ټاکنی او سياسي گوندونو

m agha (2)

په ټوله نړې کې د ټاکنو په پروسه کې سياسي گوندونه د خپلو تگلارو له موخي سالم رقابوتونه کوي هر گوند خپلې موخې ولسونو ته وړاندی کوي يو دبل سره مناظری او سياسي بحثونه کوي هر هغه گوند چی د خلکو د ملي منافعو ساتونکې اود پرمختگ او تعالی غوښتونکې وي دخلکو رايه تر لاسه کوي.

خو زموږ هېواد افغانستان کې هر څه توپيرلري دا په دی ما نا چی دافغانستان داساسي قانون په ۳۵ ماده کې تسجيل شوي  دي چی سياسي گوندونه جو ړکړي خو شرطونه لري هغه دا چی سياسي گوند نظامي ډوله تشکيلات او موخۍ ونه لري،د قوم، سيمې، ژبې فقهي مذهب، پر بنسټ د گوند جوړول او فعاليت کول ، جواز نه لري.

دا ډول گوندونه د واک لرونکې محکمې لخوا منحليږي اود فعاليت جواز تری اخستل کيږي .

را ځې چی اوس د خپل هېواد د ټاکنو بهير، پروسه د سياسي گوندونو موجوديت او په ټاکنو کې د خپلو استازو ټاکل داساسي قانون د کوم بند او موادو سره سمونه لري؟

په تيرو څو درورو کې د ټاکنو بهير ټولو نړېوالو څارونکو څارلی نژدی اته کاله اوسنې ملي شورا کار ته دوام ور کوي نوی ټاکنې د نوو ستونزو سره شوني نه دي د ملي وحدت حکومت د ژمنې له مخې چی د ټاکنو کميسونونو کې سمونه راولو پر وخت ټاکنې کوو د روڼتېا له پاره به بريښنايي تذکری ويشو،د سياسي گوندونو له پاره به ونډه ورکوو نوم ليکنه به کوو اومخکنيو تقلب کارانو ته سخته سزاور کوو دا ژمنې عملي شوی ؟ نه خير امنيت تر مخکنيو کالونو بهتر شوی؟ د فساد او غاصيبينو په مخنوي کې گامونه اخستل شوي ؟ دسولی په پروسه کې بدلونه را غلی دسولی له پاره جوړ شوی کميسون، يا دبشري حقونو مستقل کميسون کې بدلون او سمونه رامينځ ته شوی؟ ځواب نه دی که وکتل شي د پرمختگ له پاره د ملي يوالي حکومت لاسته راوړنې په يو شمېر بنسټونو کې شته خو د ستونزو بنيادي حل لا پر ځای پاته دی. د ټاکنو په اړه يو شمير دا سی سياسي  گوندونه چی داساسي قانون خلاف جوړ او عدليه وزارت کې راجسټر شوي د سياسي گوندونو شورا جوړه کړی اود ټاکنو کميسون باندی فشار اچوي چی دوي د سياسي گوندونو په حيث د ټاکنو څخه گټه پورته کړي د بېلگې په توگه د جميعت گوند ، د وحدت اسلامي گوند د جنبش اسلامي گوند، ددعوت اسلامي گوند ، د محاذملي گوند، دحزب اسلامي گوند او نور ايا دا گوندونه  په سلگونو  وسلوال کسان نه  لري؟ په قومي بڼه شتون نه لري؟ ولی بيا هم ځانو ته سياسي گوند وايي ايا د ټاکنو خپلواک  کميسون  پهرښتېا خپلواک دی اودا به دا درايت او واک ولري چي دا ډول گوندونه يا ددوی استازي له کانديدو څخه منع کړي؟  دهمدغه ډلو او تنظيمو کسان بيا په ظاهري شکل ځانونه د ازاد کانديد په توگه معرفي کوي ولی دهمدغو تنظيمو له پيسو، موټرونو ،وسلو او دولتي مقامو گټه اخلي اود خلکو له مجبوريت نه بده استفاده کوي دا څو کاله همدا پروسه په درب او خرپ روانه ساتل شوی .

په ډير تاسف چی ملي دموکراتيک خوځښتونه يا سياسي گوندونه شته ولی د فعاليت کولو له پاره موثر کارفعاليت نه دی کړی دوی ځانگړې ستونزی لري ځواکمن گوندونه نه شته که شته د هغوی د داستازو د برياليتوب چانس کم دی ځکه دوی د خلکو د پوهاوي اود خپل گوند دموخو نه دي خبر کړي اودوی د رڼو ټاکنو د نه شتون څخه سر ټکوي نور کانديدان پيسی او مړی ورکوي د کمپاين له پاره ټول امکانات لري خلکو ته د تشو وعدو په ورکولو د خلکو رايي اخلي ولسونه که دده اوسنيو واکمنانو، د ولسي جرگې له غړو وپوښتي چی دوی په تيرو اتو کلونو کې د خپلو موکيلنو له پاره څه کړي ځواب يې صفر دی خواصلي رول خلک او رايه ورکونکي لري چی دا ځل داسی خلکو ته رايه وکاروي چی په خپل محل کې په خپله ولسوالې کې په خپل ولايت کې دده تير کار و بار محاسبه  وشي دده زده کړی ،پوهه ،وطنپرستي، د خپلو ولسونو سره مينه او علاقه دده تيری کړنې ټولی په نظر کې ونيول شي اود پيسو او يوه مړی ډوډی نه تير او رښتنې کسان شورا گانو ته وټاکي که ولس بيا هم د ټوپکمارانو، د مافيايي کړيو ، غاصيبينو اود مخردره موادو د قا چاقبرانو  په تشو وعدو وغوليږي  بيا به همدا ولس او همدا ستونزی ولس بايد کلک هوډ ولري اوسياسي گوندونه بايد خلکو ته د خپل گوند تگلاره ، موخه او په ځانگړی توگه خپل ليد لوری او ليډرشيف معرفي کړي تر څو دا ځل موږ يو پاک وطنپرست دخلکو رښتني خدمتگاره شورا ولرو .

حکومت اود ټاکنو خپلواک کميسون بايد ددی ځوريدلي ولس له پاره رڼې ټاکنې ترسره کړه دتقلب او جعلکارانو سره د قانون مطابق چلند وکړي د پټو ماملو اوفسادگرو سره جوړ جاړی د ولس سره ستر خيانت دی

محمد اقا شيرزاد

Comments are closed.