فلک ته

فلک ته

نن د بیا شوندې زما په وینو سرې کړې

اې فلکه ته په ما دا څه کانې کړې؟

که زما د تودې وینې سرخي نه وي

رنګینه به د په څه شی اننګې کړې؟

دا خپل زور د په ما ازمویه او ګوره!

آخر ما به آزموده د زمانې کړی!

بیا به هم د سمندر غوندې ژوندون کړم

که له پاسه مې پر سر بلې لمبې کړی

د خپل نوی خیا ل نیشه مې را سره ده

پروا نکړی که د ورانې میخانې کړی

نر تندی به کله چاته ښکته نه شی

بې هـمـتو بــــه بتانــو ته سجدې کړی

دا زما د ارمانو سپرلی به راشی

ته که هر څومره د ژمی شپې اوږدې کړی

نورمحمد  غفوری

Comments are closed.