د پاکستاني دحاکم استبلشمنټ لخوا د افغانستان د سولي ( پروژه ) او د کشمير د خاص وضعيت منسوخول سره غوټــــــــه کول :

    ليکنه د امــيرګران لخوا
په هند کي د صدراعظم نريندرامودي په مشرۍ د بهاراتيه جنتا پارټي حکومت په يوه تاريخي اقدام سره د جمو اوکشمير د خاص وضعيت ( Special Status ) ياني ۳۷۰ او ۳۵ اي مادي له منځه وړل اعلان کړ ، د دغه اقدام په غبرګون کي پاکستان سخت عکس العمل وښود ، په اسلام اباد کي ئي د هند دسفارت هاي کمشنر ته رخصت ورکړ او تجارتي اړيکي ئي ودرولي همداډول د قول اردو د قوماندانانو ، پاکستان دفاعي کونسل لخوا د معضلي په اړوند بيړنۍ جلسي وشوي ، د پاکستان د پارلمان ( ملي اسامبلي او سنا ) ګډه غونډه جوړه چي د انتصابي صدراعظم عمران خان په شمول د پاکستان د نورو ګوندونو استازو په خپلو احساساتي ويناوو کي د دغه اقدام د غندلو ترڅنګ له کشميريانو سره د هرډول اخلاقي ، نظامي مرستو ژمني تکرار کړي ، د يادولو وړ ده چي د مسلم ليګ نواز د ګوند رهبرانو هر يوه شهبازشريف د ګوندمشر او پخواني د پنجاب ايالتي صدراعظم ، خواجه اصف د خارجه چارو پخواني وزير ، سناتور مشاهدحسين سيد د اطلاعاتو پخواني وزير د خپلو څرګندونو په ترڅ کي په افغانستان کي د طالبانو د پروژي په نوم د رواني جګړي پټ مخ او اهداف نورهم را څرګند کړل هغه داچي پنجابي ايليټ ( اشرافو ) او حاکم پوځي ـ ملکي واکمنانو د افغانستان ثبات ، ترقي او سوله د کشمير له مسئلي سره وتړل ، دوي په لوړ او مغرور اواز وويل چي ” دا هيڅکله نه شي کيداي چي په کشمير کي به جګړه وي ، ويني به بهيږي او په کابل کي سوله ”
د پاکستان دحاکم اشرافيت دا ډول څرګندوني نوي نه دي بلکه پخواهم د جنرال پرويز مشرف ، جنرال حميدګل ، جنرال ميرزا اسلم بيګ ، مولانا فضل الرحمن ، مولانا سميع الحق ، مولانا اظهرمسعود ، حافظ سعيد او نورو افغان دشمنه اشخاصو او کړيو له خولي راوتلي دي چي له امله ئي د افغانستان د خونړۍ تراژيدي ابعاد نورهم پيچلي او پراخوي ، له څلورو لسيزو په زياته موده کي پاکستاني ظالمو او مزدورو واکمنانو له غرب ، عربو او امريکا څخه په افغانستان کي د پراکسي وار او جګړي د دوام له امله مالي او نظامي امتيازات ترلاسه کړي اوس هم سخت تلاش کوي چي د سولي د ” پروژي ” په بدل کي د کشمير په بحران کي له امريکا او غرب څخه امتياز ( باج ) واخلي ، پاکستاني پوځي ـ ملکي حاکم اشرافيت په ۱۹۸۰م لسيزه کي په اصطلاح د افغانستان د جهاد په نوم له امريکا ، عربي او اروپائي هيوادو او چين څخه په ملياردو مالي او نظامي کومکونه ترلاسه کړل ، په هغه وخت کي چي زه په اسلام اباد کي د افغانستان د سفارت ديپلومات وم او د شوروي اتحاد سرو پوځونو په افغانستان يرغل وکړ ، دامريکا جمهور رئيس جيمي کارتر ديکتاتور ضيأالحق وهڅاوه چي د شوروي د يرغل په ضد له امريکا سره په مخکني ليکي ( فرنټ لاين ) کي ودريږي او د۵۰۰ ميليونو ډالرو اقتصادي کومک وړانديز ئي وکړ ، ولي ضيأالحق دا کومک رد کړ او وئي ويل چي داکومک لکه په سمندر کي د يوه څاڅکي په مفهوم ده ، تاسي پاکستان د يوه سوپرپاور په وړاندي جنګوئ او دا مرستي ! بيا په انتخاباتو کي رونالډريګن کامياب شو هغه د پاکستان له پوځي واکمن سره د مذاکراتو په نتيجه کي ۲،۳ميليارده ډالر اقتصادي او نظامي کومکونه اعلان کړل چي ۴۰ فرونده F-16 جنګي الوتکي هم شاملي وي ، همدارنګه سټينګر او بلوپايپ ميزايلونه ، ابرام A-1 ټانکونه چي ضيأالحق ، جنرال اختر عبدالرحمن او ۳۰ کسان نور لوړ رتبه پوځي منصبداران د امريکا دسفير او نظامي آتشي په ګډون ئي د تمريناتو د ليدلو وروسته په بهاولپور ( پنجاب ) کي د ترانسپورتي طياري C-130 د سقوط په پيشه کي مړه شول ، اوس هم پاکستان د ” ګريټ ګيم ټو دي ګرانډ بارګنينګ ” لوبه په مخ بيائي او د Great Game  په نوي پړاو کي کاميابه هم دي له دي کبله دي چي پاکستان په سيمه کي د مالي او نظامي امتيازاتو د اخيستلو لپاره په افغانستان کي د جنګ لمبي بلي ساتي او د کشمير له کشالي سره ئي غوټه کوي ،
د پاکستان پخوانيو جنرالانو له هغي جملي پرويزمشرف ، حميدګل ، نوازشريف او نورو په افتخار ويلي چي مجاهدين ، طالبان او نوري مذهبي توندلاري کړۍ د پاکستان ستراتيژيکه سرمايه ده او دوي د موږ د ګټو لپاره جنګيږي له ځکه هم جهادي ارتجاع او طالبان د سيمه ايزو سياليو او نيابتي جګړو په غلامۍ او پيچلي کړۍ کي راګير دي او همدغو اجيرو کړيو د پاکستان د شومو او هژمونيستي اهدافو لپاره افغانستان لوټه لوته کړ، په لس ګونو زره بي ګناه ملکيان ئي په نښه کړل چي يواځي په تيرو پنځو کلونو کي ئي له پنځوس زره زيات افغان سرتيري قرباني کړل او د مصيبت د شيطاني دايري ( Vicious Circle ) لوبه نوره هم دوام لري ، زما په نظر د افغانستان حکومت د پورتنيو اظهاراتو له کبله د پاکستان له حکومت څخه توضيحات وغواړي اوهم د افغانستان د دغه فريب کاره دشمن د خاينانه لوبو په وړاندي د يوي ملي ستراتيژۍ په محور را ټوليدل د وخت بيړنۍ غوښتنه ده ، هيره دي نه وي چي د پاکستان د پارلمان په ګډه غونډه کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ په لوړ اواز له افغانستان څخه دفاع وکړه او ټولو ګډون کونکو او د پاکستان پوځي استبلشمنټ ته ئي په طعنه وويل چي ( په افغانستان کار مه لرئ ، که نارينه ياست ولاړ سئ کشمير وګټئ ) ،
په جمو او کشمير کي ځانګړي وضعيت ( ۳۷۰ ) ماده يعني څه ؟
تاريخي شاليد : د انګريزي ښکيلاک د امپراتورۍ د نړيدو په نتيجه کي د هند نيمه وچه د مذهبي ايدئولوژۍ له مخي د هند او پاکستان په دوو هيوادو وويشل شوه ، د مذهب په نوم د پاکستان د هيواد له مصنوعي جوړښت سره د هند د نيمي وچي د استعمارضد مبارزو مخکښان لکه پاچاخان ( خان عبدالغفارخان ) مولانا ابوالکلام ازاد او په زرګونو نور د پاکستان د جوړښت مخالف ول ، کشمير ځانګړي رياست وو چي د مهاراجه هري سنګهـ لخوا اداره کيده ، د ۱۹۴۷م په پاي کي د محمدعلي جناح لخوا د پاکستان د نظامي ځواکونو انګريزي قوماندان جنرال ګريسي ته امر وشو چي په کشمير حمله وکړي ، ګريسي چي د هند- پاکستان د پوځونو د عمومي قوماندان جنرال اکلند تر قومانده لاندي وو د جناح له امره سرغړونه وکړه ، بيا جناح قبايلي خلک وهڅول چي د جمو او کشمير په رياست حمله وکړي د حملي په نتيجه کي هري سنګهـ له هند څخه مرسته وغوښته چي وروسته له جګړي کشمير په دوو برخو وويشل شو يوه لويه برخه ۶۷٪ له هند سره او بله برخه ياني ۳۳٪ د پاکستان تر اشغال لاندي راغله ، په کشمير کي شيخ محمدعبدالله هم د کشميريانو د حقوقو لپاره مبارزه کوله او پايله ئي داشوه چي په ۱۹۵۲م کي له جواهرلال نهرو سره ئي موافقه وکړه چي کشمير به په داخلي چارو کي ازاد ولي ، دفاعي ، مالي يا پولي او خارجه چاري به ئي د هند د حکومت لخوا اداره کيږي ، دغي موافقي ته چي ۳۷۰ او ۳۵ اي مادي دي کشمير ته ئي استثنائي اوځانګړي وضعيت ورکړ چي ( Special Status ) ورته ويل کيږي او ۷۰ کاله خلکو د دغه خاص وضعيت د پاي ته رسولو طرفدار وو چي دا دي اوس د نريندرامودي په مشرۍ د BJP حکومت ختمه اعلان کړه او د تاريخ برخه وګرځيده ،
د فرصت په درلودلو به د مسئلي ټول اړخونه او عکس العملونه وڅيړل شي . تربيا

 

Comments are closed.