نوی کال ۱۳۹۶ موبارک شه

 

001

درنو دوستانو ،زړه ته نژدی ملگرو  دولس غږ خپرونۍ په استاز ولی دنوی کال  مبارکي تاسو ټولو ته وايم ،درنو دوستانو په تير۱۳۹۵ کال کې زموږ ولسونو زيات غمونه کړاونه وليدل زه غواړم د ۱۳۹۵ کال يو څو درنې پېښې د بېلگې په توگه يادی کړم.ارزو لرم په نوي کال کې دجنگ پر ځای سول او ټيکاو راشي ترڅو زموږ ولسونه د وسلي نه خلاص شي د ټوپک پر ځای مو ځوان نسل قلم واخلي بزگر مو کرۀنيزی چاری، بڼوال مو په بڼ کی کار وکړي دوطن بيارغونه وشي په نوي کال کې پېغلوټې د خوښی گلان پر خپلو سرو کې وټومبي او نور بس دی دا لعنتي جنگ بس دی سوله غواړو هر ډول مشروع ازادي غواړو

۴دوري ۱۳۹۵کال/۲۳مارس ۲۰۱۵زکال

په کابل کې د ج۷غړو هېوادونو غونډه د داکتر غني لخوا پرانستل شوه.

۸دوري ۱۳۹۵۲۷د مارس ۲۰۱۶زکال

د ټاکنو دکميسون مشر نورستاني له کاره استفا وکړه.

۹دوري۱۳۹۵کال/۲۸ د مارس ۲۰۱۶زکال

د پارلمان پر وادنۍ درکيټونو يرغل وشو.

۱۷دوري۱۳۹۵/۵اپريل ۲۰۱۶

د جبل سراج دسمينټو فابريکه وروسته له ۲۰ کالو دوباره په توليد پېل وکړ.

۱۷ دوري۱۳۹۵ پروان ولايت د سياگرد د ولسوالی په بازار کې ځان وژنه سرته ورسيده ۴۰ تنه ټپېان او شهيدان شو.

۲۱ دوري ۱۳۹۵کال/۹اپريل ۲۰۱۶زکال

يو شمېر وزيرانو د پارلمان څخه ترزياتو لانجو وروسته د تاييد رايه واخستله.

۲۳ دوري ۱۳۹۵کال ۱۱ داپريل ۲۰۱۶زکال

د ملي اوردو يو موټر د ننگرهار د سرخرود په ولسوالی کې د ترهگرو لخوا تر بريد لاندی راغی تر ۵۰ تنو زيات کسان شهيدان او ټپيان شول.

۳۱ دوري ۱۳۹۵کال/۱۹اپريل ۲۰۱۶زکال

دکابل د پل محمودخان په ساحه کې د ملي امنيت په ۱۰ رياست ترهگرو يرغل ځان وژنه وشوهتر ۴۰ زيات کسان شهيدان شول.

۱۹ د غويي ۱۳۹۵ کال/۸ دمی ۲۰۱۶ زکال

د غزني ولايت کې يو ټانکر ددوو بسونو سره ټکر وکړ ۱۳۰ تنه شهيدان او ټپيان شو.

۲ دغبرگولي ۱۳۹۵ کال ۲۲دمی ۲۰۱۶زکال

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د شاخی مشر په پاکستان کې ووژل شو.

دغبرگولي ۳ د۱۳۹۵کال /۲۳می۲۰۱۶زکال

د هند،ايران او افغان مشرانو د چابهار بندر لوځنامی تړون لاسليک کړ.

۱۰د غبرگولي ۱۳۹۵ کال ۳۰ دمی ۲۰۱۶زکال

ددارلامان ماڼۍ چی دتنظمي جنگونو له امله ورانه شوی وه د غني لخوا د بيارغولو کار پرانستل شو.

۱۱ غبرگولي ۱۳۹۵ کال ۳۱ می ۲۰۱۶زکال

طالبانو د کابل کندز پر لار ۱۸۰ تنه مسافر ونيول له دوی څخه يې ۲۰ تنه شهيدان کړل.

۱۵ د غبرگولي ۱۳۹۵کال جون۴ د ۲۰۱۶زکال

د سلما ددوستی بند دهند او افغان مشرانو لخوا پرانستل شو.

۲۴ د غبرگولي ۱۳۹۵ کال جون ۵د ۲۰۱۶زکال

د طرخم کې د پاکستاني واکمنو لخوا ددروازی پر سر دافغان او پاکستان د سرحدي سرتيرو جنگ وشو چی ۵۰ تنه ووژل شو.

۱ د چنگاښ ۱۳۹۵کال جون۲۰ د ۲۰۱۶زکال

د بدخشان دکشم ولسوالی کې ځان وژنه سرته ورسيده چی ۲۰ تنه پکې شهيدان او ټپيان شول.

۱۰ د چنگاښ ۱۳۹۵ کال د جون ۳۰ د ۲۰۱۶ زکال

د ملي پوليسو د زدهکړيالانو په کاروان د کابل  د قلعه حيدرخان په سيمه کې د طالبانو لخوا يرغل او ځان وژنه وشوه ۱۱۰ تنه شهيدان او ټپيان شول.

۱۹ د چنگاښ۱۳۹۵ کال دجولای۹ ۲۰۱۶زکال

ناټو مشرانو په وارسا کې پريکړه وکړه چی د ۲۰۱۷زکال تر پايه به خپل پوځونه افغانستان کې ساتي اود افغان پوځ سره به ۲۰۲۰ زکال پوری۴،۵ ميليارده دالر مرسته کوي.

۲دزمري ۱۳۹۵کال ۲۳جولای ۲۰۱۶زکال

دکابل دهمزنگ په څلور لاری کې پر مظاهره کونکو دداعش لخوا ځانوژنه وشوه ۳۵۰ تنه ټپيان او شهيدان شول.

۱۴دزمري ۱۳۹۵کال ۴اگسټ۲۰۱۶زکال

د پاکستان نظامي هليکپتر د لوگر په ازره کې نسکور شوه

۱۸ دزمري۱۳۹۵کال۸اگسټ۲۰۱۶زکال

حافظ سعيد دداعش يو مشر د ننگرهار په کوټ ولسواکې ووژل شو.

۳دوږي ۱۳۹۶کال۲۴اگسټ ۲۰۱۶زکال

په کابل کې پر امريکايي پوهنتون يرغل وشو۱۳ تنه اسدادان او زدهکړهيالان شهيدان او ۳۰ تنه ټپيان شول.

۱۰ دوږي ۱۳۹۵کال اول سپتامبر۲۰۱۶زکال

د حبیب الله کلکاني بچه سقاو مړی له پخواني ځايه شهرارا ته راوړل شو .

۱۵دوږي ۱۳۹۵کال ۵سپتامبر۲۰۱۶زکال

ددفاع وزارت تر څنگ ځانوژنی وشوی تر ۱۵۰ تنو زيات شهيدان او ټپيان شول،

۱۶دوږي ۱۳۹۵کال ۶دسپتامبر ۲۰۱۶زکال

په يوه بهرنی موسسه ځان وژنه وشوه چی زيات ځاني او مالي تلفات يي درلودل.

د تلی اول ۱۳۹۵کال ۲۲سپتامبر ۲۰۱۶زکال

د گلبدين حکمتيار اوافغان حکومت سره سولی چړون وشو.

دتلی ۱۱ ۱۳۹۵کال ۲اکتوبر ۲۰۱۶زکال

د کندوز ولايت د طلبانو په لاس ونيول شو.

دتلی ۱۳/ ۱۳۹۵کال ۴اکتوبر ۲۰۱۶زکالتر ۱۰۰ زياتو هيوادو اوساز مانونو د بيلجيم په بروکسل کې دافغانستان سره د مرستی غونډه او ۱۵،۲ ميليارده دالر پريکړه وشوه.

دتلی ۱۳ /۱۳۹۵کال ۴داکتوبر ۲۰۱۶زکال

دافغان وسلوال پوځ دوباره کندوز له طالبانو ونيوو.

۴دلړم/۱۳۹۵کال ۲۵اکتوبر ۲۰۱۶زکال

۳۰ تنه عام وگړي دداعش لخوا شهيدان شول

۲۰ د لړم/ ۱۳۹۵کال ۱۰ د نويمبر ۲۰۱۶زکال

د مزار په ښار کې دالمان پر قونسلگری يرغل وشو ۱۳۰ تنه شهيدان او ټپيان شو.

۲۲دلړم/۱۳۹۵ کال ۱۲د نومبر ۲۰۱۶زکال

دبگرام پر هوايي ډگر يرغل وشو ۲۱ تنه بهرني سربازان مړه او ټپيان شول.

اول د ليندی۱۳۹۵کال ۲۱ نومبر۲۰۱۶ زکال دداعش لخوا په کابل کې دامام باقر په تکيه خانه يرغل وشو ۱۰۰ تنوته مرگ او ژوبله واوښته.

دويم د ليندی۱۳۹۵کال ۲۴ نومبر۲۰۱۶زکال

د ټاکنو او شکاياتو کميسون نوی جوړه شو.

۸د ليندی ۱۳۹۵ کال ۲۸ نومبر ۲۰۱۶زکال

محمداشرف غني افغان مشر او قربان قلي بردي محمديوفدترکمنستان مشر لخوا د اوسپنې پټلی پرانستل شوه

۲۷دليندی ۱۳۹۵کال ۱۷دسامبر۲۰۱۶زکال

د کندهار د هوايي ډگر ۵ ښځېنه کارکونکې د طالبانو لخوا په شهادت ورسيدلی.

اول د مرغومي ۱۳۹۵ کال ۲۱ دسامبر۲۰۱۶زکال

۴تنه ترهگر دميرولي د هلمند وکيل پر کور يرغل وکړ ۷ تنه شهيدان او ۸تنه ټپيانشو.

۱۷ د مرغومي ۱۳۹۵کال ۶دجنوري ۲۰۱۷زکال

دبغلان ولايت د ډبرو دسکرو کارگران د وطن دشمنه عناصرو لخوا ۲۰ شهيدان شول.

۲۱ د مرغومي ۱۳۹۵کال ۱۰دجنوري ۲۰۱۷زکال

په کندهار کې دوالي پر ميلمستون بريد وشو د والي مرستيال د متحده عربی ماراتو ۵ دپلوماتان دسفير په شمول شهيدان والي او زيات شمير ټپيان شول.

۲۲دسلواغۍ ۱۳۹۵کال ۲۱دجنوري ۲۰۱۶زکال

دسولی شورا مشر سيدامحد گيلاني ومړ۲۱

د مرغومي ۱۳۹۵کال ۱۱د جنوري ۲۰۱۷زکال

په کابل او کندهار کې دترهريزو حملو په پاېله کې تر ۲۰۰ تنو زيات خلک شهيدان او ټپيان شول.

۱۴تر۱۷دسلواغۍ ۱۳۹۵کال ۲تر۵ فيبروري۲۰۱۷زکال

دواورداورښتونو او ښويدو له مله په نورستان بدخشان بغلان او نورو سيمو کې ۱۲۰ تنه ووژل شول.

۱۹د سلواغۍ ۱۳۹۵ کال ۷دفبروري۲۰۱۷زکال

دستری محکمې تر څنگ دبم چاودنی له امله ۷۰ تنه شهيدان او ټپيان شو.

۲۰ د سلواغۍ ۱۳۹۵کال ۸دفبروري۲۰۱۷زکال

د نړيوال سره صليب ۶تنه کار کونکي د جوزجان په ولايت کې دداعشيانو له لوري ووژل شول.

۱۱دکب ۱۳۹۵کال اول د مارس ۲۰۱۷زکال

طالبانو په کابل کې په امنيتي مرکز يرغل وکړ ۱۷۰ تنه شهيدان شول.

۸ دمارس ۲۰۱۷زکال ۱۸دکب۱۳۹۵کال

د کابل په ۴۰۰ بستريز روغتون يرغل وشو ۵۱ تنه داکتران ناروغان او نور شهيدان اوزيات شمېر ټپيان شول.

 

 

 

 

 

 

Comments are closed.