار کنړ ، لغمان نورستان اود ملي اوردو ملي پوليسو او اتلو ګونديانو او شاځلمو په بري تمام شو.

په دی اتل ولی کې لازم بولم د يو څو شاځلمو اتلانو يادونه وکړم چی د وطن په خاطر يې خپل سرونه نظرانه کړلل.

شهيد سيد احمدشاه د ۱۱ فرقی درستيزوال، عبدلباري د ۱۱ فقی سياسي مرستيال ،شهيد ارکان حرب سليم قومندان غونډ توپچي،جنرال بارکزی د قل اوردو قومندان، داکتر ګلارحمن د شيوارو ګوندي کمېټی منشي، توده مل د شينوارود څارندوی  قومندان، چنار ګل د ننګرهار د امنيت امر،شاهمحمد د شينوارود لوی ولسوالی ګوندي منشي، محداصف کاروان د کوز کنړ ګوندي منشي سره د اتو نورو هم سنګرانو زين الله افسر، قدرت الله افسر،عصمت الله  ننګرهار د طب محصل،محمدامان د خوګېآڼو ګوندي منشي ،سيد امير افسر، لعل محمد د اوفراتيفي کنډک قومندان ،او نور په لسګونو شهيدان شول.

پاکستان تل کاذب دی او تل ټولۍ نړی ته په سترګو کې خاوری شيندي او کله چی هم د نړېوالو تر فشار لاندی  راشي د سولې خبری پیل کوي  نو جنګ ته همزمان لار نخشه برابروي همداوس د ننګرهار والايت د ګوشتی ولسوال دانارګي په سيمه کې دافغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه بوخت دی د هيلمند ولايت د برامچه په سيمه کې خپل بيرغ پورته کړی په پکتيکا کې د برمل ولسوالی دانګرو اډی خواته خپل نظامي تاسيسات رغولي په کنړ کې بی دفاع ملکي کسان شهيدان شول په ټول افغانستان کې ښکاره يرغلونه پيل شوي ، په خوله سوله کوي ولی عمل کې جنګ ته زور ورکوي. زما په اند زموږ مشرانو ته پکار ده چی دا خبری د پاکستان له واکمنئ وباسي بين الفغاني جرګې جوړی کړي موږ تل خپلی ملي ستونزي په خپلو ملي لويو جرګو حل کړي . ملګري ملتونه دامنيت شورا لومړی بايد ډزبند اعلان او وروسته دواړه خوا وی ناستی ته اړ باسي  سبا بيا پاکستان يو څو د ګوتو په شمېر طالبان را وغواړي د قطر شورا يوه خوا په کويټه د کويټی شورا بله خو ، داعش بله بلا، حقاني بله خوا سوله هغه وخت راتلاي شي چی چی ټولی جنګې ډلی خبرو ته را وړاندی شي.

افغان حکومت هم د يو شمېر ډلګيو لخوا فشارته تسليميږي ولس تمه درلوده چی د سولې لپاره کميسون يا عالي شورا کې به بنسټي بدلون راشي خو په تاسف چی ټول واک د پخوانيو مذهبي بنسټپالو په واک دی دا کميسون بايد د سياسي  ملي دموکراتو ګوندونو له استازو  مدني فعالانو بی پری ملي ازادو مستقلو شخصيتونو جوړ وی، ولس سوله  غواړي .

خو نور په کې ونډه په سوله کې د يو شمېرډلګېو تاوان دی  ځکه دوی کيدای شي خپل مقام او موقف له لاسه ور کړي .

دولس مشر درندی دندی پر مخ پرتی دي.

اول فساد او د فساد کونکو له مينځه وړل.دويم سوله کول.دريم رڼې ټاکنې.څلورم په اوسني مقامونو کې تصفيه.۵ د بيکاری، نالوستيتوب مخنوی . او نور مهم . خو پورته دندو کې هغه وخت بريالۍ کيږي چی قاطع زړور باورمند هومند، ګامونه واخلي.

محمداقا کوچی

Comments are closed.