دولسمشر کرزي تیروتنه

 

محمدآصف خواتی
دولسمشر کرزي تیروتنه
دهغه وروسته چې ولسمشرحامدکرزي دکابل دښوونې اوروزنې پوهنتون دبرهان الدین رباني په نوم ونوماوه د دې علمي موسسې محصلینوورسره مخالفت ښودلی اوپه سوله ئیزو اعتراضي مظاهرو چې لاندې شعارو ته ورته غوښتنې لري لاس پورې کړی دۍ ۰ دادۍ دطالبانو وروسته ددموکراتیک اسلامي افغانستان واقعیت چې مشرتابه یې متنازع څیرو ته د اتلانو اوملي شخصیتونولقبونه ورکوي خوویښ ځوانان ورته جنایتکاران وایي۰ ددې واکمنۍ بهرني حامیان خپل ولسونه پدې نامه تیرایستلي دي چې ددوی بچیان دیوه دموکراتیک افغانستان دجوړولوپه لاره کې قرباني ورکوي۰ پربله خوا دافغانستان واکداران خپله واکمني د افغانستان اسلامي دولت بولي اوداسلامي انقلاب خبرې کوي۰ دې واکدارانو هیره کړې چې ددې خاورې اوسیدونکي دیارلس پیړی
مخکې اسلام منلی دۍ اودهرولس په پرتله په اسلام ټینګ ولاړدي۰ داسلامي انقلاب بری دا مانا لري چې دتنظیمي واکمنۍ په واکمنیدوسره په افغانستان کې اسلامي شریعیت جاري شو ۰ که داسې وي ددې ښاغلونه پوښتنه کیږي چې دوې لسیزې مخکې دوی او افغانان دکوم دین پیروان وو؟ ښايي تنظیمي مشران اودهغوی پلویان ووایي چې موږ شوروي کافران له هیواده وایستل اودا هیواد مود کافرانونه آزاد کړ۰ داچې دوی شوروي کافران وشړل دفردوس جنتونه یې دې نصیب شي خو وینو چې د شورویانوپرځای نن نور کافران پردې خاوره حکومت کوي۰ نوبیا داسلامي دولت خبره یوه تشه اوبې بنسټه ادعا ده۰
دکابل دښوونې اوروزنې میړنیو اوبا احساسه محصلینو چې دخپل پوهنتون دنامه داړولوله امله اعتراضیه سوله ئيز لاریونونه پیل کړي دي اوپدې دوواونیوکې یې دستړیا، تږې، وهلوټکولو او تهدیدونو ترڅنګ ټپيان هم لري بالاخره جمهورريیس اړشودهغوی استازي ومني۰ پدې لیدنه کې ولسمشر ومنل چې ستره تیروتنه یې کړې ده چې ددې علمي مؤسسې نوم یې واړاوه ۰ بل داچې ددې کتنې څخه دمحصلینو استازې وپوهیدل چې ولسمشربیواکه دۍ اوواک داسلامي جمعیت دمشرتابه سره دۍ۰ ولسمشرمحصلینوته ویلې و چې دبرهان الدین ربانی دزوی اوځای ناستې سره به ددوی لیدنې کتنې زمینه مساعده کړي اوهغه به پدې اړه پریکړه وکړې۰ ( یاللعجب ! ) ولسمشرحامدکرزی دۍ اودوروستۍ پریکړې واک صلاح الدین رباني لري۰ دا هم ددموکراتیک اسلامي افغانستان له معجزو څخه یوه معجزه ده ۰ دې ترخه حقیقت وښودل چې ولسمشریې لکه صبغت الله مجددي دتمثیل لپاره په ارګ کې کینولی دۍ اوواک بیا هم د اسلامي جمعیت سره دۍ۰ ولسمشروکولای شول دمعترضو محصلینو داستازو سره دصلاح الدین ربانی دلیدوزمینه برابره کړي چې کومه مثبته پایله یې نلرله ۰دا چې پدې اړه به بیواکه ولسمشرکومه پریکړه کوي هغه به په نږدې راتلونکو کې څرګنده شي خوګومان کیږي چې دښوونې اوروزنې پوهنتون به دبرهان الدین رباني په نامه پاتې شي داځکه چې ولسمشرد شمال ټلوالې اوپه تیره دجمعیتانوپه وړاندې یوبې ارادې اوبیواکه وګړی دۍ۰ دولسمشرددې خبرې په اړوند چې دپوهنتون دنامه داړولوپه اړه یې تیروتنه کړې ده باید وویل شي چې ښاغلی کرزی داستا لومړۍ تیروتنه نه ده بلکې تاسې دې تیروتنې ته ورته نورې زیاتې تیروتنې کړې دي چې پر هغوباید کتابونه ولیکل شي ۰البته تاریخ ویده اوړوند نه دۍ او ستا د تیروتنواوکارناموپه باب به خپل بیرحمانه قضاوت وکړي۰ تاسې خپلومنفی کړنوته تیروتنه وایۍ خوپټه خوله ولس هغه خیانت ګڼي۰
ښاغلی کرزی ! زه دیوه افغان په توګه غواړم ستاسې ځینو تیروتنوته ګوته ونیسم ترڅو هغه په تاوده زړه اوسړومغزو ولولۍ چې دا ستا لومړۍ تیروتنه نه بلکې دتیروتیروتنوادامه ده ۰ وایي چې ماهی هر وخت له اوبوراوباسۍ هغه تازه دۍ ۰ څه چې تراوسه شوي دي هغه بیرته نه راګرزي خولدې وروسته که مووس رسیږي هڅه وکړۍ چې تیروتنې تکرارنشي ۰ تاسو چې دپوهنتو ن دنامه دبدلولو پریکړه تیروتنه بولۍ نو داتیروتنه اصلاح کړۍ اوفرمان ورکړۍ چې دښوونې اوروزنې د پوهنتون لوحه چې دربانی پلویانو دغلوپه شان په توره تیاره کې لیرې کړې وه بیرته پخپل ځای ځوړنده کړي اوروان کړکیچ حل شي نه داچې پراختیا ومومي ۰ که داوس نلرۍ اوواک دنوروپه اوسپنیزومنګلوکې دۍ هغه که بهرنیان دي یا ستا مصلحتي انډیوالان ، ښه داده چې ددې سترمسؤلیت ( ولسمشری ) څخه استعفی ورکړۍ۰ دیوه مقام څخه استعفی دچا شخصیت ته زیان نه رسوي بلکې په ځینوومواردو کې لاشخصیت وربخښي۰
داډول وړاندیز مې لدې کبله تاسې ته وکړ چې زه دیوه پښتون په توګه چې ته هم پښتون یې اوستا په مشرۍکې هغه څه چې زموږ په ګران وطن کې اوزموږ په خلکوکه پښتانه دي یا غیرپښتانه ، سني دي یا شیعه ،هندودي یا سک، تیریږي ځوروي مې اودهیوادراتلونکې لانوره هم تیاره اوناتار زیږوونکي وینم۰ له بده مرغه دا لومړی ځل دۍ چې زه دپښتون له دریځه څه لیکم۰زما له انده څوک چې ددې هیواد میشت وروڼه قومونه په پښتانه اوغیرپښتانه ، بومي اوغیربومي ویشي اویا دډیرکیو اولږکیو ( اکثریت او اقلیت ) ، شمال اوجنوب خبرې کوي معقول اوژمن کسان نه ګڼم۰ دلته ما ځکه دپښتون له دریځه تاسې ته داوړاندیزوکړ چې تاسې دسیاسي مصلحتونو له امله دهغو ډلو ټولو روا او نارواغوښتنو ته په ورین تندې ځواب ورکړی چې تاسې قبیله ګرا اوپه توکم پالنه تورنوي ۰ پداسې حال کې چې پوره یوولس کاله په پښتنې سیمو دبمونوباران دۍ ، زندانونه په پښتنو ډک دي ، ماشومان اوتنکې ځوانان یې دزده کړو محروم دي( همدااوس په کندهارکې چې ښايي ته هلته زیږدلی وې ۷۵ په سلوکې ماشومان ښوونځیوته نه ځي) ،دشمالي ولایتونوپښتانه دخپلو کورونواو جایدادونو پریښودلو ته اړایستل کیږي، په تیرو مشرانویې ملنډې وهل کیږي او۰۰۰ خوتاسې دهمدې ډلو مشرانواومخورو ته دملي اتلانولقبونه ورکوۍ ، هغوی نازوۍ ،ولسوالۍ یې په ولایتونواړوۍ اودادۍ دهیواد دلوړې تعلیمي مؤسسې نوم دهغوی دخوښې سره سم بدلوۍ۰ستا مصلحتي انډیوالان هغه ناخوالې چې نن مهال په افغانستان کې شته دي پړه يې پرپښتنواچوي اودلیل یې دادۍ چې حامدکرزی قبیله ګرااوقومپال دۍ اوټول واک یې پښتنو ته ورکړی دۍ ۰ تاسو چې د ویښو معترضو ځوانانو قوي منطق ولیداوپخپله تیروتنه مواعتراف وکړ زه هم ددې ځوانانودیوه همفکرپه توګه ستاسودڅوتیروتنو یادونه کوم چې بیله شکه تاسو او ستاسوپلویانوته دزغم وړنه دي خووخت یې راغلی چې هغه واورۍ۰
– ستاسو په سیاسي ژوندکې ښایي لومړی تیروتنه داوې چې دوخت دحکومت سره دمخالفت له امله داسې هیوادته پناه وروړله چې دافغانستان سره په یوه ملي منازعه اوشخړه کې ښکیل و ۰ خبره یوازې په پناه وړلوکې نده بلکې تاسې دنوموړې هیواددواکمنانودارادې سره سم دهغوډلو ترڅنګ ودریدلی چې دوخت دواکمنۍ خلاف یې وسله واله مبارزه کوله ۰نن چې تاسې د هیوادمشریاست هماغه هیوادبیا ستاسو دواکمنۍ خلاف دوسلوالو مخالفینوترشاه ولاړدۍ اودپخوا په شان افغانستان ته ستونزې جوړوي ، ښوونځې یې سوزي اوروڼ اندي اوقومي مشران یې وژني۰
– تاسې پداسې یوه وضعیت کې د هیواددمشرۍ مسؤلیت په غاړه واخیست چې پرهیوادپردي واکمن وو ، واک ستا سره نه بلکې د نیواکګروسره واوتراوسه پکې کوم بدلون ندې راغلی ۰ دازما ادعا نه بلکې ستاسود ویناوواوڅرګندونوپربنسټ هغه درته یادوم۰ ستاسې ځینې څرګندونې ستاسو بیواکې اوبلواکي ښيي۰ په ۲۰۰۸ کال کې موپه کابل کې په یوه مرکه کې ویلې و« لویدیځ دې یا له طالبانوسره سوله وکړي ، یا دې ما له واکه لیرې کړي اویا دې له افغانستان څخه ووزي »۰ ستاسودا وړاندیزونه څه مانا لري ؟په هیوادکې دپردیو پوځیانوپه شتون کې چې دولس دارادې خلاف اودکوم تړون پرته پرافغانستان یرغل کړی و دهیوادمشرۍ ته غاړه ایښودل آیا ستاسو ستره تیروتنه نه وه۰ نن داکتوبر اوومه« پر افغانستان دامریکا یي یرغل ۱۱مه کلیزه پوره شوه» ۰ داپه سره رنګ لیکل شوې جمله زما نه بلکې دبی بی سی دپښتوویبپاڼې څخه را نقل شوې ده۰ داخبره بایدوشي چې دایرغل یوازې امریکایي تیرې کونکوترسره نکړبلکې انګریزان هم ورسره وو۰
– دجمهوري ریاست په دویموټاکنوکې ستا اوستادسیال ( ډاکټرعبدالله )انتخاباتي ټیم په درغلیو تورن کړل شول۰ تاسوکه څه هم هغه نه منلې اووروسته یې پداسې حال کې درباندې ومنلې چې امریکایي سناتور جان کیري اود امریکې ، بریتانیا اوفرانسې سفیران موترڅنګ ولاړو اواعلان موکړل چې په ټاکنوکې درغلي شوې دي اوټاکنې دویم پړاوته ځي ۰ داچې په ټاکنوکې ستاسوسیال له سیالۍ نه لاس پرسر شواوتاسې بیا هم ځان ولسمشراعلان کړآیا دټاکنومشروعیت موترپوښتنې لاندې رانه ووست اوآیا دا ستاسو تیروتنه نه وه ؟ که څه هم ډیری په یوه نیول شوي هیوادکې درڼواوآزادوټاکنوترسره کیدنه شوني نه ګڼي چې همداسې هم پیښ شول۰
– هغه حکومت چې تاسې یې مشریاست په نړی کې په فسادککړ حکومت شهرت لري اودافساد دوخت په تیریدوسره زیاتیږي۰ ستاسو دواکمنۍ پرمهال دملي شتمنیو اودولتي جایدادونودغصبولواوچور او چپاو سیالي روانه ده ۰ ددې سیالۍ اصلي لوبغاړي نه یوازې ستا دحکومت غړي دي بلکه ستا اودستا د لومړي مرستیال وروڼو ته هم ګوته نیول کیږي۰ دکابل بانک اوپه کندهارکې دملي دفاع دوزارت اړونده ځمکې رسوایي یې څرګندې بیلګې دي۰ فساد دیوه ولس شخصیت اومعنویت ،اخلاق اوهویت راغورزوي چې جوړیدنه یې خورا سخته اوحتی ناشونې ده۰ ددې غمیزې پړه دهرچا نه مخکې پر تاسواوستاسوپه کاري ټیم اوحکومت پرته ده۰
– تاسې هغه کسان چې دبشردحقوقو نړیوال ناپییلې اوپييلې سازمانونه په یوه خوله جنګي جنایتکاران ګڼي وبخښل، ونازول، داتلانولقبونه او لوړدولتي پوستونه موورکړل اودهغوي دتیرو« شهکاریو او کارنامو» په ویاړ واټونه ، څلورلارې ، تعلیمي مؤسسې ، پارکونه دهغوی په نومونونوموۍ ۰ ددې متنازع څیروپه اړه د افغان پټې خولې ولس حساسیت څرګند ساری دښوونې اوروزنې دپوهنتون دمعصومو خوویښو محصلینو روان اعتراض دۍ چې « ماشرم میکنیم که تحت نام جنایتکاران تحصیل کنیم » ترشعارلاندې ستا د وروستی تیروتنې په وړاندې غبرګون ښيي ۰ ددې محصلینوعادلانه سوله ییزو لاریونونوکه له یوې خوا د افغان ځپل شوي ولس اراده څرګنده کړه له بله پلوه یې په هغه ترخه حقیقت دبطلان کر ښه وایستله چې افغانان بې تفاوته يا احساساتي دي۰ د ښوونې اوروزنې دپوهنتون دمحصلینو داډول معقول چلنداوددوی دعادلانه غوښتنې نه دکابل دپوهنتون دمحصلینوملاتړدیوه روښانه راتلونکې زیری ورکوي۰ ددې ځوانانوغوښتنې ته بایدځواب ورکړل شي ددې علمې مؤسسې نوم باید بیرته ورته راوګرزي ۰ دمدني ټولنې له دټولوبنسټونو، ګوندونو، دهیواددنورو تعلیمي مؤسسوله زده کونکواوخپلواکورسنیونه هیله کیږي چې دښوونې اوروزنې دمحصلینودعادلانه غوښتنې ملاتړوکړي ترڅوحق په باطل بری ومومي اودسولې اوپرمختګ دښمنانواوجګړه مارانوته درس شي چې نور نشي کولای دولس دارادې خلاف ګامونه اوچت کړي۰
پای

Comments are closed.