په سیاه سنګ کې د بیوزلو ښوونکو ښارګوټی دغاضیبیونو په منګولو کی

ننګرهارګرانو هیواد والو او ننګرهاریانو ته بهتره معلومه ده چی د حکومت لخوا د سره رود ولسوالی د سیاه سنګ په سیمه کښی د بیوزلو استاذانواو ښوونکو ښارګوټی لپاره چی کومه ساحه ځانګړی شوی ده هغه د زورواکانو او سیمیزو خلکو لخوا غضب شوی او بیوزلو استاذان بی سرنوشته لالهانده سرګردانه او در پر در ګرځی. ځوان لیکوال رفيع الله روشن د استاذانو او ښوونکو په اړه داسی لیکی(( دا چی وايو سليم عقل په سالم بدن کې وي،د سالم بدن جوړولو او دښې روزنې لپاره هم ښوونکي ته اړتيا شته ترڅو مو په دې وپوهوي چې څه مو د بدن لپاره اړين دی او له څه شي څخه بايد پرهيز وشي ترڅو مو له ستونزو سره مخ نکړي. داچې ښوونکی څوک دی راځئ په هکله يې پوه شو،ښوونکی د شاګرد يا زده کړيال معنوي پلار دی،ښوونکی هغه څوک دی چې زده کوونکی د علم او تعليم په ګاڼه سمبالوي،ښوونکی هغه څوک دی چې موږ له خپلې ټولنې،هېواد،جغرافيوی موقيت،اقليم ،دين ،مذهب،اسلام،کفر،نهي او منکر څخه خبروي او ښوونکی هغه څوک دی چې تل خپل ځان په ستونزو کې ورکوي خو زموږ له ستونزو څخه د وتلو لپاره کوشش کوي،تل يې هڅه داوي چې موږ زده کوونکی له ښوونځی،مدرسې،پوهنتون اوبل هر روزنځای څخه ډک دماغ کورته ستانه شو،ترڅو دوی خپله ايماني او اسلامي وجيبه اومسؤليت په سمه توګه سرته رسولی وی، نو ويلی شو چې ښوونکی د هغې شمعې په مثال دی کومه چې خپله تنه دخپل ملا تير په وسيله سوځوي خو نوروته رڼا ورکوي او په تيروکې دهدف تر لاسه کول ورته اسانه کوي.)) د ننګرهار ولایت د چارواکو د ډیرو کوششونو با وجود یاده ستونزه لاپرخپل ځای پاتی ده او تر اوسه دا ښار ګوټی د استاذانو په واک کی ندی ورکړل شوی دننګرهار ولايت مرستيال ښاغلی محمد حنيف ګرديوال وايي،د سياسنګ ښارګوټي مشران دې، په ياد ښارګوټي کې د ښوونکو لپاره د نمرو په ورکړه کې همکاري وکړي ښاغلی ګرديوال وروسته له هغې دا خبره وکړه،چې د ياد ښارګوټي يوشمیر مشرانو،ښوونکو،امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد او د ولسي جرګې غړې فرشتې انوري ورسره د ياد ښارګوټي پر ستونزو خبرې وکړې د ولسي جرګې غړې فرشتې انوري وایی زه په خپله سیاه سنګ سیمی ته ولاړم ، د غاضیبیونو له خوا په تیږو، سوټویو، د ټوپک په ډزو می هرکلی وشو. دی غوښتنه وکړه،چې په ياد ښارګوټي کې ټول غيرې قانوني کورونه دې ونړول شي،ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد په مشرۍ دې امنيتي ادارې په ياد ښارګوټي کې امنيتي فضاء جوړه کړي،څو ښوونکو لپاره د نمرو وېش لړۍ په ښه شان سره ترسره شي او جلال اباد ښاروالۍ دې د ښوونکو لپاره د نومرو د وېش لړۍ پيل کړي. او داسی هم وویل کیږی چی په ولسي جرګې د ننګرهار ولایت دخلکو ریښتنی استازی اغلي فرشته انوري دسياسنگ موضوع تر اولسمشره رسولي كيداشي نژدي وخت كي دولسمشر په امر دغاصيبينو څخه داستادانو زمكي ترلاسه شي. یاده دی وی دخلکو ریښتنی استازی اغلي فرشته انوري په دننګرهار ولایت کی نړیوال اسلامی پوهنتون د جوړښت مسله چی له ننګرهار کابل ته یی د انتقال پلان او توطیه جوړه شوی وه دحل لپاره هم خپله مبارزه په خورا قوت او جذبه سره پیل کړی وه او ترڅو نړیوال اسلامی پوهنتون ننګرهار کی د جوړیدلو مکتوب یی د لوړوزده کړو له وزارت راو ړو هیله مند یو چی داستونزه هم حل کاندی او مونږ دهغه چا قدر او ملاتړکوو چی خپلو خلکو او وطن ته خدمت کوی. دا چی دیو لاسه ټک نه خیژی نو بنآ په ولسی جرګه کی د ننګرهار ولایت استازو ‚ د ولایتی شورا غړو‚ قومی مشرانو ‚ سیاسی ګوندونو‚ مدنی ټولنو او صاحب نظر شخصیتونو غږ کو چی دخپلو ټولو امکاناتو نه په استفاده او کارولو سره د یادی ستونزی د هواری او حل لپاره ملا وتړی او عملآ دغه د بیوزلو استاذانواو ښوونکو ښارګوټی او سر پناه ستونزه حل شی اود استاذانواو ښوونکو د بی کوری ستونزه ته دپای ټکی کیښودل شی ځکه همدا استاذان دی چی مونږ ته زمونږ اولادونو او ټولنی ته جهت ورکوی او رڼایی ته یی بیای او سالم نسلونه او كدرونه تولني ته وراندي كوي

Leave a Reply