د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند
د دارالانشا د ډاډګیرنې پيغام
کابل _ افغانستان
د سنبله۲٢مه ١٣٩٧ م کال
په ډيره خواشینۍ مو خبرتیا تر لاسه کړه چې دهیواد دمترقی اودیموکراتیک نهضت غړی ډاکتریعقوب وزیری ، د هغې اوږدي ناروغۍ له امله چې ورپيښه وه وفات وکړ .
انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم یعقوب وزیری د هیواد دمترقی نهضت یو مسلکي ، تکړه او لاسپاکۍ مامور وو . هغه خپل ټول ژوند د وطن او خلکو په خدمت کې تیر کړ او زیاتو خلکو سره یی مرستی کړی په هیواد اوخلکو مین اوملی ګټو ته ژمن شخصیت وو.
د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند دارالانشا د ارواښاد مړینه ستره ضایعه بولي ، دمرحوم یعقوب وزیری غمزپلي کورنۍ او خپلوانو ته یی د زړه صبر او تسلیت وړاندی کوی . لوي خداي ته د دوعا لاس پورته کوي چې مرحوم وزیری ته مغفرت وکړي او د هغه فضیلتونه د ارواښاد د کورنۍ په غړو کیږدي روح یی ښاد اویاد یی تل پاتی.
امین
عبدالحی مالک د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند ریس