پاکستان کې پښتانه فعالين سړکونواو ميدانو ته د وتلو تياري نيسي له پاکستاني پوځ سره د پښتنو سوله اييزحضور نورله امکانه وځي

ه 

2.6.2019Ali wazir 1
د مسکو چاپ «نېزاويسيمايا ګزيته»« независимая газета» د مې د 30 نېټې ګڼه کې لاندې مطلب خپور کړیSherhasanدی. ژباړه يې دلته او اصل يې په لينک کې ولولئ.

اندرې سېرېنکه « د نېزاويسيمۍ ګزيتې(ن.ګ.) ځانګړی خبريال »

د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د «پښتون ژغورنې» احتجاجيه غورځنګ چې قوت يې هره ورځ مخ پر زياتېدو دی ، مشرانو يې له اسلام آباد څخه غوښتي دي چې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه دې د پاکستانې پوځ ټول قطعات وباسي.
په دغو اداري واحدونو کې چې اوسېدونکې يې په اساسي ډول پښتانه دي ، ټولنيز سياسي حالات په دې وروستيو کې د پاکستاني پوځيانو د ناوړه کړنو له کبله ډير ترينګلي شوي دي . «د پښتون ژغورنې غورځنګ » ( (PTM پلويانو همدارنګه خبر ورکړی دی چې د روژې دمبارکې مياشتې په پای کې به په خېبر پښتونخوا کې پراخو احتجاجيه مظاهرو ته راووځي. د نېزاويسيمۍ ګزيتې (ن.ګ.) سرچينې خبر ورکوي چې د اپوزيسيون ټولو ګوندونو ددغه احتجاج ملاتړ کړی دی او د پاکستان په ټولو غټوښارونوکې دمدني عدم اطاعت مظاهراتو ته تياری نيول کيږي.
په پاکستان کې دوه ګونی سياسي بحران په سرعت شدت مومي. لومړی، «د پښتنو بحران» د روان کال د مې په ۲۶ هغه وخت راوپاريد چې پاکستاني پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د«پشتون ژغورنې غورځنګ» ( (PTM په بې وسلې مظاهره کوونکو ډزې وکړې. لکه څنګه چې زموږ ورځپانې «ن. ګ.» خبر ورکړی و ، د«پشتون ژغورنې غورځنګ» څو سوه فعالين چې د پاکستان دځانګړو امنيتي ځواکونو له خوا د بشر له حقوقو د سرغړونې او د ملکي وګړو د ځورولو په وړاندې يې احتجاج کړی و د «خړ کمر» کنترول پوست ته نږدي پاکستاني پوځيانوپه ډزو وويشتل. د مختلفو سرچينو د خبر له مخې له ۱۸ تر ۲۳ کسان وژل شوي او ترشلو زيا ت زخميان دي، خو د تلفاتو او زخميانو دقيقه شمېرنه تر اوسه ځکه ناممکنه ده چې تر پېښې وروسته پاکستاني حاکميت ژر ترژره په شمالي وزيرستان کې نظامي حالت اعلان کړی او د انترنټ او تلفون اړيکې يې پرې کړې دي. ځايي خبريالان چې هڅه کوي د مې د ۲۶ نېټې د تراژيدۍ او تر هغې راوروسته پېښو رښتينی حالت روښانه کړي تر تعقيب او تهديد لاندې دي.
د «ن. ګ.» د سرچينو د خبر له مخې د «خړ کمر» پوستې ته نږدې پر احتجاجي مظاهرې تر ډزو وروسته پاکستاني قواوو د ملي اسامبلۍ دوه وکيلان او د «پشتون ژغورنې غورځنګ» مشران «علي وزير» او «محسن داوړ» نيولي دي. دا خبره معلومه ده چې دواړه وکيلان تر اوسه بنديان دي. ويل کيږي چې «محسن داوړ» شديد زخمي دي.
د « پشتون ژغورنې غورځنګ» يوې فعالې « ثنا اعجاز» زموږ خبریال ته په انترويو کې وويل : «سره له دې چې علي وزير او محسن داوړ ساده خلک نه دي، موږ په هر صورت د هغوی د ژوند او روغتيا په هکله انديښمن يو. د هغوی کورنۍ هم اندېښمنې دي، په ځانګړي ډول د علي وزير مېرمنه ډيره انديښنه کوي، ځکه چې علي وزير د شکرې ناروغي لري، سږي يې هم ناروغ دي ، هغه دوامداره علاج او ځانګړې دوا ته ضروروت لري».
د ثنا اعجاز په خبره « وکيل علي وزير او هغه کورنۍ د خپلو قربانيو له وجې په ټول وزيرستان کې پراخ شهرت لري»: « دا اول کال او اول ځل نه دی چې علي وزير او د هغه کورنۍ په وزيرستان کې د جګړه مارو او دهشتګرو د موجوديت په وړاندې د دوی د غوځ مخالف دريځ له وجې له سختو کړاونو سره مخ کيږي. له دهشتګرو سره د مخالفت له وجې علي وزير دخپل پلار، ورور، کاکا او تره زامنو په شمول د خپلې کورنۍ ۱۷ کسان له لاسه ورکړي دي. د هغه کورني بزنس او روزګار د دهشتګرو او پوځيانو له دواړو خواوو له منځه يوړل شو».
د «ن. ګ.» د سرچينو په قول د مې تر ۲۶ وروسته د پښتنو فعالينو احتجاجونه په پېښور، سوات، ميرانشاه، مداخېلو، بنو او ډير نورو ښارونو کې ادامه لري. پاکستاني پوځيان هر ځاي د مظاهرو په وړاندي د وسلو د استعمال تر کچې سخت چلند کوي اوله دې کبله د «پښتني احتجاج» د برخه والو قرباني مخ په زياتېدو ده. داسې معلومات هم شته چې د مظاهرو تر سرکوبولو وروسته پاکستاني پوځيانو د مظاهرو زخمي فعالين له ځانه سره خپلو قرارګاوو ته وړي دي . د «ن. ګ.» سرچينې زياتوي چې : « ددغو خلکو برخليک غمجنونکی دی. د«PTM» د يوه مشر عبدالله ننګيال په وينا په مداخېلو کې همداسي وشول . پوځيانو زخمي مظاهره چيان له ځانو سره خپلوقشلو ته يوړل چې وروسته هره ورځ يو زخمي ژوند له لاسه ورکاوه. ځکه دغه پوځيان روغتون نه لري او هلته له زخميانو سره طبي مرسته نه شته. د مثال په ډول همدا نن د مې 30 پوځيانو په مداخېلو کې د دوو زخمې شوو مظاره چيانو مړي خپلو خپلوانو ته ورکړل. په عين وخت کې پوځيان دغو قربانيانو هرې کورنۍ ته د مړو د تکفين او تدفين لپاره دوه سوه زره روپۍ ورکوي او له هغوی څخه غواړي چې خپل مړي حتا د جنازې له لمانځه پرته خپ و چوپ خاورو ته وسپاري» .
د «ن. ګ.» سرچينې وايي چې د پاکستاني پوځيانو بې رحمانه چلند په پښتنو کې د نفرت څپه وزيږوله :« له همدې کبله پښتنو پتيلې ده چې د روژې په پای کې د جون له ۶ وروسته د ښارونو سړکونو او ميدانونو ته ووځي او دا هم ممکنه ده چې د مې د ۲۶ نيټې پر خلاف دا ځل سوله اييز احتجاج په غیرسوله اييزه نښته بدل شي».
د «پشتون ژغورنې غورځنګ» مشران نن ورځ هڅه کوي چې په خيبر پښتونخوا کې د پېښو د احتمالي منفي پرمختګ مخه ونيسي. له همدې کبله د اسلام آباد په وړاندې د هغوی غوښتنه راپورته شوې ده چې د پښتنود عذاب او پارولو د اصلي عامل په توګه دې ژر تر ژره له وزيرستان څخه د پاکستان پوځي قطعات وباسي او د هغوی ځای دې د ځايي پوليسو ټولګيو ته ورکړل شي. داسې ښکاري چې په پښتنو کې د پاکستاني پوځ سوله اييزحضور نور ممکن نه دی.
په پاکستان کې «پښتني بحران» نن د دوهم « پراخ ملي بحران» پر بستر انکشاف کوی، چې د عمران خان د کابينې د ټولنيزې اقتصادي پاليسۍ د ناکامۍ له وجې رامنځته شوی دی. «د نړيوال بانک د شپږ ميليارده ډالرو قرض د حتمي شرط په توګه» ددغه بانک تر کنترول لاندې د عمران خان پيل شوي اصلاحاتو پاکستانۍ پيسه په بيساري ډول بې ارزښته کړې ده. که څه وخت دمخه يو امريکايي ډالر په۱۰۰ روپۍ و، نن دادی په ۱۵۰ روپۍ دی. دغه خبره په خپل نوبت د خوراکې او مصرفي موادو د قيمتونو د لوړېدو باعث شوه، د معاشونو او ټولنيزو اعانو ارزښت او په عمومي ډول د اکثريت خلکودژوند سطحه ډيره راټيټه شوه. په پاکستاني ټولنه کې د مرکزي حکومت په وړاندې د خلکو نارضايت په سرعت سره زياتېدونکی دی، د هغه سياست د هيواد داوسيدونکولپاره ډير قيمتي تماميږي.
دپراخ ملي ټولنيز بحران په دغه زمينه کې د مې په ۲۶ تود شوی «پښتني بحران » کولی شي د غټې سياسي چاودنې د چالانوونکي ميکانيزم رول ولوبوي. او له امکانه لرې نه ده چې دغه چاودنه به نه يوازې په پاکستاني پښتونستان کې پراخ ولسي پاڅون رامنځته کړي، بلکې په ټول پاکستان کې به عمومي احتجاج راپورته کړي او لا به د عمران خان د حکومت د سقوط باعث شي. په پاکستان کې د اپوزسيون قواوې همدا اوس د «پښتني بحران» په زمينه کې د اسلام آباد د حکومت او هغه تر شا د مهم سياسي قوت په توګه د پاکستاني پوځ د سياسي تګلارې په وړاندې خپل نارضايت ښکاره کوي. اوس ددغه اپوسيون مرکز د پاکستان ملي پارالمان دی. هلته همدا اوس د اپوزسيون دهغو ګوندونو تر منځ د نږدې کېدو مشورې روانې دي چې د ملې اسامبلې د وکيلانو په وړاندې د پوځيانو له اختناق څخه ناراضي دي.
د «ن. ګ.» د سرچينو د خبر له مخې په ملي اسامبلۍ کې د پاکستان د پيپل پارټۍ وکيل قمر نويد د مې په ۲۸ د ملي اسامبلۍ په عمومي غونډه کې د وزيرستان د وکيل علي وزير د بندي کولو پر ضد وينا وکړه: « هغه وکيلانو ته « د ملي اسامبلې د داخلي چارو د اصولو او کړنلارې» ۱۰۳ او ۱۰۵ ماده ولوستله. هلته ويل کيږي چې د پارالمان رئيس بايد د پارالمان د کوم وکيل د نيول کېدو په صورت کې خبر وي او هغه په خپل نوبت د پارالمان وکيلان د مسئلې له جريان او پرمختګ څخه خبر کړي».
ثنا اعجاز « ن. ګ.» ته وويل چې تر نن ورځې د اسلامپالو ګوندونو په شمول د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځيانو له خوا پر علي وزير او د «PTM» پر نورو فعالينو بريد او د هغوی بندي کول غندلي دي. عوامي نشنل پارتۍ له خپلو پلويانو هيله کړې ده چې د زخميانو پوښتنه او د بنديانو ملاتړ وکړي. د پاکستان مسلم ليګ د نوازشریف څانګې استازي د ملي اسامبلۍ په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د خړ کمر په پېښه کې د پوځيانو د زور زياتي د څېړلو او د حقايقو د راسپړلو لپاره دې پارالماني هيئت وټاکل شي. د پاکستان دنشنل پارټي سناتور رضا رباني ددغې ستونزې د سياسي هوارۍ په باب څرګندونې وکړې، چې دولت دې د «PTM» له فعالينو سره د سياسي ډيالوګ له لارې د «خپل پاکستاني ملت د خپکانونو» مسئله هواره کړي. د لاهور چپې جبهې هم د علي وزير بنديتوب وغانده او د هغه د ژر خوشې کيدو غوښتنه يې وکړه. لنډه داچې دپاکستان حاکم ګوند «تحريک انصاف» پرته، دپاکستان نورو ټولو ګوندونو د پښتنو د سوله اييز سياسي تحريک ملاتړ وکړ. د «ثنا اعجاز» په قول « د پاکستان د بشر د حقوقو کميسيون هم هيله څرګنده کړې ده چې د مې د ۲۶ نېټې دپېښو د څېړلړ او د حقيقت د پيدا کولو لپاره دې ژر تر ژره پارالماني کميسيون جوړ شي» .
د «ن. ګ.» د منابعو په قول « د روژې په پای کې په پاکستان کې د سياسي ترينګلتيا نوې څپه ضرورې راتلونکې ده: « لاتر اوسه ددغه سوال مخه خلاصه ده چې په کومو حدودو کې به دغه تريګلتيا شکل ونيسي- ايا دابه په پارالمان کې د سياسي ګوندونو د همغږۍ په چوکاټ کې محدوده شي او که به نه يوازې د پښتني سيمو، بلکې د نورو لويو ښارونو لارو او ډګرونو ته ووځي او د احتجاج لوی اقدامات به له وسله والو قوتونو سره نښتو ته ورسيږي».
د «ن. ګ.» د معلوماتو له مخې په پاکستاني بلوچستان کې ګڼ شمير مدني فعالان د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ ته تيار دي. د سر چينو له قوله « په حقيقت کې د بشر له حقوقو تيرې او د پوځيانو د زور زياتي له نظره د بلوچستان حالات تر وزيرستان لا نور هم بد تر دي. نن په پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو د صبر کاسه ډکه ده. د هغوی په سينو کې د هغه ظلم ،ستم، شکنجو او سپکاوي د بدل اخيستلو قهر او غوسه په شدت مخ په زياتېدو ده، چې پاکستاني پوځيانو د ملکي سوله اييزو وګړو په وړاندې تر سره کړي دي. ددې احتمال شته چې يوازې په سوله اييزو حدودو کې دغه احتجاج ايسارول او کنترول به غير ممکن وي».

Comments are closed.