محقق د جهادی فتنې مهم رکن

حکيم روان

په خواشينۍ سره بايد ووايو چې په وروستيو کې د هيواد امنيتی وضعيت د زياتې  انديښنې وړ دئ .

زمونږ د څلوېښت کلن ناورين په را منځته کيدو کې تر هر چا زيات زمونږ ګاونډيانو پاکستان او ايران رول لوبولی دئ ، په دغه حقيقت لوستي او نالوستي افغانان باور لري .

ميليونونو افغانانو بايد د خپلو سرونو او وينو په بيه خيره سري نړيوال د دې حقيقت منلو ته اړ کړي وای، چې پاکستان د هغوئ د شيطانی استخباراتی شبکې او کمونيستی ديکتاتورانو پوتين او کسی جين پینګ د ادعاؤ پر خلاف د تروريسم قربانی نه ، بلکې د تروريسم تر ټولو لوی متحد، ملګری ، روزونکی او پالونکی دئ .

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ټرامپ ارادي وه که غير ارادي ، وويل چې : « پاکستانيانو مونږ د ملياردونو ډالرو مرستې په بدل کې لکه احمقان استعمال کړو» . په دې کې شک نه شته چې پاکستانی شيطانانو امريکا يي چارواکی او د هغوی اروپايي متحدين د احمقانو په شان څه چې د ننګو غواؤ په څېر ولويشل .

پاکستان ته د تروريسم روزنه او ګالنه په يوه غښتلی دود ، د ژوند په يوه معمول او د پاکستان د بقاء په اصل بدل شوی دئ . ځکه خو پاکستانی واکمنانو په وار وار ، اختياری او غير اختياری په ډاګه د مطبوعاتو په وړاندې د تروريستانو مشران اسامه بن لادن ، ملا محمد عمر او جلال الدين حقانی او ورته نور خپل اتلان بللي دي .

تر پرونه د امريکايي او غربی احمقانو سرونه په دې حقيقت نه خلاصيدل . نن يې چې ستراتيژيکی ګټې او پلانونه د تروريسم او د تروريسم د مور پاکستان له خوا ګواښل کيږي، بله چاره نه لري ، بيلې دې چې پر پاکستان او ايران فشارونه او بنديزونه وارد کړي .

هر څومره چې پر پاکستان او ايران د امريکا د متحده ايالاتو او متحدينو فشارونه زياتيږی ، په هماغه اندازه ، په افغانستان کې د پاکستان او ايران د تالی څټو له خوا افغان دولت ، امريکا او د هغو متحدينو ته ستونزې راولاړيږي .

ددې فشارونو په پايله کې وه چې د پاکستان او ايران نوکرانو وار د واره د افغان-امريکا د نظامي تړون د لغوه کولو ، يا حد اقل بيا ارزونې پوښتنه را پورته کړه ، تر څو په دې توګه پاکستان او ايران ته خپله وفاداری ثابته کړي . په حقيقت کې پاکستاني او ايراني نوکرانو د پاکستان او ايران په نيابت د امريکا د فشارونو پر وړاندې غبرګون وښود .

مونږ ته د پاکستان او ايران اسلامي حکومتونو د هغوی د افغاني اجنټانو له مرستې غير هومره زيان نه شو رسولئ . دوئ زمونږ د خلکو پر ملی وحدت ، يانې د افغانستان د ملا پر تير بريد کوي .

د پاکستان او ايران نوکران د افغانستان د نوم ، هويت او موجوديت دښمنان دي . دوئ غواړي په ټولنه کې فساد ، آنارشی او د قانون ماتول دود کړي او همدارنګه هڅه کوي ، څو د افغانستان ملی ارزښتونه ، تاريخي وياړونه او د افغانستان د خلکو ملی يووالی پيکه کړي او د ګران افغانستان شيرازه د خپلو دد صفته بادارانو په ګټه وپاشي .

همدا نن د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۶ نيټه امنيتی ځواکونو بيا د غور په ولايت د يوه جنګسالار علی پور د نيولو هڅه وکړه ، چې په پايله کې يې څلورو امنيتی سرتېرو خپل ژوند د لاسه ورکړ او ۷ نورو د عليپور ساتونکو او ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی ده .

محقق د حزب وحدت رهبر، د ايران ملګری او د عبدالله جان عبدالله جان دوهم مرستيال د امنيتی ارګانو له خوا قانونی چلند پر هزاره قوم بريد وباله .

پوښتنه داده چې که امنيتی ارګانونه له محقق وغواړي چې د ځينو مبهمو مسألو په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي ، دا به پر هزاره قوم بريد وی ؟  که دا کار ملي امنيتي ارګانونه و نه کړي ، څوک يې بايد وکړي؟

پر قيصاري جنګسالار بريد پر ازبک قوم بريد دئ ، پر عليپور جنګسالار بريد په هزاره قوم بريد دئ ، د پروان ولايت د احمدجان د وسلو پر ډيپو بريد پر تاجيکانو، جمعيت او شورای نظار بريد دئ ؟؟؟؟؟

د دوستم په ازبکی جنبش کې يو کس پښتون ، تاجيک هزاره ، بلوچ ، نورستانی او نور نه شته . د محقق حزب وحدت کی يو سنی ، يو پښتون ، تاجيک ، ازبک ، بلوچ او نور نه شته ، شورای نظار دې همداسې پسې در واخله .

دا ګوندونه بر سېره په جنايي سوابقو او د پردو د استخباراتی شبکو سره د تړلتيا تر څنګ په ډاګه د هيواد د اساسی قانون د روحيې پر ضد بنسټونو تشکيل شوي دي .

د اساسی قانون ۳۵ ماده صراحت لری چې :

ـ  سياسی ګوندونه بايد نظامی ډوله تشکيلات او موخې ونه لری .

ـ  له بهرنيو منابعو سره تړلی نه وی .

ـ د قوم ، سيمی ، ژبې او فقهی مذهب پر بنسټ د ګوند جوړول او فعاليت جواز نه لری.

د پورته يادو شوو ګوندونو اصلی ځانګړنې د اساسی قانون د روحيې سره په سلو کې سل ضد دي .

محقق د ايران په زور باړې باړې وايي او د ايران د موخو د پاره په افغانستان کې نظامی ډلې ساتي . محقق زمونږ د هزاره مهاجرو وروڼو پر ضد د ايران د فاشيستي آخوندانو اقدامات تقديروي د کومو په وجه چې د جګړو له زوره له خپلو کورونو فراری هزاره ځوانان د امن په هيله ايران ته تللي او د ټولو بين المللی انساني نورمونو خلاف د ايران د ګټو له پاره د سوريې جنګ ته استول کيږي .

افغان ملت به تر هغو د محقق ، عطا نور ، سيد اسحاق ګيلانی او نورو جهادی لندغرانو ناکردې زغمي ، تر څو چې په سينه پروت وي او پخپلو پښو ولاړ نه وي . خو جهادی بدماشان دې په دې پوه وي چې د حساب ورځ راتلونکي ده .

Comments are closed.