حکيم روان
د جګړې څلويښت کلنې غميزې ګران هيواد افغانستان ته داسې زيانونه واړول چې تر پيړيو به ددې جګړې د اور او لوګيو ، تباهيو ، وژنو او وينو ، بګنوونکی ياد په ذهنونو کې پاتې وي او د ټولنيز ژوند په ټولو اړخونو به يې شوم سيورۍ پروت وي .
افغانستان يوې تلپاتې سولې ته اړتيا لري چې د ټولنې د پرلپسې او هر اړخيزې ودې له پاره مختلف ډګرونه پرانيزي . تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې سوله د خلکو له پاره آزادي ، حقوقی برابری ، ورورولي ، اقتصادی بسيا او معنوی بډاينه د ځانه سره په ارمغان راوړي . که د خلکو آزادي سلب شی او حقوق يې پايمال شي ، خلک د خپلو آزاديو او حقوقو د تر لاسه کولو له پاره د غاصب پرضد اقدام کوي او په طبيعی توګه سوله له منځه ځي .
مونږ طالبی سوله ، امن او ارامی د وحشت ، بربريت ، ويرې اچونې ، کرکې ، جهالت او طالبی واکمنۍ په بيه نه غواړو . داسې سوله په حقيقت کې د يوه بل پيليدونکی جنګ سريزه ده . هر افغان شاهد دی چې نننۍ انډوخر ، جګړې او تباهۍ د طالبی واکمنی پايله ده .
سوله د ټولنې دايمی اړتيا ده ، خو سوله په واکمنو لاسو ساتل کيږی او د سولې د ساتلو د پاره د واک وړ استعمال په پوهه پورې اړه لري . هغه څوک سوله ساتلی شي ، چې په واک پورې د تړلو مسألو د حل پوهه او توان ولري .
د جنګ دوام د څو جهادی غلو، د آی-اس-آی د څو نوکرو طالبانو او د جنګ د تمويلوونکو خارجی ملاتړو په ګټه ، خو افغان ملت ته ملاماتوونکي او جبران نه منونکي زيانونه رسوي .
زمونږ د ټولنې سوله دوو فاکتورونو چې دواړه خارجی ملاتړ لري ، برمته کړي ده .
۱- طالبان
۲- چورګر مجاهدين يا جنګسالاران
طالبان
– د طالبانو سره د سولې لومړنۍ ګام د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مستقيمې خبرې آترې دي . دواړه خواوې بايد په دې باور خبرې آترې پیل کړی چې د کړکېچ څخه د وتو يواځينی الترناتيف خبرې آترې دی . دواړه خواوې بايد ياد ولري، څو پورې چې زور غږيږي ، انسانيت او عقل خاموش پاتې کيږي . زور غواړي ناروا ، تيری ، خشونت او بدمرغۍ ته توجيه پيدا کړي ، خو عقل بيا منطق استدلال ، انسانيت ، پوهې ، عدالت ، آزادی او نيکمرغي ته لار پرانيزي .
– خبرې آترې بايد د افغانی دود او دستور سره سم د متقابل درناوی او باور په فضا کې پيل شی او موخه يې افغان ولس او افغان هيواد ته د سولې او امن راګرځول وي . دواړه خواوې بايد سولې ته رسيدل ګډه بريا وبولي .
– خبرې آترې يا مذاکرات هغه وخت ادامه موندلای شي چې د توپک خوله بنده شی . ( اوربند )
– د خبرو آترو خواوې بايد د خبرو آترو د دوام اصل ته درناوی وکړي . د خبرو آترو لارې معمولا له لوړو، ژورو او کږليچونو تيريږي . د خبرو آترو دوام او پر خبرو آترو ټينګار سولې ته د ژمنتيا اصل دی .
– د جګړې دواړې خواوې بايد د خلکو حقوقو او آزاديو ته درناوی وکړي . په افغانستان کې واکمنی د افغانستان د اساسی قانون له مخې په خلکو پورې اړه لري . مانا دا چې د جنګ اړخونه په واک پورې تړلی مسألې بايد د خلکو په اراده پورې تړلی وبولي . ( انتخابات )
– د هيواد د سياسی نظام او د افغانستان د اساسی قانون په اړه د جګړې خواوې د بحث حق نه لري ، په دې مواردو کې د بحث صلاحيت يواځې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري . ( لويه جرګه ، ريفراندوم )
– طالبان بايد خپل جنګی تشکيلات ړنګ ، وسلې او مهمات د هيواد امنيتی ځواکونو ته تسليم او د جنګی تروريستی ډلو ( القاعده ، پاکستانی سلګونه تروريستی شبکې ) سره خپل اړيکی پرې کړي او د هيواد د اساسی قانون په سيوره کې د هيواد د سياسی ژوند برخه وګرځي .
– د طالبانو د مشرانو د امنيت او مصؤنيت مسألې بايد د خبرو اترو د اجنداء جز وي . افغان دولت د طالب مشرانو د اسايش او سياسی فعاليت د پاره د مصؤن چاپيريال ذمه وار دی .
چورګر مجاهدين او جنګسالاران
– چورګر مجاهدين د جګړي پر اور تيل پاشی . ددې له پاره چې اوبه خړې وي او دوی پکې خپل ماهيان ونيسی . د مجاهدينو داړه مارې ډلې د سولې او امن له راتګه او دغنيمت شوو مليونونو او ملياردونو ، ډله ايزو وژنو ( د دشت ليلی فجايع ) د حساب او کتاب له ورځې ويره لري . ځکه خو د سولی د تأمين په پروسه کی بايد ددې عنصر ورانوونکی رول له نظره ونه غورځي .
– د سولی په راتګ سره د خلکو پر ازاديو او حقوقو د څو بی هويته ډلو او بی ايمانه زورواکو د تيريو او ګواښونو چاپيريال له منځه ځی . له دې امله ددې ډلو فعاليت بايد تر جدی نظارت لاندې ونيول شی .
– د سولی د راتګ او يقينی کيدو له پاره بايد په واکمنۍ کې د اسلامی جمعيت او نظار شورا انحصاری نقش ته د پای ټکی کښېښودل شی .
– ددې ډلو نقش له دې امله هم ډير ګواښونکی دی چې واکمنی له د ننه څخه پاشلی يا حد اقل داسې پيښو ته لمن وهلی شی چې د سولی پر پروسه د خلکو باور ته زيان ورسوي .
– په واکمنی کې ددې ډلو بی انډوله برخه ، په پراخ فساد او غصب کې ددې ډلو بيساری لاس د خلکو او واکمنی تر منځ د واټن او بيلتون لامل ګرځی او د سولې له پاره د واکمن نظام صلاحيت او د حکومت له خوا د خدماتو د وړاندې کولو وړتيا تر پوښتنې لاندې راولي .