درنو ملگرو ما خپل نظر يوځل مخکې ستاسو حضور ته استولی وو خودا ځل غواړم څو مشخص وړانديز يا نظر وليکم،دتبليغ د څانگې نه په مننه چی د تدارک د کميسون ټولې ۸ اطلاعيی د سازمانونو په واک ور کړي دي.
زه وړانديزلرم چی د گوند پړسيدلي تشکيلات ضرور نه دي مناسب کاري کميت بايد په نظر کې ونيول ش.
۲ د گوند نوم دا ځل بايد داسی نوم وي چی د پخواني نومونو سره شباهت ونه لري يانې که دافغانستان دعدالت غوښتونکو گوند نوم ور کړل شي يا دافغانستان دموکرات گوند، دافغانستان د دپر مختگ گوند او يابل مناسب نوم وي، يانی دخلکو کلېمه يې حزب شي
۳ د بيرغ رنگ هم د پخوانيو بيرغو سره توپير ولري نشان هم د ولسونو لپاره دسوکالي ازادی او ټولنيز عدالت ما نا ولري.
۴ ونډه د عايد له مخی وټاکل شي.
۵ د کمېټو دنوم سره هم خلک ښه نه وړي که دا دکلي شورا د محل بدوباش شورا د کار کولو د ځای شورا اوداسی نوری شي ښه به وي.
۶ خپل پخواني نظر باندی ټينگار کوم چی ما در استولی دی.
۷ په بهر کې د زياتو کميټو پر ځای هر سازمان په مستقله توگه د مرکز سره په رابطه کې مناسب دی دلته سلسله مراتب خورا زياتيږي،
۸ که داروپا لپاره يوازی ۵ نفري کاري کميټه جوړه شه ښه به وي نورکميسونونه ايضافي دي په درد نه خوري.
۹ د اړيکو يا نړيوالې څانگی مسوليت دا ستونزی حلولای شي.
۱۰په مرکز کې د تشکيلاتو،مالي اسنادو ارتباط، تبليغ فرهنگ ،نړېواله څانگه،د شکاياتو او نظارت څانگه کفايت کوي.
۱۱ د پخوانيو جوړښتونو پر ځای نوي جوړښتونه مناسب دي.
محمداقا کوچی