د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ

د مبارکۍ پيغام

کابل – افغانستان

د زمرې ١٩مه ۱۳۹۸ م کال

د لوي اختر ( عید الاضحی ) د مبارکو ورځو د را رسېدو په مناسبت :

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند د لوی اختر د سپېڅلو  ورځو د را رسېدو په مناسبت ټولو هېوادوالو ، د افغانستان او نړۍ مسلمان امت ، له وطن څخه په دفاع کې د هېواد د قهرمانو وسله والو او امنیتي ځواکونو منسوبینو ته د زړه له کومې تودې مبارکۍ وړاندي کوي .

د ګوند دارالانشأ هیله څرګندوله، چې د لوی اختر په درشل کې به د سولې بهیر روانې هڅې رنګ راوړي او د بې دفاع افغانانو د وینو تویولو مخه به ونیول شي ، خو د وسله والو مخالفیتو بریدونو او په یوه مقدار کې له خلکو او وطن څخه د دفاع په کار کې د حکومت ځينو تیروتنو ، د افغانستان د خلکو د لوی اختر د خوشالیو ورځي په ماتم بدلې کړې …!                                                                     ډير ښه دینې عالمان ، وطندوست مشران ، د خلکو وتلي خادمان ، بې ګناه ښځې ، کوچنیان او بو‌‌‌‌‌‌ډاګان مو شهېدان شول . په دغو ړندو بریدونو کې د بیلابیلو مذاهبو پيروان ، د وروڼو قومونو استازي له منځه ولاړل او زیات مالي او ځاني تاوانونه وطنوالو ته واوښتل .

د دولت له خوا د سولې د وړاندیزونو په مقابل کې د وسله والو مخالفینو تګلارې ، په دولت کې د اپوزیسیون په نامه د یو شمیر سیاسي نهادونو او کړیو مشرانو ، انفرادي اشخاصو ، د سیمې او نړۍ ځينو هېوادونو د خپلو ګټو په پار د سولې بهیر د ستونزو سره مخ کړ، چې په دې کار د دولت په نامه د هغې د اپوزیسیون اعتبار  ته هم سخت زیان واړول شو .

وسله والو مخالفینو که څه هم خلکو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ، لیکن وطنوال تر دې دمه هم هیله ښکاره کوي چې ګواکې اوربند وشي او خلک به لږ تر لږه د خوښۍ یو څو ورځې ولري .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د خپل ګوند د غړو د ژور احساس پر بنسټ تل له جګړې کرکه ښکاره کړې او د جګړې اړخونه یې سولې ته هڅولي، رابللې او په دې اړوند یې د همسایه،سيمې او نړۍ د یو شمیر هېوادونو او کړیو لاسوهنو ته چې د جګړې د اوږدیدو لامل شوي؛جوتې اشاري کړي او هغه یې غندلي هم دي .

د ګوند د دارالانشأ غړي په دې باور دي ، تر څو چې د دولت له وسله والو مخالفینو او یو شمیر استخباراتي پروژو څخه ملاتړ موجود وي ، همسایه او د نړۍ ځينې هېوادونه او کړۍ ورڅخه خپلې استفادې جاري و ساتې؛ افغانستان کې سوله نه راځې.

له دې کبله د ګوند دارالانشأ د نړۍ په هغه سوله خوښونکو نهادونو او شخصیتونو ، چې د جګړې څخه نفرت کوي ، د خلکو ازادیو ، مذهبې عقېدو او نورو منل شوي دودونو ته درناوی لري ، غږ کوي چې له ټولو امکاناتو د افغانستان د حکومت په وسله والو مخالفینو او د هغوئ په سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو زور واچوي چې د لوی اختر د رسېدو له پيل څخه جګړه بس کړي او د خپلو موخو د تحقق له پاره د مرګ ژوبلې اړولو پر ځای د خبرو – اترو لاره خپله کړي او په دې توګه د افغانانو د ناورین پای ته رسولو کې مرسته وکړي .

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند دارالانشأ د هېواد د وطنپالونکو دموکراتیکو سیاسي مدني نهادونو او شخصیتونو څخه هیله کوي چې د اختر د بزرګو شپو له پيل سره سم د یو شمیر کړیو له خوا د هغه هېوادنېو غیر ، هلو-  ځلو د افشا کولو په پار زورور کمپاین پيل کړي ، چې د سولي بهیر وېشي؛ د خلکو د ګټو پر ځای  د مافیایي کړیو ګټو ته وده ورکوي او په پایله کې د مغرضو همسایه ګانو او ځينو هېوادونو لاسوهنو ته زمینه برابروي .

د ګوند دارالانشأ ، په داسې حال کې چې د لوی اختر د را رسېدو په ویاړ خپلو خلکو ته تودې مبارکۍ او نیکې هیلي وړاندې کوي ، وطنوالو ته د نیکمرغه اختر په شپو ورځو کې بې دریغه خوشالۍ غواړي .

په درناوي

عبدالحی مالک

د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند ریس

 

Comments are closed.