پښتون ته دپښتنې پیغام

محمدآصف خواتي

پښتون ته دپښتنې پیغام

دهغه راهیسې چې شوروي لښکروپه افغانستان خونړی تیری وکړافغانان اوپه تیره پښتانه دبیساره ستونزو اوکړاوونوسره لاس اوګریوان دي اویوازې اویوازې قربانی ورکوي۰ دلته داپوښتنه را پیداکیږي چې ولې دکرملن چارواکوپه افغانستان دتیري اودهغو دنیولوپریکړه وکړه ۰ پدې اړه یوروسی څیړونکی دافغانستان په اړه دمسکودسیاست په هکله لیکي « په اویایمو کلونوکې په افغانستان کې روسیې دتاجکواوازبکومشران خپل دودیز متحدین ګڼل ۰ ددې ډول تصور دپیدا کیدوعلت دشلمی پیړی په اویایمواواتیایموکلونوکې دیولړ پيښو پیښدل وو چې په نوموړوکلونوکې دیولړپښتنوسیاستمدارانودریځ دروسیې ګټوته ځواب نه ورکاوه ۰۰۰،یوڅه موده وروسته چې دشوروي (محدود)ځواکونه په افغانستان کې ول شورویانوهڅه وکړه چې پدې هیوادکې دتاجکواوازبکونه په خپله ګټه فعالانه او هراړخیزه استفاده وکړي »( ۱) پورتنی څرګندونې ښيي چې دشورویانو له لورې دافغانستان دنیواک اصلي لامل داو چې پښتنو سیاستوالودمسکوګټوته ځواب نه ورکاوه بایدپښتانه له واک څخه ګوښه اوځپل شوي وای۰ دانګلوساکسوني اشغال وروسته ناټویي نیواکګروهم دشورویانو خاینانه تجربه ترآزموینې لاندې نیولې ده پدې توپیرچې ناټویي نیواکګرو ددیورند دکرغیړنې پولې هغه خواپښتانه هم هدف نیولې اودپنجابي واکدارانوسره په همغږی کې هغوی ځپي ۰ ددغودواړوتیریو پرمهال دنیواکګروله لوري دپښتون قوم دځپلواوایل کولوناروا سیاست له امله پښتانه په بیساره توګه وځپل شول اودا ځپنه پخپل قوت سره دوام لري۰ که چیرې ورځنیو پیښو او خبري سرویسونوته پام راوګرزول شي هره ورځ دپښتني سیموڅخه دمرګ اوژوبلې اوځورونوخبرونه اوریدل کیږي۰ ددې مرګونو او ژوبلو عاملین هم داوسني واکمنۍ مخالفین ، هم دولتي امنیتي ځواکونه اوهم خارجي لښکرې دي چې زیاتره قربانیان یې بیګناه ولسي پښتانه دي۰نن سبا دلراوبرپښتانه دپاڼ اوپړانګ ترمنځ ایسارشوي دي چې پړانګ یې خوري اوبل لوري ته داسې کندوته لویږي چې بیرته دجګیدووس نلري اوهلته بیا هم دځناوروخوراک کیږي اومري۰ دې له زغمه وتلي حالت ددې ولس په ادبیاتوباندې داسې اغیزاچولی دۍ چې پښتانه لیکوالان اوشاعران یوازې اویوازې دپښتنو دجنازو، شهیدانو ، ناخوالو ، محرومیتونو، کړاوونو ، مظلومیت ،نهیلۍ ، اعتراضونو، ګواښونو، دهویت دله منځه تلو، سپکاوی ، واویلاواوژړاووپه اړه لیکي اودیوې تیاره راتلونکې پیغامونه پکې انځوریږي چې دادیوه ولس ناتارښيي ۰ ددې ادبیاتو یوه څرګنده بیلګه دیوې پښتنې سندرغاړې لاندې بیتونه دي چې دپښتنې مظلومیت ، واویلاوې اواندیښنې بیانوي ۰ لطفآ لاندې ځای کلیک کړۍ چې دا پښتنه دپښتون ورور اوپښتون پلار نه څه غواړي ؟ http://www.youtube.com/watch?v=xsfe-uId0OY&NR=1&feature=endscreen داپښتنه پخپل خواږه غږکې دهغو میلیونو پښتنو میندواوخویندو بدمرغۍ بیانوي چې یوې یې خپل خاوند ، بلې یې ماشوم ،بلې یې پلار اویامور اوبلې یې ورور یا خورپه روان ناتار کې له لاسه ورکړی اوپدې اندیښنه او ویره کې ده چې نن سبا به بیا دچا دمرګ دویرپه ټغر ناسته وي۰ پدې سندره کې دهغې پښتنې موراوخوربدمرغیو ، کړاوونو اودهغې پت اوعزت ته دشته ګواښونوخبره کیږي کومه چې خپل عزیزته دیوې مړۍ دموندلوپه موخه مزدورۍ اوګدایۍ ته اړه شوې ده ۰ پدې سندره کې دهغې پتمنې پښتنې باطني احساسات بیان شوي دي چې نامحرم مسلمان وروریې مخ نه دۍ لیدلی خو نن په نیمه شپه کې پردی پوځي پدې نامه ددې دبستردپاسه ولاړدۍ اوهغه له خوبه راویښوي چې هلته طالب جنګیالی لټوي ۰پدې سندره کې دهغې پښتنې تورسرې اندیښنې لیدل کیږي چې دکورد باندې یې نا بللې میلمانه چې اوس یې دکورواکداران دي دا تلاشي کوي چې دټکري اوچادری لاندې یې وسله اویا چاودیدونکي توکې نه وي پټ کړي۰ پدې غږکې دهغې ناهیلې پیغلې نارې سورې او اندیښنې لیدل کیږي چې دهغو پښتنو میندواونجونوکیسې یې اوریدلې دي چې خاوندانویا خپلوانویې پزې یاغوږونه ور پرې کړې دي اوپه نورو بیا دزورواکانو، خپلسرواربکیانواوبې مسؤلیته ملیشولخوا جنسي تیري شوي دي ۰ اې پښتونه وروره ! کله چې یوه پښتنه درته وایي چې نوره سرتوریږم مانا یې داده چې هغه دبې پته کیدو ګواښونه احساسوي ،هغه ویني اویا ورسره مخامخ شوې ده۰ خو هغه تاته پدې اړه چې ته یې پلار ،خاوند یا وروریې څه نشي ویلای ځکه چې ته هغه خپل ځان ، کورنۍ اوخپل قوم ته سپکاوی ګڼې اوهغه وژنې۰ ښایې یوشمیر لوستونکي دیوې ښځینې سندرغاړې لخوا داډول څرګندونې چې هلته دپت او ننګ خبره شوې ده بابولالې وګڼي ځکه چې زموږپه ټولنه کې هنرمندانو اوپه تیره ښځینه سندرغاړو ته په سپکه سترګه کتل کیږي۰ دا ښاغلي ندې توانیدلي دادرک کړي چې هنرمندان دیوه ولس دفرهنګ ، ادب اوحتی ژبې دغوړیدو اود پرمختګ په بهیرکې کوم جوړونکی رول لري۰ زه دښځینه هنرمندانو اوسندرغاړو په اړه څه نه وایم خوهغه څه چې نوموړې سندرغاړې پخپله سندره کې ویلې دي دافغاني پښتنې ټولنې دنني ترخه واقعیت رښتینی انځوریې پکې کاږلی دۍ ۰ داځکه چې دانن سبا ددیورند دتپلې شوې کرښې دې خوا اوهغې خواپښتني سیموکې دلیونی جګړې داور لمبې بلې دي، هلته امنیت اوټیکاونشته ، زورزیاتی اووحشت واکمن دۍ ،ناټويي بې بیلوټه اوپیلوټ لرونکې الوتکې پښتانه کلي بمباروي اوپه همدې سیموکې همدا پښتانه اودهغوی نورمسلمان جهادي ملګري د خپلوپښتنو مسلمانو وروڼواو خویندوسرونه پدې نامه پریکوي او وژني یې چې ګواکې دصلیبیانوسره خواخوږي اواړیکې لري۰نوموړې سندرغاړې پخپله سندره کې پورتني وحشت ته ګوته نیولې اوپه خپلوپښتنویې غږ کړی چې دې وحشت ته دپای ټکی کښیږدي اوداحمدخان ابدالي ، پاچاخان فخرافغان اونورو نومیالیو پښتنوپه شان دخپل ولس اوزمانې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي ۰ ددې سندرغاړې دا نارې سورې د ملالۍ دهغې لنډی سره « که په میوندکې شهیدنشوي خدایږولالیه بې ننګی ته دې ساتینه» هیڅ توپیرنلري۰ دمیوند دجګړې په ډګرکې دملالی دلنډی په اوریدوسره زموږباتورونیکونوپه انګریزي لښکروځپونکی بریدوکړاودښمن یې په ګونډوکړ۰ کله چې نن يوه پښتنه پیغله ،پښتانه ځوان ته په خورا عاجزی وایي چې نوره سرتوریږم۰ داددې مانا لري چې مه پریږده چې دهغې ټکری ولویږي ترڅوبې پته نشي ۰که داله یوې خوا په پښتني سیموکې واکمن وحشت اوددښمنانولاسبری ښیي له بله پلوه دپښتنومیړوبیوسي هم بربنډوي چې دخپلوخویندومیندودپت دساتلوجوګه ندي۰ زموږ نیکونو دمیوند دجګړې په ډګرکې دملالې پیغام ته دسردورکولوپه بیه ځواب ورکړخودننیو ملالو زاریوته چې دخپلې سرتوری په هکله پښتون ته وایي ، ننی پښتون هغه نه اوري ، بې تفاوته دۍ ، بیوسه دۍ اوځواب نه ورکوې؟ آیا دنني پښتون په وینه کې د میرویس خان، ایوب خان ، اکبرخان ،پیرروښان ، خوشحال خان ،سیدجمال الدین افغان ،اکبرخان ، محمدجان خان ، امان الله خان ، محمودطرزي ، محمدګل خان وینې نه بهیږي ؟ نوموړې سندرغاړې دپښتنو نني له ګواښونو اوله شرمه ډک ژوند لامل ته هم ګوته نیولې ده چې هغه دپښتنوځانځاني اوتربورولي ده۰ داددې مانالري چې دپښتنو هره کورنی ، هره طایفه اوقبیله ځانته من وایي ، یوبل نه مني اوپښتانه دیوه یوموټي قوم په توګه ندي راڅرګندشوي۰ موږوینو چې په ګران افغانستان کې دپښتنوسربیره دشلوشاه اوخوا وروڼه قومونه لکه تاجک، هزاره ،ازبک ، ترکمن، بلوڅ اونورژوندکوي۰ اوکله چې له هغوی نه وپوښتل شي چې په قوم څوک دۍ وايي تاجک یم ، هزاره یم ، ازبک یم۰ خوپښتون وایي پوپلزی یم ، منګل یم ، مهمندیم، سلیمانخیل یم ،احمدزی یم اودې ته ورته لسګونه زي اوخیلونه درته کتاروي۰ دپښتون له لوري داډول ځوابونه ښيي چې پښتون تراوسه دقبیلې له چوکاټ څخه دوتلو استعداد ندی پیدا کړی اوپخپله قبیله اوحتي طایفه کې ورک دۍ۰ له بده مرغه یوخبره دیادولووړده چې پښتنولیکوالواوسیاستوالو دروانې غمیزې اوهغه محشرچې په پښتنوجوړشوی دۍ زده کړه نده کړې چې ولې په دوی دامحشرجوړشوی دۍ ؟ ددې محشر د جوړیدو یو لامل د سیاسی اوعقیدتي اختلافونوله کبله دیوبل سره دښمني وه ۰ دوی لاتراوسه یوبل ته داویایمو کلونوپه څیرددښمنۍ له دریځه ګوري اویوبل د کمونست ، مجاهد اونوروپه نامه یادوي۰ پداسې حال کې چې نوروددې اختلافونوسره مخه ښه کړي اودیوبل سره ګډ کارکوي ۰ دپښتنو لدې حالت نه ددې قام اود افغانستان دښمنانو پخپله ګټه اودپښتنو دځپلو اولابدمرغه کولوپه موخه ناوړه ګټه پورته کړې ده ۰ دوی یې سره اچولې دي ، دجګړې اورونه یې ددوی په سیموکې بل کړې دي۰ له بده مرغه هغه څه چې په پښتنو اوپښتنې سیموکې یې بازارخورا توددۍ هغه تحجر،مذهبي بنسټپالنه ، ځانځاني ، تربورولي ، وچ احساسات اودوسلې ښه کارونه ده چې پایله یې داشوې چې په پښتني سیمو کې دځمکې په سر محشراودوزخ جوړشي ۰ ښځه چې دخپل طبیعت له امله دنارینه په پرتله ډیره حساسه ده دنني واکمن وحشت پایلې او دخپل سرتوري کیدو ګواښونه احساسوي اوپښتنونارینه وو ته په خورا عاجزی او نهیلی خبرداری ورکوي چې نوره سرتوریږم اوتاته تلپاتې پیغورګرزم که راویښ نشي اودې ځورونکي وحشت ته دپای ټکی کښینه ږدي۰ ۱ – نیکیتا مندوکوویچ، روسیه وفکتورپشتون ها، افغانستان روویب پاڼه۰ پای

Comments are closed.