سياسي ځواک د ځواکمن کېدو لپاره څه کول پکار دي­

001محمدآقا کوچی

که په رښتېا غواړويا غواړی چی  په هېواد کې په رښيتني توګه دخلکو ستنزو ته د پای ټکې کېښږدي او مخکښ رول ولوبوي نو پکار ده چی سياست ته کار ووايي اوسياست کول اسان اود بزديلانو کار نه دی.

سياست کولو لپاره زما په اند په اوسنيو جنګي نامنه شرايطو کې د يوه قوي مظبوط ګوند جوړيدل هم ډېره قرباني  ځان تيردنه هوډمنتوب، ژمنتوب او کوټلي ګامونو اخستل پکار دي .

سياست يوازی په څو اعلاميو ، تش شعارونو، ليکنو او جلسو نه کيږي بلکئ  عمل، ژوندی کار د ورځی جاري سياست پر وړاندی د ګوند د مشر تابه قوي کلک دريځ پکار دی .

زموږ په هېواد کې دشمن نن او پرون نه دی را غلې دريمه نژدی څلورمه لسيزه ده چی دا لعنتي تپل شوی جنګ پر موږ تپل شوی دی ، په دی خاوره کې ددی هيواد دسمسورتيا ،دتل پاته سولی لپاره په زرګونو متغهدو ،متفکرو مبارزو ولسونو او ملي شخصيتونو سياست کونکو خپل ځانونه قرباني کړل، د هغوی اولادونه بی سرپرسته پاته شول.

او درنۍ کورنۍ اوددوی کوندۍ نن هم د سولی او وطن جوړونی په خاطر شپې ورځی سبا کوي.دلته پاکستانی ، شرقي ،عربو او غربي نخصې پکار واچول شوی .

خو متاسفانه کومه مثبته پاېله تر لاسه نه شوه، په نړې کې سياسي ګوندونه د خپلې تګلارې په رڼا کې د خلکو د ژوند دښه کيدو لپاره خپله تګلاره خلکو ته وړاندی کوي .د ټاکنو په درشل کې خپل کار ارزوي په پوره دموکراتيکه توګه د سياست لوري ټاکې .

زموږ په هېواد کې فضا بل ډول ده.

يانې هلته په نوم دموکراسي ده تر 50 زيات ملي دموکرات اسلام پلوه ګوندونه شته خو يو هم تر اوسه دخلکو د ستونزو د حل لپاره غښتلي  او مناسب ګامونه نه دي پورته کړي  زموږ ګوند چی د اوسني اساسي قانون  اود ګوندونو د قانون له مخی تاسيس شوی.

نژدی په ۲۴ ولايتو کې د ګوندي کار فعاليت لپاره دفترونه خلاص کړي جلب جزب کيږي غونډې سرته رسيږينوی  پرېکړي کوي نوی لار ښونۍ صادروي د نورو مشابه ګوندونو سره يوالي کوي او ګډلوری ټاکي .

خو زما ليد لوری د ګوند دځواکمنتوب لپاره په لاندی توګه وړاندې کوم.

اول يوالی د څه لپاره ددی لپاره چی ګوند قوي ځواکمن شي خو يوالي ته اصول او پرنسيپونه پکار دي چی دی کار کې زياتی ستونزی شته ځکه په مړ ژوانده حالت کې مخته ځو.

دويم ټول ګوندي غړي اکتيف او ژوندی کار نه کوي دا دوه لاملونه لري يا خو باورمندي کچه کمه ده او يا خو په را تلونکي بی باوري ښيي.

دريم د ګوند مشرتوب کې هم يوازی څو تنه فعال کار کوي نور بيا سيل بين په شا ننداری کوي دا خپله لويه جفا او تيروتنه  ده.

د ګوند مشرتوب کې بله لويه کمزوري داده چی د خپلو پريکړو کنټرول نه کوي د پاس قدمونه لاندی اود لاندی قدمو نه پورته د رپوټ ور کولو پروسه خورا کمزوری ده.

4 ګوند د ورځنی وضعی حالت ننداره کوي د يوه سياسي ګوند په توګه جدي دريځ نه ښکاره کوي مظاهرو ميټينګو ته بلنه نه شي ورکولای د ګوند مطرح کيدو لپاره کوټلي ګامونه نشي پورته کولای چپ ناست دي.

متل دی چی وايي بز بز نه مرو جو لغمان ميرسد.

يوالي کې ځواک شته خو چی يو رښنې خوځښثت وي باور مندي وي د وطن خلکو او ګوند سره عشق مينه او کلک هوډمنتوب وي، د پخوانيو  اړيکو او تمايلاتو سره په رښتنی توګوه مخه ښه وشي دا به سود مند وي زه چی وينم تر اوسه ډيری اندېښنې شته درفع کولو لپاره جدي او رښتنی کار پکار دی

 

20161017

 

 

 

 

 

Comments are closed.