ستونزه چېری ده؟؟

29.5.2018Dastager Roshnpali
ــــ حل سياسي بدلون نه، حل فرهنگي بدلون دی.
ــــ دلته دواړه انسان او سياست د فرهنگ په يرغمل بدل شوي دي.
ــــ دا د انسان تر ټولو لويه ټولنيزه او رواني ستونزه دی چي په کار يي عقل او په ژوند يي خرافات واکمن وي.
ـــــ دلته بايد د ژوند کولو لاره او د فکر کولو لوری بدل شي. ژوند عقلي او فکر خپلواک شي.
اعتراف بايد وکړو چي د ژغورولو لاره څومره سخته، څومره اوږده او څومره پيچيلي او څومره قرباني غواړي. د موږ هڅي همیشه دا وي او اوس هم همدا دی، که سیاست، حکومتونه، دولتونه، سياسي سیستمونه بدل شي هر څه بدل او هر څه به سم شي. خو په عمل کي هر څه د سميدو په ځای خراب او ړنگ شول.
سياسي بدلونونو، يو په بل پسي د حکومتونو او دولتونو ړنگولو او جوړولو ستونزه حل نکړه. نه يوازي د دولتونو او حکومتونو ړنگيدلو، بلکي دلته سياسي سيستمونه له بيخه ويجاړولو اوبيا جوړشولو سره سره ستونزي په ځای پاتي دی او د وروستيو څلور لسيزو سياسي بدلونونه، تجربي او ژوند موږ ته بيخي بل ډول درسونه راکوي، کوم چی نه يوازي د گوندونو، ډلو، تنظيمونو په ناکامي، نه يوازي يو په بل پسي د رهبرانو په ناکامي او سرونو وخوړلو، بلکي د سياستونو، تگ لارو، ايديولوژيگانو او د فکرونو په ناکامي هم حکم ورکوي.
موږ پوهيږو او تجربو و ښودله چي د واکمنو او حکومت بدلول څومره اسانه کار دی. شاهي په اساني ړنگه شوه، جمهوریت بی له مقاومته ولويد، يو گوندی واکمنی دړي وړي شوه او د يوي بي طبقاتو ټولني د ايجاد تفکر ناکام شو. مجاهيدنو دولت ړنگ کړ او يوه سراسري انارشي يي واکمنه کړه هر چا او هری شی مصونيت له لاسه ورکړ. خلک مجبور شول پرونیو جوړښتونو او له دي جملی قوم ته په شا ور وگرزي او دي حالت په ډارونکي توگه ټولنه وويشله او هغه خلک چي په پيړيو پيړيو د يو بل تر څنگ په سوله او همکاري کي ژوند کاوه په ناڅاپي توگه د يوه او بل په دوښمنانو بدل شول او د قوم په نوم د يو او بل په وړاندي ودريدل او بي ساري جنايتونه تر سره شول. د طالبانو اسلامي واکمني هم ړنگه شوه او د يوه مدرن دولت او ملت جوړولو کار پيل شو، خو تر اوسه نه مدرن دولت شته دی او نه ملت جوړ شوی.
تاريخ او په ځانگړي توگه د وروستيو لسيزو سياسي تاريخ موږ ته دا درس راکوي چي ددي واکمن او هغه مستبد، ددی حکومت او دولت ړنگول د ستونزو د حل لاره نه دی. دلته يو په بل پسي مستبد مات شو يو په بل پسي ظالمان ولاړل، خو هم استبداد او هم ظلم هماغه شان او کله کله له پرون هم بد او په وژونکي توگه ادامه لري. واقعيت دادی چي دلته له هر سياسي بدلون وروسته نوی ظلم او نوی استبداد واکمن شوی. همدارنگه د واکمنو، حکومتونو او دولتونو په بدليدو سره نه امنيت او نه هم عدالت تامين شو. په دي برسيره دلته روسان راغلل او غوښتل يي موږ هم د دويَ په شان شو ور پسي ناتو راغله او غوښتل يي په افغانستان کي دموکراسي جوړه کړي، خو په عمل کي نه موږ د روسانو په شان شو او نه دموکراسي جوړه شوه.
پرون د مارکسيزم هدف د مادي اړيکو او د توليد د وسيلو بدلون وو او اميد يي درلود چي د دی کار په کولو سره به فکرونه او چلندونه هم بدل او هرڅه به سم شي. په افغانستان اقتصادی اړيکي بدلې شوي او دلته ډير پخوا د اوښ ځای موِټر ونيو، د غوایی ځای تراکتور ته وسپارل شو. په اشپزخانه کي هم د ديگدان ځای داش نيولی. خونه هم د چراغ په ځای په برق روښانه کيږی. فابريکي جوړي شوي. تعميرونه او لاري عصري شوي په کلی کي هم خلک د چيغي د ډول ځای د تيليفون پوسيله خبريږي… خو فرهنگ، دودونه، رواجونه او تفکر هماغه د پرون په شان ادامه لري. هغه انسان چي پرون يي د اوښ مار نيولی وونن د موټر جلوه ته ناست دی، هغه انسان چي د غوایی له شا را پورته شوی او اوس تراکتور چلوی او هغه چي په فابريکه کي توليد کوي هماغه د پرون په شان فکر او هماغه د پرون په شان چلند لري. نه يي چلند بدل شوی او نه يي په فکرونو کي بدلون ليدل کيږي. نور بيا

Comments are closed.