د لوی اختر مبارکی

د نړۍ د مسلمانانو د عنعنوي اختر په مناسبت
د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا
مبارکی

په خواشينۍ سره چې د دېرشو کالونو نه په زياته موده کې د افغانستان خلکو د اخترونو پر ځای ويرونه ګاللي دي ، او زمونږ د هېواد په ويرونو او خونړيو غميزو کې تر هر چا زياته برخه زمونږ تش په نامه مسلمانو ګاونډيانو او د هغوی تالي څټو بنسټ پالو لرلي ده . لوی اختر زمونږ د کليو او ښارونو کوڅو ته په داسې حال کې را روان دی چې زمونږ کوڅې زمونږ د معصومو ماشومانو ، ښځو او بېګناه انسانانو په وينو لړلي دي . ، بيا هم لوی اختر د يوې اسلامي عنعنې په توګه زمونږ د خلکو په زړونو کې د سوله ايزو اخترونو او ميلو ياد تازه کوي .
له دې امله د وطن د ترقۍ ملی ګوند اروپايي شورا په هېواد کې د سؤلې ، دموکراسۍ او ټولنيز عدالت د تأمين د هيلو سره يو ځای خپلو هېوادوالو ته د لوی اختر د را رسيدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی وړاندې کوي .

د وطن د ترقۍ ملی ګوند اروپايي شورا

Comments are closed.