کډوالي

LALA120160609    مالمو  سويډن

 ليکونکې محمداقا کوچی شيرزاد

دا ور ځ 31 د غبرګولي مياشت)۱۳۹۵چی دجون د 20 د 2016سره برابره ده د کډوالی ورځی په نوم نومول شوي ده .

 پوره 88 کالا وړاندي يانې د غبرګولي ۳(۱۳۰۷»چی24دمی (1928» سره سمون خوري زموږ د هېواد اتل غازي شاه امان الله خان  چی د نړې د لوی زبرځواک يانی لوی بر تانيا نه يې دخپل هيواد  افغانستان خپل واکي په پوره مېړانه تر لاسه کړه اود هېوادد ننه يې د يو لړ موهمو سمونو لړی پېل کړه خودوخت انګريزي سياستوالو د کورنيو جاسوسانو ، وطن پلورونکو په مټ شاه امان الله خان په پورته نېټه د هېواده نه کډوالی ته اړ باسلو اوتر وفات کيديلو پوری د ايټاليه هېواد کې  دکډوالی ژوند تير کړو.

 تر وفات وروسته دوخت د حکومت لخوا خپل پلرني هېواد ته دده مړې راوړل شو اود جلال اباد په تاريخي ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

زمو هېواد چی يوجيوفليتکي اوستراتژيکي جغرافيافيي موقعت لري تل د نورو زبر ځواکونو د يرغل لاندی وي د دسکندر مقدوني څه تر ګوډ تيمو، ايران، روسان،انګريزان مغولي واکمنان اوتر 2000زکال وروسته بيا امريکا او ددوی ملګري هيوادونه لکه لوی برتانيا او نور زموږ هيواد ته د تروريسټانو القاعدی طالبانو داعيش او نورو د ځپلو په موخه را غلي تر دی وړاندی دروسانو او د پاکستان پلاس جوړ شوي په اصطلاح مجاهيدنو حکومت د جنګ جګړو له امله په ميلونو افغانان د هيواد په داخل او له هيواده بهر کډوالې ته اړ شول اودا لړی تراوسه دوام لري مانا دا چئ تر څو جنګ وي تل پاته سوله نه وي راغلی زمو ولسونه به د کډوالۍ ناخوالی تيروي، په تيرو دری کلونو کې هم په سلګونو کورنۍ او ځوانان د وطن نه د ګډوالۀ په خاطر د يونان ،ترکيي په اوبو کې ډوب شول يا د ايراني قاچاقبرانو لخوا يې يو شمير ووژل شوه او نوری نيمژوبله اروپاته ورسيدل .د ګډوالۍ لاملونه خورا ډير دي خو زه يې يو څو بېلګي وړاندی کوم.

په ټوله نړې کې هجرتونه شوي لکه کله چی زموږ پېغمبر محمد ص عليه وسلم له مکې نه مدني ته کډوال شو په مکه کې د کفارو ځاله وه بت پرستي وه عياشي وه د محمد ص ځواک مسلما نان کم وو نو يي پريکړه وکړ چی مسلمانان بايد له مکې دده په کډون مدنی ته ولاړ شي له هغی ځايه د نورو مسلمانانو په ملتيا تر هغه جهاد وکړو تر مکه له کفارو ونيسي بتان مات کړي اواسلام هلته برياته ورسوي،ننې امريکا هم د ګډوالو له خوا را مينځ ته شوی پخواني سورپوټکي وشړل انګريزان، فرانسويان ، المانيان، هسپانيوان او نور هلته ميشت شول، په دويمه نړيواله جګړه کې هم ډير خلک کډوال شول يهودان هم ووژل شول 27 ميلونه روسانو هم د هټلري سياست مدارانو لخوا ووژل شول يهودان له اروپا بيرته اسريلو ته ولاړل له سويډن نه څخه هم په لکونو خلک څو لسیزی وړاندی امريکا ته مهاجر شول، کله چی شوروی اتحاد ړنګ شو زيات خلک يوی خوا بلي خوا ته کډوال شول افغانان  هم ګاونېو هېوادو ته د جنګ جګړو او بهرنيو زبر ځواکونو د ير غل اود پاکستان  او ايران ددايمي لاسوهنو په پېله کې په ميلونونه افغانان کډوال شول چی عمده برخه يې په ايران او پاکستان کی تراوسه د کډوالی ژوند کوي.

زموږ د هېواد  ګډوال چی زه هم له دغو ګډوالو له ډلی څخه يم توپير لري يانې دا په دی ما نا چی زموږ هېواد کې  د نورو هيوادو په پرتله شرايط او برخورد توپير کوي.

 په پرمختللې نړی کې  که انقلاب وشي يا سياسي واک د يوه نه په يو شکل د شکلونو يوه پارټې يا يوه تنظيم يا ډله واخلي خپل سياسي حريف ته بيا دکار داوسيدو دسياست کولو د ژوند کولو حق  ور کوي يانې هر څه يې خوندي وي

خو  زموږ  په هېواد کې دا ډول برخورد نه کيږي يواد کی دا ډول برخورد نه کيږيپه هيواد کې داسی نه کيږي ، خپل سياسي حريف وژني هر څه يې تری اخلی سياست کول، کار کول زده کړه کولو ته يې اجازه نه ورکوي بلکې دی ته مجوره وي چي له وطنه  کډوال اړ باسل  شي يا وتښتي او نور

Comments are closed.